1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: کرزي له طالبانو سره پټي خبري کړي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

نیویارک ټایمز د سه شنبې په ورځ د افغان او لوېدیځو چارواکو په حواله لیکلي دي چې افغان ولسمشر حامد کرزی اوس د طالبانو له مشرانو سره په پټه په خبرو اترو بوخت دی. دا ښايي د جګړې پای ته رسولو له پاره وروستۍ هڅې وي.

https://p.dw.com/p/1B2Mp
انځور: Reuters

رویترز خبري آژانس لیکلي دي چې که څه هم د هغوی خبریالانو هڅه کړې ده چې په دې اړه د ولسمشر کرزي د ویاندانو نظر واخلي، خو په دې کار نه دي توانیدلي. خو نیویارک ټایمز په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د ولسمشر ویاند دغه خبري چې له طالبانو سره اړیکه ټینګه شوې ده تایید کړې ده.

نیویارک ټایمز د ولسمشر کرزي د ویاند په حواله ویلي دي چې په تیرو دوو میاشتو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اړیکې مثبتې وې.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکو بیا ویلي دي چې له طالبانو سره خبرو اترو تر اوسه پوري کومي پایلې نه دي لرلي. خو د دغو چارواکو په خبره کیدای شي چې دغه رواني خبري اتري د امریکا متحده ایالاتو پر ضد د ولسمشر کرزي د ويناوو یو عامل وي.

ویل شوي دي چې دغه خبري اتري د تیر کال په نومبر میاشت کې پیل شوي دي. تر هغه وروسته ولسمشر کرزي اعلان وکړ چې له امریکا متحده ایالاتو سره به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي او دا به راتلونکی ولسمشر ته پريږدي. د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکني د روان کال په اپریل میاشت کې ترسره کیږي چې حامد کرزی پکښې ځان کانديدولای نه شي.

د امنيتي تړون له لاسلیکولو څخه د ولسمشر کرزي انکار په امریکا متحده ایالاتو کې د یو شمیر سیاستوالو د غوسې عامل شوی دی. ولسمشر اوباما به د سه شنبې په ورځ له خپلو پوځي قوماندانو سره وویني او په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو د راتلونکې رول په اړه خبري اتري وکړي.

په دې وروستیو وختونو کې د ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما د ادارو تر منځ اړیکې ډیري خرابي شوي دي. د دغو اړیکو د خرابیدو یو عامل د حامد کرزي له خوا د امنیتي تړون نه لاسلیکدل دي.

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې که له افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نو د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي. دا هغه څه دي چې ډیر شمیر افغانان او بهرنيان یې په افغانستان کې د حالاتو د لا خرابیدو عامل ګڼي.

له بلې خوا طالبانو هم گواښ کړی دی چې د افغانستان راتلونکي ولسمشریزي او د ولایتي شورا گانو ټاکني به له ستونزو سره مخامخ کړي. په وروستیو وختونو کې د طالبانو له خوا بریدونو دا خبره روښانه کړې ده چې د هغوی او ولسمشر کرزي تر منځ خبري ښايي د پام وړ کومي پایلې و نه لري.

په تيره جنوري میاشت کې د طالبانو بریدونه له ۲۰۰۸ کال راهیسې تر ټولو ډېر ول. چارواکو ویلي دي چې په فيبروري میاشت کې هم د طالبانو بریدونو دوام موندلی. په دې ترڅ کې د دوشنبې په ورځ هم په کابل کې دوې بمي چاودني وشوې.