1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولايتي چارواکي: د لښکرگاه ښاروالي د اداري فساد د ستونزې سره مخامخ ده

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۴, شنبه

دهلمند داستناف دمحكمي ريس او ددې ولايت امنيه قوماندان ويلي دي چي دلښكرګاه په ښاروالي اويوشمير نورو ادارو كي اداري فساد شتون لري. داستناف دمحكمي ریيس د اداري فساد په وړاندي دجدي او عادلانه مبارزی غوښتنه کړېده.

https://p.dw.com/p/11FyT
هلمند
هلمندانځور: Karlos Zurutuza

پر لښكرګاه ښاروالۍ يو ځل بيا د فساد تور لګول كيږي خو دا لومړی ځل دی چي دغه تور د دولتي چارواکو لخوا لگول کيږي. دولتي مامورين وايي چي د لښكرګاه په ښاروالي كي فساد جدي او عادلانه مباريزې ته اړتيا لري. داخبري دلښكرګاه داستنياف دمحكمي رئيس سيد حسين نجيبي او دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار رسنيو ته ويلي دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار څو ورځي وړاندي دښاروالي د شورا د جوړيدو پر مهال په يوه غونډه كي نيوكه وكړه چي ګواكي په لښكرګاه ښاروالي كي تراوسه چا د عدل او انصاف له مخي كار نه دی كړى.
قوماندان دخلكو دروزمره عريضو يادونه وكړه چي دوی ته ورځي او د پوليسو نه دښاروالي د ناسمو كارونو له امله مرسته غواړي.

دا تور يوازي د هلمند د امنيه قوماندان په خوله پوري پاته نه سوو بلكي داستناف د محكمي رئيس سيد حسين نجيبي وايي په هلمند كي ډيري ادارې په اداري فساد ككړي دي. د نوموړي محكمي مشر وويل په ډيرو ادارو كي اداري فساد شتون لري چي دنجيبي په قول يوازي عادلانه او جدي مباريزي ته اړتيا لري.

سيد حسين نجيبي زياته كړه كه چيري د اداري فساد مخه ډب نه كړاى سي او داسي دوام ومومي نو د دولت او خلكو ترمنځ به فاصله نوره هم زياته سي.

كه څه هم دادلښكرګاه په ښاروالي باندي د فساد لومړی تور نه دى چي لګول كيږي خو ښاروال محمد داود نه يوازي په ده لګول سوي تورونه ردوي بلكي ټينګار كوي چي كارونه يې شفاف دي او كوم پرمختګ او بيارغونه چي د ده د ماموريت پر مهال په لښكرګاه كي رامنځته سوې ده سابقه لري. ښاروال د استناف د محكمي درئيس او د هلمند د امنيه قوماندان له لوري لګول سوي تورونه دهغوی شخصي نظر ونه بولي.

دلښكرګاه ښاروال په داسي وخت كي په ده لګول سوي تورونه بي بنياده بولي چي يوځل وړاندي هم د لښكرګاه ښار ځينو اوسيدونكو پر ښاروال تور لګولي ؤ چي د دوی شخصي ملكيتونه يې لاندي كړي او يا يي د ځان لپاره په نورو پيسه داره خلكو پلورلي دي.

محمد داؤد پر ځان لګولي سوي تورونه رد كړي او په دې يې ټينګار كړی دی چي په لښكرګاه ښار كي راغلي مثبت تغيرات هم د ده د ماموريت پرمهال رامنځته سوي دي.

محمد مجتبی /هلمند
کتونکی: احمدولي اڅکزی