1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

وسله والو په کندهار کي د کابل نيوز خبريال وژلی دی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

په کندهار کي د «کابل نيوز» خبريال عبدالمنان ارغند نا معلومو وسله والو وژلی دئ. د کندهار پریس کلب مسئول جاوید احمد تنویر، د هغه مرگ تائيد کړی دئ. د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري هيچا نه دی منلی.

https://p.dw.com/p/2wbC1
Abdul Manan Arghand
انځور: DW

د «کابل نيوز» خبريال عبدالمنان ارغند نن سهار (۲۰۱۸م کال د اپريل ۲۵) د کندهارښار په نهمه ناحیه کي په يوه غلچکي برید کي وژل سوی دئ.  ویل کیږي، چي هغه ته تر دې وړاندي هم له بیلا بیلو اړخونو څخه گواښونه سوي ول.

د کندهار امنيتي چارواکو تر اوسه پوري د پيښي په اړه څه ويلي نه دي. او نه هم د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا منلی دئ.

د ارغند نژدې ملګری او په کندهار کي د ژوندون راډیو ټلویزون خبریال فیض همدرد وايي، پر ارغند برید د بیان پر ازادۍ برید دی، خو بریدګر باید پوه سی، چي په دغسي بریدونو او وژونو سره د «بیان آزادي» هیڅوک نه سي خاموش کولای.

د طلوع افغان خبریال عبدالقادر تکین هم د عبدالمنان ارغند وژنه لویه ضایعه ګڼي او له دولتي مسؤلینو غواړي، چي د امنیت واګي ټینګي کړي.

نوموړی په جګړه کي پر ټولو ښکېلو غاړو ږغ کوي، چي د خبریال ژوند ته درناوی وکړي، ځکه خبریال د خلکو استازی دی او یوازي د ټولني د خبرتیا له پاره ستړیا ګالي.

عبدالمنان ارغند له تيرو اتو کلونو راهيسي په کندهار کي له بېلابېلو رسنيو سره فعال خبريال وو او هر وخت د دغه ولايت له ډيرو خطرناکو او نا امنو سيمو څخه راپورونو برابرول.

نژدې یوکال ترمخه په زابل ولایت کي د ملي راډیو ټلویزیون سیمه ایز خبریال یعقوب شرافت هم ناڅرګندو وسله والو وواژه او د نورو په شان ئې قاتلين تر اوسه پوري معلوم نه دي او نه ئې هم کومي وسله والي ډلي د وژلو مسئوليت منلی دی.