1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديده ډاکټره فروزان فنا سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۱۲, دوشنبه

مېرمن ډاكتره فروزان فنا يو له هغو دوه و ميرمنو څخه ده چې د 1388 كال د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره يوه نومانده ده. فروزان فنا په كال 1348 كې د كابل په ښار كې زيږيدلې د طب ډاكتره ده او يوه لور لري

https://p.dw.com/p/J2jO
ولسمشرۍ ته کانديده ډاکتره فروزان فنا د دويچه ويلي له خبريال انور بری پال سره د مرکې پر مهال
ولسمشرۍ ته کانديده ډاکتره فروزان فنا د دويچه ويلي له خبريال انور بری پال سره د مرکې پر مهالانځور: DW

ډاكترنسيم الله درمان چې د ننګرهار د كامې په ولسوالۍ كې زيږيدلى او پنځه اولادونه لري د ميرمن فنا د لمړي مرستيال په توګه او انجنير غلام رباني پيغام چې په 1340 كال كې د پروان ولايت د بګرام په ولسوالۍ كې زيږيدلى د ميرمن فنا د دويم مرستيال په توګه نومول شويدي .

مېرمن فروزان فنا د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې دويچه ويلې پښتو څانګې ته خپل راتلونكي كاري پروګرامونه څرګند كړل .

ډاكتره فروزان فنا د دې پوښتنې په ځواب كې چې كه چيرې د افغانستان راتلونكى ولسمشره شي د امنيتي بحران د مخنيوي په برخه كې به كومه تګ لاره خپله كړي داسې وويلې:

كه چيرې د خداى په توكل په ټاكنو كې بريالۍ شومه د امنيت او سولې راوستلو مسلې ته مې لمړيتوب وركړى اوپه دې برخه كې به ځينې پروګرامونه پلي كړم . مونږ كولاى شو د وسله والو ځواكونو يعنې ملي اردو ، پوليس او دولتي امنيت د پياوړتيا له لارې په دې برخه كې ځينې ګامونه اوچت كړو تر څو د دغو هڅو په پايله كې وكولاى شو په كابل او د افغانستان په نورو ولايتونوكې د چاودونو ، ځان وژونكي بريدونو ، برمته نيونې او نورو جنايې پيښو څخه مخنيوى وكړو . څرنګه چې تاسې پوهيږئ تر اوسه د وسله والو ځواكونو د پياوړتيا په برخه كې اړين او كوټلي ګامونه ندي اوچت شوي نو مونږ به دا هڅه وكړو تر څو د نړيوالې ټولنې په مرسته د دغو ځواكونود پياوړتيا بهير ګړندى كړو .

د دې پوښتنې په ځواب كې چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړوند څه فكر كوي ميرمن فروزان فنا وويلې چې :

هر كله چې زمونږ ملي اردو ، ملي پوليس او نور امنيتي ځواكونه موپياوړي شول او په خپلو پښو ودريدل او دا وړتيايې پيدا كړه چې د كورنيو او بهرنيو ګواښونو په وړاندې ودريږي د افغانستان د ملي ګټو څخه د دفاع وړتيا پيدا كړي هاغه مهال به په نړيوالې ټولنې غږ وكړو چې نور نو د دوى پوځي ځواكونو ته په افغانستان كې اړتيا نه ليدل كيږي له هغو څخه به ډيره مننه وكړو او ورته وبه وايو چې اوس نو خپلو هيوادونو ته بيرته ستانه شي .

دا چې د اقتصادي بحران د مخنيوي په موخه څه پروګرامونه لري په ځانګړي توګه د كرهڼې ، صنعت او سوداګرۍ په برخو كې ميرمن ډاكتره فروزان فنا داسې وويلې :

مونږ تل هڅه كوو او ډيرښه پروګرامونه مو تر لاس لاندې نيولې او په دې برخه كې مې نورو رسنيو ته هم ويلې چې مونږ په افغانستان كې يو ګډ اقتصادي سيستم غواړو . لكه څرنګه چې تاسې ګورئ زمونږپه هيواد كې آزاد بازاراقصادي سيستم نه يواځې داچې ښه پايله نلري بلكې د تيرو كلونوپه پرتله د هيواد د عامو وګړو د اقتصادي ژوند كچه ډيره ټيټه شوې هم ده. بې كاري ، لوږه او بې وزلي هغه ټولنيزې ستونزې دي چې د آزاد بازار د اقتصادي سيستم د پلي كولو له وجې زمونږ په خلكو تپل شوى . مونږ غواړو چې د ګډ اقصادي سيستم له لارې دولتي اقتصاد هم پياوړى شي او خصوصي اقتصاد هم . په دې برخه كې زمونږ د پلانونو يوه برخه دا ده چې دولت وكولاى شي عامو وګړو ته ټولنيز رفاهي خدمتونه وړاندې كړي . د كرهڼې د ميكانيزه كولو له لارې كولاى شو خپل د كرهڼيزو محصولاتو كچه لوړه كړو په همدې توګه د نويو مډرنو فابريكو په جوړولو سره زمونږ يو زيات شمير بېكارو ځوانانو ته د كار زمينې برابريږي . له بل پلوه مونږ غواړو د كانونو په استخراج لاس پورې كړو په دې برخه كې به له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وكړو تر څو له مونږ سره مرسته وكړي له دې لارې كولاى شو افغانستان له اقتصادي پلوه پخپلو بښو ودروو.

