1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وزيران د کمپيوترونو د څارنې په اړه موافقې ته سره ونه رسېدل

۱۳۸۶ شهریور ۱۶, جمعه

د آلمان د بېلابېلو آيالتونو د کورنيو چارو وزيران د جمعې په ورځ په برلين کې د يوې ځانگړې بېړنۍ ناستې په ترڅ کې د آنلاين يا د شخصي کمپيوترونو د څارنې په برخه کې سره يوه خوله نه ول. هغوی ځکه د دغې موضوع په هکله پرېکړه وځنډوله.

https://p.dw.com/p/DKHe
انترنېټ نن سبا د تروريستانو د انسجام وسيله گرځېدلې ده
انترنېټ نن سبا د تروريستانو د انسجام وسيله گرځېدلې دهانځور: AP
د آلمان د مسيحي دموکرات او سوسيال دموکرات گوندونو تر منځ د نظرونو اختلافونه خورا ژور دي. د آلمان د کورنيو چارو وزير ولفگانگ شويبله ژر تر ژره د شخصي کمپيوترونو څارنه غواړي تر څو د ترهگرۍ په وړاندې په مبارزه کې مشکوک تروريستان کنترول کړای شي. دی ځکه هڅه کوي چې په دې تړاو يو نوی قانون رامنځته کړي. خو په نورو برخو کې وزيرانو سره موافقه وکړه. د ترهگرو په کمپونو کې اشتراک يا د تروريستي فعاليتونو دپاره اعلانونه به په راتلونکي کې جناحي کارونه وبلل شي. د اونۍ په پيل کې په آلمان کې ترهگر بريدونه شنډ کړای شوي او درې تنه مشکوک ترهگر نيول شوي وو.