1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسلوالو کسانو په پاکستان کي اوه کسان وژلي

۱۳۹۰ تیر ۲۵, شنبه

د پاکستان په شمالي قبایلي سیمي کي پر یو موټر د وسلوالو کسانو د برید په پایلي کي اوه کسان وژل شوي دي. دغه پیښه نن رامنځ ته شوي چي پاکستاني چارواکو یي پخلی هم کړی. په پیښي کي دري نور کسان ټپیان شوي هم دي

https://p.dw.com/p/11wcM
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture alliance/Photoshot

دغه پیښه د «بوشهیره» د کلی په شاوخوا کي چي د «کورم» په سیمي کي پروت دی رامنځ ته شوي. په دغي سیمي کي تیره اونۍ د پاکستان پوځ یو لړ پوځي عملیات په لاره اچولي ول.

يوه پاکستاني سمیز چارواکي، شیر بادر، د ټیلفون په کرښه د فرانسي خبري اژانس ته ویلي چي په پیښي کي څلور نارینه او دري ښځي وژل شوي دي:

«په دغي پیښي کي ټول ټال اوه کسان وژل شوي چي څلور یی نارینه او څلور يي ښځی دي. وژل شوي کسان ټول سنی مسلمانان ول.»

د بادر په وینا په دغي پیښي کي دري نور کسان ټپي شوي هم دي. بادر ویلي چي برید کونکي وروسته له هغي چي برید یي تر سره کړی له سیمي څخه په تښتیدو بریالي شوي دي. په پیښی کي وژل شوي کسان ټول سره نږدی خپل خپلوان ول.

د پاکستان د استخباراتي شبکي یوه سمیز چارواکي ویلي چی دغه پیښه د مذهبي شخړو په پایلي کي رامنځ ته شوي. دغه چارواکي زیاته کړي چي په سیمي کي د پخوا څخه مذهبي ستونزي د سیمي د سنی او شعیه اوسیدونکو تر منځ لیدل کیدي.

پاکستان یو مسلمان هیواد دی چي په کي څه نا څه 20 سلنه شعیه مسلمان ژوند کوي. په دغه هیواد کي له ډیر پخوا څخه د شعیه او سنی مسلمانانو تر منځ شخړي رواني دي چي د 1980 کلونو څخه را په دي خوا په دغه هیواد کي مذهبي شخړو څه نا څه 4000 کسان وژلي دي.

دا په داسي حال کي ده چي تیره اونۍ د پاکستان د پوځ یوه ویاند ویلی وه چي د کورم په سیمي کي په لاره اچول شوي پوځي عملیات به له دغي سیمي څخه ټول هغه کسان چي په تروریزم، یرغمل نیوني، د عامو بیګناهو خلکو په وژني او نورو داسي جنایاتو کي ښکیل وي وشړي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ پرتي سیمي د تاوتریخوالي شاهداني دي. دغو سیمو ته د امریکا متحده ایالاتو لخوا د نړۍ د تر ټولو خطرناکي سیمي نوم ورکړل شوی دی.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولی اڅکزی