ډاكترې فروزان فنا د دې پوښتنې په ځواب كې چې د دولت له مخالفينو سره په ځانګړي توګه له وسله والوطالبانو سره د خبرو اترو په اړوند څه دريځ لري داسې وويلې :

مونږ له ټولو افغانانو سره خبرې كړي كه طالبان دي او كه اسلامي ګوند . كله چې زه وايم ما خبرې كړي په دې مانا ده چې زه خپل د خلكو له منځ څخه راپورته شوي يمه او همداسې مې چې وويل ما له مخالفيونو سره خبرې كړي او په راتلونكي كې به هم خپلو خبرو ته ادامه وركړم . كه چيرې مونږ غواړو چې په افغانستان كې يو اوږد مهاله سوله او امنيت راولو بايد له طالبانوسره هر اړخيزې خبرې وشي . مونږ له ټولو افغانو طالبانو وروڼو سره هيڅ ډول مخالفت نلرو اوهغوى هم له مونږ سره ، د هغوى ټول مخالفت له اوسني دولت سره ده نه زمونږ سره .

مېرمن فنا خپل د بهرنۍ پاليسې په اړوند وويلې چې :

مونږ له ټولوبهرنيو هيوادونوسره ښې اړيكې غواړو په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره . زمونږ بهرنى سياست به له ټولو نړيوالو سره د دوستۍ په بنسټ ولاړ وي اوهڅه به وكړو تر څو خپل د بهرني سوله ايز سياست په كارولو سره د افغانستان په بياجوړونه كې ګټه پورته كړو .

دا چې د ډيورند كرښه چې د افغانستان او پاكستان تر منځ يوه لانجه منه ستونزه پاتې شويده د دغې ستونزې د له منځه وړلو په هكله څه فكر كوي ميرمن ډاكتر فروزان فنا وويلې چې : د ډيورند موضوع دولت پورې تړاو نلري ځكه دا د خلكو ارادې پورې تړلى ده تاسې پوهيږي چې ديرش ميليونه وګړي چې په افغانستان كې اوسيږي دا هغوى پورې تړاو لري چې څه پريكړه كوي او هم دا موضوع تر ډيره بريده هغو وګړو پورې تړاو لري چې د ډيورند د كرښې په دواړو خواوو كې اوسيږي هره پريكړه چې هغوى كوي زمونږ لپاره به د منلو وړ وي .

د دې پوښتنې په ځواب كې چې د قومونو تر منځ د برابر اومساوي حقونو په هكله څه نظر لري ميرمن فنا وويلې چې :

مونږ د ټولو هغه قومونو او قبايلو په هكله چې په افغانستان كې ژوند كوي يو شان نظر لرو دوى ټول زمونږ د هيواد مساوي او برابر اوسيدونكي دي د قومونو تر منځ هيڅ ډول تبعيض نه منو او هيڅ ډول تعصب نلرو ، مونږ ټول خويندې او وروڼه يو په يوې خاورې كې ژوند كوو مونږ مسلمانان يو او افغانان يو . مونږ به په خپل راتلونكي حكومت كې هم داسې تګ لاره خپله كړو چې د قومي او ژبني تعصب هيڅ ډول نښې نښانې پكښې و نه ليدل شي .

ډاكتره فنا د بيان د آزادۍ په اړوند او د رسنيو د پرمختګونو په هكله خپل نظر داسې څرګند كړ :

د بن له پريكړو څخه را پدې خوا د بيان د ازادۍ او د چاپې ، انځوريز او غږيزو رسنيو په برخه كې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوي بيلابيل ټلويزيوني چينلونه په لس هاوه راډيو ګانې او په سل هاوه چاپي خپرونې رامنځ ته شوي چې دا ټول د ډموكراسۍ او د نړيولې ټولنې د مرستو له امله تر لاسه شوي . خو په خواشينۍ سره چې د اوسني حكومت په واكمنۍ كې يو شمير خبريالان د افغانستان په بيلابيلو سيمو كې د دولتي امنيتي ځواكونو لخوا وهل ټكول شويدي او په ځينو برخو كې د دولت لخوا د بيان د آزادۍ په هكله كړې ژمنې تر پښو لاندې شويدي . كه د افغانستان ملت ما ته رايه راكړي او مونږ بريالي شو مونږ به ټولې هغه ستونزې چې د بيان د آزادۍ او رسنيو په وړاندې شتون لري هغه به له مينځه ويسو .

د ښځو او نارينه و د برابر او مساوي حقونو په اړوند ميرمن فروزان فنا وايي : څرنګه چې تاسې پوهيږي زمونږ د ټولنې په سلو كې دوه پنځوس ښځې دي . زما سره دا توپير ندى موجود چې زما وروڼه دي كه زما خويندې خو يو څه چې ماته مهمه ده هغه دا ده چې ښځې او نارينه كله چې د دولت په كرسيو كې ګمارل كيږي بايد يو اصل په پام كې ونيول شي چې هغه د پوهې ، تقوا او ښه مديريت په نظر كې نيول دي چې مونږ به د همدې اصل په بنياد پر مخ ولاړ شو .

دا چې مېرمن فروزان فنا په افغانستان كې د چاپيريال ساتنې د پرمختګونو او شته حالت په اړوند څه فكر كوي وايي :

تاسې ته بهتره مالومه ده چې په افغانستان كې نه يواځې دا چې د چاپيريال ساتنې ته پاملرنه نده شوې بلكې هره ورځ چاپيريال د ككړتيا په لور درومي او ناوړه اوككړ چاپيريال د خطرناكو ناروغيو لامل ګرځي . مونږ غواړو چې افغانستان له دغه حالت څخه وژغورو او د پاركونواو شنوسيمو په جوړولو سره ، د ښارې ستندردو خدمتونو په وړاندې كولو سره خپل چاپيريال ته بدلون وركړو .

مركه كوونكى : برى پال

کتونکی . زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل