1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسترويله: ترکيه د ختيځ او لويديځ تر منځ د پله نقش لري

۱۳۹۰ مهر ۲۲, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستر ويله ترکيي ته د خپل يو ورځني سفر په ترڅ کي د هغه هيواد له مخکښو سياستوالو سره وليدل. د ترکيي نړيوال نقش او له اسراييلو سره د انقري وروستی تاوتريخوالی د هغه د خبرو اترو مهمه موضوع وه

https://p.dw.com/p/12rkw
په استانبول کی د آلمان د بهر نوی چارو وزیر د ترکیی د اروپایی چارو له وزیر اګمن باګیز سره ولیدل
په استانبول کی د آلمان د بهر نوی چارو وزیر د ترکیی د اروپایی چارو له وزیر اګمن باګیز سره ولیدلانځور: picture-alliance/dpa

ترکيې ته د وسترويله سفر له يوې خوا لنډ ؤ او له بلي خوا په استانبول کي هغه خپل ترکي همتاء، احمد دولت اغلو ته له ټاکلي وخت څخه يو ساعت زيات انتظار وايست، ځکه په انقره کي د عراق له بهرنيو چارو وزير سره د هغه ليدنه کتنه اوږده شوي وه. سره له دغه انتظار څخه د آلمان د بهرنيو چارو وزير د ترکيي په سيمه ايز او نړيوال نقش باندي ټينګار وکړ.

هغه وویل: «ترکيه په عربي پسرلي او دغه راز په اسلامي نړي کي د خپل پله په څير نقش سره خورا اهميت لري. په همدي وجه موږ اروپايان بايد له ترکيي سره په مسايلو باندي له نژدي وغږيږو.»

د بهرنيو چارو د وزير په توګه وسترويله دا څلورم ځل دي چي له ترکيي څخه ليدنه کتنه کوي. هغه ترکيي ته د منځني ختيځ د سولي په پروسه کي د يو منځګړي او ترجمان په توګه ګوري. د ترکيي د صدراعظم، رجب طيب اردوغان او د اسراييلو د صدراعظم بنيامين نيتانياهو ترمنځ د اړيکو د تاوتريخوالي په هکله د آلمان د بهرنيو چارو وزير انديښنه لري. هغه وويل چي په دي موضوع باندي هم له ترکيي سره غږيږي.

سربيره پر دي د آلمان د بهرنيو چارو وزير په استانوبل کې د افغانستان د وضعيت په اړه د يو سيمه ايز کنفرانس د جزيياتو په هکله معلومات تر لاسه کړل تر څو په آلمان کی د دسمبر په پیل کې د افغانستان د نړيوال کنفرانس لپاره ښه تياري ونيول شي.

په نړيوالو مسايلو کي د ترکيي د محوري نقش په پام کي نيولو سره آيا اوس هغه وخت مګر نه دی رسيدلي چي د اروپا د اتحاديي دروازه د ترکيي په مخ په رښتيني توګه پرانيستله شي؟ دا پوښتنه خبريالانو له وسترويله څخه وکړه. هغه په ځواب کي وويل:

«دا ښه نه ده چي د غړيتوب پر سر د خبرو اترو په وړاندي خنډ واچول شي، له يوي مودي را په دي خوا په دي اړه کوم نوی پرمختګ نه دی شوی. د دي مسايلو سره سره چي موږ د ترکيي کورني وضعيت ته په انتقادي سترګه کتنه کوو، مونږ وينو چي په ډيرو برخو، د بيلګي په توګه د مذهبي پلوراليزم په برخه کي پرمختګ د ستايني وړ دی.»

د اروپا په اتحاديه کي د ترکيي د غړيتوب لپاره کوم رپوټ چي د اروپا د اتحاديي د کميسيون له خوا د چهارشنبې په ورځ وړاندي شو، د آلمان د بهرنيو چارو د وزير په نظر ډير منفي ټکي نه لري. وستر ويلې وويل کوم ټکي چي منفي هم دي په دي هکله به د ترکيي د اروپايي چارو له وزير سره وغږيږي. هغه وويل دا چي د ترکيي په سياست کي د دغه هيواد د پوځ لاس وهنې ورو ورو غوڅې کيږي، دا مهمه موضوع ده.

په داسي حال کي چي د نړۍ ډيري هيوادونه په اوسني وخت کي له مالي او اقتصادي کړکيچونو سره لاس او ګريوان دي، په ترکيه د اقتصادي ودې ګراف مخ په لوړې ليدل کيږي.

وسترويله وويل: « ښکاره ده چي خبره په دي نه ده چي ترکيه نن يا سبا د اروپا د اتحاديي غړی ګرځي. د دي انتظار هيڅوک نه لري، په ترکيه کي هم موږ بايد له ترکيي سره په انصاف او همسويه ډول چلند وکړو، موږ بايد هغه پرمختګ چي په ترکيه کي شوی دی، هغه باندي اعتراف وکړو. د ېيلګې په توګه په اقتصادي برخو کي. مونږ وينو چي په ترکيه کي پنځه زره آلماني شرکتونه فعاليت لري.»

د پنجشنبې په ماښام د آلمان د بهرنيو چارو وزير په استانبول کې په يوې ښکلې ماڼۍ کې د آلمان د کلتور يوه اکاډمي پرانيستله، له دي سره به د دواړو هيوادونو کلتوري اړيکي نوري هم پراخې شي.

توماس نهلز/ عبدالباري حکيم

کتونکی: مسعود جهش