1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼي: له افغانستانه تر ټاکلي وخت دمخه وتل

۱۳۹۱ شهریور ۲۹, چهارشنبه

بريتانيايي ورځپاڼه „ انديپيندنت“ له افغانستان څخه د بريتانيايي ځواکونو د ډير ژر وتلو خبر ورکوي، او روسۍ ورځپاڼه „ نيزاويسيمايا گزيته“ بيا ليکلي دي، چي افغانان د امريکايانو وتلو ته تياری نيسي.

https://p.dw.com/p/16BLm
انځور: picture-alliance/dpa

په روان کال کي تر ۵۰ زيات بهرني عسکر د خپلو افغان همکارانو له خوا وژل سوي دي، چي دا د تير کال په پرتله ډيرزيات دي.

ورځپاڼه ليکي چي اوس دغه شان بريدونه ډير سوي دي. د تيري اوونۍ په پای کي دوه تنه بريتانيايي عسکر په دغه ډول بريد کي ووژل سول.

تر دې ټولو بدتر بيا د تيري اوونۍ په پای کي په هيلمند کي پر „ بستون کمپ“ باندي د وسله والو طالبانو يرغل وو، چي په نتيجه کي ئې دوه تنه امریکايي سرتيري ووژل سول او ۶ جنگي الوتکي له کاره ولوېدلې.

د بريتانيا د دفا وزير هاموند تر وخت دمخه له افغانستان څخه د يو شمېر ځواکونو را ايستلو ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه ليکي چي د دفاع وزارت پر حق دئ چي دا کار وکړي. ورځپاڼه زياتوي، چي ډير سرتيري وژل کيږي، او ددې کار تر گټي تاوان ډير دئ.

روسۍ ورځپاڼه „ نيزاويسيمايا گزيته“ د ناټو د هغي پريکړي په اړه، چي له مخي ئې له افغان امنیتي ځواک سره په گډه عمليات څنډېدلي دي. ليکلي دي:

«امريکا طالبان په دې تورنوي چي د افغانستا د پوليسو او ملي اردو په ليکو کي ئې نفوذ کړی دئ. خو څارونکي بيا وايي، چي ستونزه په طالبانو کي نه ده، بلکي خپله افغانان غواړي، چي ډير ژر هغه وخت را ورسږي، چي بهرنيان ئې له هيواد څخه ډير ژر ووزي.»

ورځپاڼي د کارپوهانو په حواله ليکلي دي، افغانان اوس خپله غواړي، چي د کرزي حکومت ژر سره وپاشل سي، او د دې له پاره ډيره گټوره لار د „ بهرنيانو وژل“ دي.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندانۍ د سه شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۸) په کابل کي د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چي ناټو له افغان امنيتي ځواک سره گډ عمليات او گزمې محدودوي.

خو وروسته بيا د افغانستان له پاره د ناټو ځانگړي استازي اعلام وکړ، چي پريکړه د لنډ وخت له پاره سوې ده او دا د دې معنی نه لري، چي هر ډول گډ عمليات نور بند دي.

په دغه اعلاميه کي راغلي ول، چي نور به کوچني گډ عمليات نه وي، بلکي ستر عمليات به په گډه ترسره کيږي.

Dpa/نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم