1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولايتي شوراگانو ته کانديدان د ټاکنو پايلو ته په تمه دي

حسين سيرت۱۳۹۳ مهر ۲۱, دوشنبه

د ولايتي شوراگانو د پايلو په اعلان کي ځنډ، دغو شوراگانو ته کانديدان په تنگ کړي دي. د ولايتي شوراگانو تر ټاکنو شپږ مياشتي وروسته هم د دغو ټاکنو پايلي لا تر اوسه پوري روښانه سوي نه دي.

https://p.dw.com/p/1DUrh
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

ولايتي شوراگانو ته د کانديدانو د ټاکلو پايلي په دې وروستيو ورځو کي د ټاکنيزو شکايتونو او ټاکنو د کمېسيون تر منځ کښته پورته کيږي. د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي چي د ټاکنو اړوند ټولو شکايتونو ته ئې رسېدگي کړې ده او د هغو محلونو رايي چي درغلۍ پکښې سوي دي باطلي کړي دي.

خو د ټاکنو کمېسيون د رايو د باطلېدو په اړه د شکايتونو له کمېسيون څخه د لا زياتو معلوماتو د ورکولو غوښتنه کړې ده. خو کانديدان بيا وايي چي دوی بايد د دواړو کمېسيونونو ترمنځ د اختلافاتو قرباني نه سي.

ولايتي شوراگانو ته د کانديدانو څخه يو تن رفيع الله گل افغان د ټاکنو د پايلو د اعلان د ځنډ په اړه په اعتراض کي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۱۳مه) وويل: «موږ هر وخت د ولسمشرۍ ټاکنو قرباني سوي يو. د جمهوري رياست د ټاکنو په کشمکشونو کي زموږ څخه پوښتنه لا نه کيږي. هر څه چي د کمېسيون زړه غواړي هغسي کوي.»

کانديدانو وويل چي په ټاکنو کي درغلۍ او ځنډ د دې سبب سوي دي چي وگړي پر انتخاباتو باندي اعتماد له لاسه ورکړي. دوی وويل چي په دغه سي حالت کي به خلک په پارلماني ټاکنو کي گډون ونه کړي.

د افغانستان د ۳۴ ولايتونو، ولايتي شوراگانو ته ۲۷۱۳ کسانو ځانونه کانديد کړي دي. خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستيال عبدالرحمان هوتکي د دوشنبې په روځ په يوه خبري غونډه کي وويل چي د ولايتي شوراگانو پايلي به ډېر ژر اعلان سي.

بريالۍ ټاکني

د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاکنو په پايلو کي چي د درغليو ادعاوي کېدلې، د ټاکنو کمېسيون اعتبار ته سخته صدمه ورسېدله. دغه ټاکني تر هغې کچي پوري جنجالي سوې چي د امريکا د بهرنيو چارو وزير دوه واري افغانستان ته سفر وکړي او کانديدان دې ته اماده کړي چي د ټاکنو پايلي ومني.

خو د ټاکنو کمېسيون مرستيال وايي چي دغه ټاکني د سيمي په کچه بريالۍ وې: «موږ د خپلو کړو وړو جواب ويونکي يو. بريالۍ ټاکني وې، د سيمه په کچه بريالۍ وې. دا چي ټاکني د سياسي بحثونو تر شعاع لاندي راغلې دا بيا جلا خبره ده.»

خو د ولسي جرگې استازو بيا په وار وار ټينگار کړی دئ چي د ټاکنو کمېسيون استازو افغانستان په نړيواله کچه بدنامه کړی او تر ټولو ستره اقتصادي ضربه ئې افغانانو ته ورکړې ده. هغوی د ټاکنو کمېسیون د چارواکو د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.

خو د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چي له خپلو دندو به گوښه نه سي او قانون دوی ته اجازه ورکړې ده چي تر راتلونکو پنځو کلونو پوري پر خپلو دندو باندي پاته وي.