1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو د يوې کورنۍ دوې پيغلي تښتولي

۱۳۸۹ بهمن ۲۸, پنجشنبه

د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کي وسله والو سړو چي ويل کيږي د ملي شورا په يوه غړي او په يوه سيمه ايز جنګ سالار پوري اړه لري، د يوې کورنۍ دوې پيغلي لوڼي تښتولي، چي يوه يې د څه مودي په تيريدو د مرميو په ډزو وژلې ده.

https://p.dw.com/p/R1n4
د مقتولي نجلۍ مور وايي چي لور يې په هغه شپه د خاوند له خوا په ډزو ووژل سوه چي د دوی په کورکي وه.
د مقتولي نجلۍ مور وايي چي لور يې په هغه شپه د خاوند له خوا په ډزو ووژل سوه چي د دوی په کورکي وه.انځور: picture-alliance/dpa

د دغو نجونو مور د تخار ولايت له ليري پرتې رستاق ولسوالۍ څخه اوس کابل ته تللې چي ګوندي هلته يې څوک ږغ واوري.

دغي مور له دويچه ويلي سره په خبرو کي وويل چي، لور يي د پارلمان د غړي قاضي کبير خوريي لومړۍ تښتولې بيا يې تر شلو ورځو وروسته په جبر ځان ته نکاح کړي او د درو مياشتو په تيريدو يې وژلې.

هغه مدعي ده چي د ملي شورا د غړي خوريي عبدالبصير، ددې لور په ډيره بې رحمۍ په مرميو ويشتلې ده.

« کله چي يې زما پيغله لور وتښتوله، څو ورځي وروسته يې زما خاوند ته پنځوس زره روپۍ ورکړي او په جبر يې د هغي له خوښي پرته ځان ته نکاح کړه او درې مياشتي وروسته يي ووژله».

د مقتولي نجلۍ مور وايي چي ددې لور په هغه شپه چي د خاوند له خوا يې په ډزو ووژل سوه د دوی په کورکي وه.

(( عبدالبصير د شپې له څو نورو وسله والو سره کور ته راغی او په زور يې نجلۍ له کوره وايستله او موږ ورته ژړل چي چيري يې بيايي، د لاري په اوږدو کي مو د ډزو ږغونه واوريدل چي کله ورغلو د مرميو ۳۲ ډزه پرې سوي وې».

په ورته وخت کي د دغي مور د وينا له مخه چي ددې يوه بله پيغله لور د يوه بل سيمه يز زور واک پهلوان رسول د وسله والو چريکانو له لوري تر تښتوني وروسته د يوې مياشتي لپاره د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ ته تښتول سوې ده چي اوس پوليسو بيرته د تښتونکو له بند څخه را خلاصه کړې ده.

« د تخار د رستاق ولسوالۍ ولسوال ته ورغلم، هغه راته وويل چي که لس لکه افغانۍ راکوي د لور د خلاصون لپاره دي هڅي کوم، موږ غريب خلک يو دومره مو په وس کي نه وي، امنيه قوماندان راته وويل چي د پارلمان د وکيل له خپلوانو سره زموږ هيڅ په وس کي نسته».

دغه کورنۍ چي اوس کابل ته را تښتېدلې له دويچه ويلي سره يې په خبرو کي وويل چي دوی نه پوهيږي له چا څخه د مرستي غوښتنه وکړي.

خو د تخار د والي وياند وايي چي پوليسو هغه قاتل نيولی چي د عبدالبصير نوميږي او پري ددغي کورنۍ د پيغلي لور د مړيني تور لګول سوی دی.

د نجلۍ پلار وايي چي که د دوی د لور قاتل و نه موندل سي دی حاضر دي چي ځان او خپلي کورنۍ ته د ولسمشر د ماڼۍ مخي ته اور ورته کړي.

« په خداي ځان وژنو، خپل کور به وسوځو، ولسمشر ولي پر څوکۍ ناست دی هيڅ څوک زموږ پوښتنه نه کوي».

ښايي دغه يوازنۍ هغه کورنۍ نه وي چي د تخارولايت په رستاق ولسوالۍ کي ورسره دا ډول چلند سوي.

خو دا به په خپل ډول کۍ له دغي ولسوالۍ څخه لومړۍ هغه کورنۍ وي چي په کابل کي د عدالت د تر لاسه کولو لپاره د چارواکو د دفترونو دروازي ډبوي.

په دې اړه تر اوسه پوري د پارلمان غړیي قاضي کبير کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه هم رسنۍ بريالي سوي چي هغه پيدا کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل