1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: ځیني طالبان خبرو اترو ته تیار دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۰, دوشنبه

یوه بریتانوي ورځپاڼه ليکي، چي ځیني طالبان چمتو دي چې د افغانستان د سولې په هکله خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/165t4
انځور: dapd

بریتانوي ورځپاڼې ګارډین، رپوټ ورکړی دئ چې داسې ښکاري چې د طالبانو ځیني کسان د افغانستان په هکله د سولې خبرو اترو ته کښیني او سربیره پر دې هغه یو حل ومني چي د هغه له مخې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د اوږدې مودې پوځي حضور هم په کې خوندي وساتل شي، خو د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې دغه طالبان نه غواړي چې د «کرزي حکومت» ومني.

ګارډین د یوه بریتانوي انستیتوت «Royal United Services» له یوه رپوټ څخه چې تر اوسه پورې نه دي خپور شوی، نقل قول کړی چې وایي: «طالبان چمتو دي چې د لانجې د حل د یوې برخې په توګه له القاعدې سره اړیکي وشلوي او دې ته هم چمتو دي چې د نجونو د تعلیم په هکله خبرې اترې وکړي.»

ګارډین د نوموړي انستیتوت له رپوټ څخه دا جمله راخیستې ده چې: «د یو عمومي حل د یوې برخې او دغه راز د اعتماد جوړنې د اقداماتو او په افغانستان کې د سیاسي قدرت د تقسیم تر منځ د یو پل د رامنځ ته کولو په توګه طالبان یو اوربند ته هم چمتو دي.»

بریتانوي انستیتوت ویلي دې چې دغه رپوټ چی عنوان ئې دئ «د روغې جوړې په هکله د طالبانو لرلید» د طالبانو د څلور مشهورو مشرانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی دئ، له هغو څخه دوه ئې د طالبانو په رژیم کې وزیران وو او د هغوی د مشر تابه له داخلي کړۍ سره اړیکي لري.

د ګارډین په رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو یو تن سره چې مرکه شوې ده ویلی دي چې هغوی حتی چمتو دي چې په افغانستان کې د القاعدې پر ضد د امریکایانو تروریستي ضد عملیات او پوځي حضور په دې شرط ومني چې له افغانستان څخه د نورو هیوادونو پر ضد د حملو له پاره کار وا نه خیستل شي او دغه راز د افغانانو په سیاست کې لاس وهنه و نه کړي.

د غه انستیتوت چې انګریزي مخفف ئې RUSI دئ یادونه کوي چې د طالبانو له نظره هر ډول اوربند باید «اسلامي توجیه ولري او هغه په هیڅ صورت سره د تسلیم په معنی باید ونه ګنل شي.»

طالبان له پخوا څخه دا وایي چې هغوی د ولسشمر حامد کرزي له حکومت سره خبرو اترو ته چمتو نه دي او د افغانستان د ۲۰۰۳ کال اساسي قانون هم نه مني.

خو امریکایي چارواکو ویلی دي چې هغوی ځیني نښې نښانې لیدلې دي چې د سولی د خبرو اترو په وړاندې د یاغیانو په مخالفت کې ښایی بدلون رامنځ ته شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض