1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته نوماند حسيب آرين سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

ولسمشرۍ ته کانديدحسيب آرين دكابل په عاشقانواوعارفانوكي زيږيدلی شپږ خلويښت كلن څلور اولادونه لري او د پوليسوپه څانګه كي ليسانس لري...

https://p.dw.com/p/J0HV
ولسمشر ته نوماند حسيب آرين د آلمان ږغ راډيو د خبريال سره د مرکې پر وخت
ولسمشر ته نوماند حسيب آرين د آلمان ږغ راډيو د خبريال سره د مرکې پر وختانځور: DW

دويچه ويلي:تاسواوسنۍ سياسي حالت څنګه ارزوۍ ؟

آرين: زه فكركوم دغه سيستم يوداسى سيستم دى چى دافغانستان خلك پوه شى چى دغه حالت دافغانستن لپاره په نفع دي كه يه ضرردى زه فكركوم چى دغه سيستم عالي دي ولي مديريت ئى ضعيفه دى مديريت ئى سالم نه دى مشكلات پيداشوي دي جنګ روان دي ټول دمديريت ضعف دي .

دويچه ويلي: تاسودبهرنيوځواكونودوتلوپه اړه څه نظرلرى ؟

آرين: دايتلاف دځواكونوپه برخه كى بايدووايم هركله چى هيوادكى يونظام اويوملي سيستم رامنځ ته شي ملي اردوپيداشي چى دافغانستان دخلكونه دفاع وكړي شى زه فكركوم هغه وخت دخارجى قوتونوته اړتيانه پيداكيږي په دغه حالت كى بايدداټول اركان حربونه مسكلي افسران هم په اردوهم په پوليس كى هم په امنيت ملي كى دغه سابقه دارافسران بايدراټول شي يوواحدنظام جوړشي هغه وخت بياكوم مشكل نشته دي .

دويچه ويلي:كه چيرى جمهوري رياست ته ورسيږي دمخالفووسله والوطالبانوسره به سيساسي دروغى جوړى چلندڅه وي ؟

آرين: زه فكركوم چى طالبان يوازى كرزى صاحب سره مشكلات لري كه زه قدرت ونيسم زه فكركوم چى دطالبانوسره په څه مشكل نه وي فقط دطالبانوسره مشكلات دادى چى كرزى دمديريت كمزوري ده اوخپله كرزى اوټيم ئى ددى توانمندي نلري چى قناعت وركړي دبل رئيس جمهورسره طالبان مشكلات نلري .

دويچه ويلي:دامهال اقتصدي بحران اوج ته رسيدلي دي كه تاسودغى موخى ته ورسيږي اقتصادي پلانونه به موڅه وي ؟

آرين: زه فكركوم په اقتصادي افغانستان په صفركى ضرب شوي دي دغه حالت بحرانى دي زمونږبرنامه پراخه ده په څودقيقوكى وضاحت ګران كاردي .خوزه وايم چى لږ ترلږه په سملاسي توګه پنځه لس فابريكى جوړى شي چى بيكاري كمه شي

دويچه ويلي :ستاسوپه تګ لاره كى بهرنى سياست څنګه تعريف شوي دي اودګاونډيانوسره به څه چلندولرۍ.

آرين : زه فكركوم چى زماسياست يوملي سياست دي هيڅ دنياسره كوم مشكل نلرم دګاونډيانوسره هم اړيكى ساتل غواړم خوخداى ناخواسته كه زمونږ په حريم څوك تجاوزوكړى زه بايدداسى نظام ولرم چى قاطع اوجدي دفاع بايدوكړى

دويچه ويلي:دډيورندتاريخي لانجه چى دافغانستان اوپاكستان ترمنځ پرته ده څه ډول حل كول غواړۍ؟

آرين : داخلك په دى موضوع ډيرجراوبحث كوي افغانستان پنځه زره كلن تاريخ لري داتاريخ دپاكستان دتاريخ سره ديرفرق لري زه په دٰ اړه تشويش نلرم زه فكركوم دغه موضوع دافغانستان په يوٰ جرګي دووكي خلك تصميم ونيسي داموضوع زرحل كيږي

دويچه ويلي:تاسودبيان اومطبوعاتوازادۍ ته په كومه سترګه ګورۍ؟

آرين : زه فكركوم په اوسني حالت كي دمطبوعاتوخلك ترزيات فشارلاندي دي حتي صلاحيت كاري نلري واقعيتونه نه شي ويلي زه فكركوم چي زماپه حكومت كي دامطبوعات مستقيما اومستقلاازادكار وكړي واقعيتونه بيان كړي اومشكلات به ئي حل شي.

مرکه کونکی. جمال کوټوال

کتونکی. زيارمل
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب