1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولايتونو ته د دويم پړاو ټاکنيزو موادو لېږد پيل سو

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۷, شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې، چي د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو په موخه يې ټولو ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو لېږد پيل شوی دی. په دويم پړاو کي دوه مخکښ کانديدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله سيالي کوي.

https://p.dw.com/p/1C1k0
انځور: Reuters

د دغه کمېسیون ویاند نورمحمد نور د شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د می ۱۷) په کابل کې خبري غونډي ته وویل چي د ټاکنیزو موادو پر بنډل کولو کار روان دی او ولایتونو ته یې د لېږد بهیر عملاً پیل شو:

«رسنۍ کولای شي چې لېږد عملاً وګوري، دغه بهیر پیل شوی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د اعلان شوي مهال وېش سره سم په کار پيل کړی او ژمن یو چې د دغه مهالویش سره سم پرمخ ولاړ شو.»

نور زیاتوي چې په دویم پړاو ټاکنو کې د دوو مخکښو کانديد انو ترمنځ د سیالۍ په موخه یې تر هېواد دباندي ۵ میلیونه نوي رايي پاڼي چاپ کړي دي.

د وري د ۱۶مې نېټې په ټاکنو کې له اتو کانديدانو څخه هيڅوک د ۵۰ جمع یو سلنه رايو په ترلاسه کولو ونه توانېد، ځکه نو د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ دا ټاکني دویم پړاو ته ولاړې.

د ټاکنو کمېسیون وایې د ټاکنو په دویم پړاو کې به دوه مخکښ کانديدان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی سیالي وکي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند وایې چي په تېرو ټاکنو کې يې د خلکو د ډېري ګڼه ګوڼي له امله په دویم پړاو ټاکنو کې د رايي اچوني محلونو شمېر له ۱۹۷۰۰څخه ۲۴ زرو ته لوړ کړی دی:

«موږ په تیرو ټاکنو کې۱۹۷۰۰ محلونه درلودل چې پرانیستي ول دا وار د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي چې نزدې ۲۴ زره محلونه ولري او ټول پر شرایطو برابر کسان په دغه بهیر کې ونډه واخلي او هغه محلونه چې د امنیتي او اقلمي ستونزو له امله نه و پرانیستل شوي د ټاکنو کمېسیون نوي محلونه په پام کې نیولي دي چې پرانیستل شي.»

د ټاکنو کمېسیون چارواکو ټینګار کړی دی چې د لومړي پړاو ټاکنو څخه د اخېستل شویو تجربو له مخې به هغه تېروتني نه تکراروي چې په لومړي پړاو کې شوي دي.

د دغه کمېسیون ویاند وایي چي د ټاکنو د دویم پړاو څخه به هم ملي او نړېوال څارونکي څارنه وکي او ترڅنګ یې د دوو مخکښو کانديدانو څارونکو ته هم۵۰ زره نوي کارتونه چاپ شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکني د غبرګلې پر ۲۴ مه نېټه چې د جون مياشتي له ۱۴نېټې سره برابره ده ترسره شي.