1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديد داود سلطان زوی سره مرکه

مرکه کوونکی: خليل الرحمن اميد۱۳۹۳ فروردین ۴, دوشنبه

دويچه ويله پتېيلې ده چي د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره کانديدانو سره په نوبت ځانگړي مرکې وکي او په خپل نوبت سره يې خپره کړي. لومړی مرکه ولسمشرۍ ته کانديد داود سلطان زوی سره ده.

https://p.dw.com/p/1BUoI
انځور: Sultanzoy

دويچه ويله: که تاسو راتلونکی ولسمشر شئ ستاسو کارونه به د کرزي له کارونو سره څه توپیر ولري؟

سلطانزوی: د دې له پاره چې یو پیاوړی افغانستان ولرو، باید له تیرو حکومتونو او تیروتنو څخه یو شی زده کړو او د هغو د اصلاح له پاره باید ځان وهڅوو. په تیرو څو کلونو کې د افغانستان یوه لویه ستونزه دا ده چې د بون په پروسه کې افغانستان یوه لویه صدمه ولیدله چې په اګاهانه او نا اګاهانه توګه د سیاسي پروسې په ترڅ کې د جنګي غنیمت په توګه د ځینو کړیو له خوا وویشل شو او دې معاضلې یو سیاسي فساد رامنځ ته کړ چې ډلو ټپلو واک په لاس کې واخيست او له اقتصاد څخه یې د فساده ډکه گټه واخيسته او سیاسي فساد په ادارې فساد بدل شو. نو ددې د هواري له پاره زموږ په اند مهم څه د قانون حاکمیت دی، موږ باید هر وګړي ته مساوي حق ورکړو، له ډلو ټپلو څخه باید راووځو یوه ولسواک حاکمیت ته او سیاسي تقسیم بندي باید په قانوني دولتدارۍ بدله شي چې په دې سره کولا شو اقتصادي پیاوړتیا او ښې حکومتدارۍ ته پراختیا ورکړو، نو ويلای شو چې د قانون حاکمیت زموږ د کارونو په لمړیتوبونو کې دی او وروسته ښه حکومتداري، خدمتونو او نورو ستونزو ته د حل لاري چاري لټوو.

دويچه ويله: آیا تاسو له امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیکوی؟ او که يا تاسو هم پر هغو شرطونو باندي ټینګار کوی چې کرزي یې کوي؟

سلطان زوی: د ښاغلي کرزي شرطونه په یوه حال نه دي هره ورځ تغیر کوي، هغه شرطونه چې د افغانستان د ملي ګټو له پاره ایښودل شوي هغ په ستراتیژیک او امنیتي تړون کې مشخص دي، او دا نور شرطونه چې کرزی ورباندي ټینګار کوي دا متحرک دي چې کله ډیریږي او کله هم لږيږي، د افغانستان د ګټو له پاره خلکو وختي لا خپل سپارښت ورکړی دی، پارلمان هم خپله پرېکړه لري او د مدني ټولنو او نورو برخو نظریات ټول مالوم دی، نو د افغانستان د اړتیا سره سم باید دا تړون لاسلیک شي، چې زموږ ضرورت او د نړیوالي ټولني مسئولیت دا دی چې دلته پاته شي او د افغانستان په غښتلتیا کي خپل رول ولوبوي. امن زموږ په لاس کې دی باید خپله سوله او امنيت رامنځ ته کړو.

دويچه ويله: په افغانستان کې به له وسله والو طالبانو سره ستاسو چلند څه ډول وي؟

سلطان زوی: له طالبانو سره موږ خبري کړي دي او لا به هم خبري ورسره کوو، هغه افغان طالبان چې د اوسني حالت له ظلم، فساد او خرابي حکومتدارۍ څخه بې زاره دي هغوی ته موږ ویلي دي چې تاسو مخالفین یاست موږ هم سیاسي او مدني مخالفت کړی دی، دفساد، ظلم او ناروا کړنو پر وړاندي. نو راځئ چې د افغانستان د خلکو غوښتني په پام کې ونیسو ځکه هغوی نه غواړي ځانونه د یوې محدودي ډلي په واک کې ورکړي، نو که غواړی چې ستونزي هواري کړو راځئ وسله پر ځمکه کیږدئ او یو ځای به د افغانستان په سیاسي پروسه کې ګډون وکړو او د افغانستان ستونزي به په مدني توګه هواري کړو چې د هواري لاره یې هم مالومه ده، یوازنی شی چې تاسو او موږ یې غواړو یو سالم حکومت دی چې له فساده تش، او عدالت نه ډک وي او د افغانستان ټول وګړي پکې مالکیت ولري.

دويچه ويله: راځم بلي پوښتني ته د افغانستان لویې ستونزي په څه کې وینئ: په امنیت، اداري فساد، او که په فقر او بېکارۍ کې، او د هواري له پاره یې کومې لاري چاري وینی؟

سلطان زوی: زموږ په نظر د افغانستان د ستونزو په سر کې فقر دی، فقر فساد ته هم لاره برابروي، فقر پر بېکارۍ او نا امنۍ هم ډیره اغېزه کوي، او د افغانانو له یادو ستونزو څخه مخالفین ښه ګټه اخلي، او موږ که لمړی د یوه قانومنده دولت په ترڅ کې خپل اقتصادي پلانونه پلي کړو هم به کارونه پیدا شي، او هم به پر امنیت او پراختیا ښه اغېز ولري چې په ترڅ کې به یې د یوې ښې حکومتدارۍ پر مټ د امن فضا رامنځته او خصوصي تشبثات به پراختیا ومومي او له دباندي او دننه څخه به پانګې راجلب او د لویو اقتصادي پروګرامونو له پاره به یو بنسټ جوړ کړو.

دويچه ويله: د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا له پاره به ستاسو پلانونه څه وي؟

سلطان زوی: د افغانستان پر خپلو پښو دریدو له پاره موږ بېلابېل پلانونه لرو چې یوه برخه یې د بشري قوې روزل، تحصیل او ظرفیت لوړل دي، او دوهمه برخه دا ده چې له ظرفیت لوړوني سره سم باید د کار زمينه برابره کړو، د اقتصادې پیاوړتیا له پاره موږ بېلابېل پروګرامونه لرو چې د کرهڼي، مالدارۍ او لاسي صنایعو برخه ده، چې ورسره یوځای به په کلیوالي سیمو کې د ښځو اقتصاد پیاوړی شي، له مالوماتي ټیکنالوژۍ څخه به په ليرو پرتو سیمو کې د سواد زده کړو، ځوانانو د روزلو او روغتیایې برخو کې کار واخلو او تر څنګ به يې د افغانستان د خدماتي برخو له پاره په دننه او دباندي کې د ځوانانو له پاره پروګامونه ولرو. د کرهڼي له پاره به له موډرن سیستم څخه کار واخلو چې لويي پروژې به په کار واچو، د کرهڼي د صنایعو، اوبو لګوني او کانالونو تر څنګ د مواصلاتو د بازار موندل او پروسیس له پاره هم بېلابېل پلانونه لرو. د صنایعو په برخه کې د صادراتو له پاره مواصلات ډیر مهم دي چې موږ به د ریل ګاډي لاري، سړکونه او هوایې سیستم جوړ کړو، او له هغه وروسته د کانونو برخه ده چې درې برخي لري لنډه مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پروژې دي، دا پروژې نهه برخي لري چې د برېښنايې انرژۍ په تولید کې له اوبو، باد او لمر څخه کار اخيستل، نفت، ګاز، سکرو، تیلو، یورانیمو او جیوتړمل له پاره پروګرامونه لرو.

د توکیو ژمنې هم د اقتصادي پراختیا له پاره ښه بنښټ جوړوي، دا باید سم تنظیم شي، د فساد په له منځه وړلو کې موږ کولای شو له دې مرستو څخه ډیره اغېزمنه ګټه واخلو، له فساد سره به جدي مبارزه وکړو ځکه اوس مهال له کاله څلور میلیارده ډالر موږ له لاسه ورکوو، که راوګرځول شي پر اقتصاد ښه اغېز کوي، او بله د ګمرکونو خبره ده موږ اوس مهال یوازي دیرش سلنه له ګمرکونو څخه عاید تر لاسه کوو او پاته نور يې ضایع کیږي او که استفاده ځني وشي له کاله شا او خوا دوه نیم میلیارده ډالر له دې لاري لاس ته راوړلای شو، او بله ضایع د روغتیايي توریزم ده چې له دې لاري هم له کاله پنځه میلیارده ډالر له لاسه ورکوو چې د دې برخي له پاره هم د ظرفیت او کیفیت لوړوني په برخو کې پلانونه لرو چې دا ټول پر اقتصادي حالت ډیر اغیز کوي. او په دې سره موږ شخصي پانګونکي هڅوو چې له دولتي تشبثاتو سره یو ځای په لویو پروژو کې کار وکړي او یو نوی څرخ رامنځته کړو. د کرهڼي او کانونو په برخه کې موږ له دریو څخه نیولی تر اوو کلونو پلان لرو او په دولسم کال کې به افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ پر لور قدم ږدي، او د افغانستان صنعتي کیدل زموږ له لویو پروګرامونو څخه دي او له اوم کال څخه به یې قدمونه اخيستل کیږي او په سیمه کې به یو صنعتي هیواد وي.

دويچه ويله: په افغانستان کې د گاونډیو او نورو بهرنیانو د گټو د تصادم مخنيوي له پاره، څه ډول بهرنی سیاست تعقیبوی؟

سلطان زوی: د خارجې سیاست له پاره د افغانستان له توان سره سم یو پروګرام لرو چې لومړی تکیه پر اقتصادي پیاوړتیا ده چې د افغانستان جزابیت زیاتوي، دوهم که موږ یو قانومند دولت ولرو چې خلک په هغه کې د مالکیت احساس وکړي او له دولت سره یو ځای شي دا د بهرنیانو له پاره هم یو پیغام کېدای شي چې افغان وګړي ټول د دولت تر شا ولاړ دي، او له هغه راوروسته اقتصادي پروګرامونه دي چې ستراتیژیک موضوعات، د صادراتو پروګرامونه د افغانستان د پانګوني له پاره د ګاونډیانو او نورو هیوادونو جزبول پکښې شامل دي، چې په دې سره ګاونډیو ته هم پیغام ورکول کیږي چې هم افغانستان ستاسو د پانګوني له پاره زمنیه مساعده کي او هم د یوه خپلواک هیواد په توګه چاته اجازه نه ورکوي چې په کورنیو چارو کې مو لاسه وهنه وکي.

نو په هغه وخت کې موږ کولای شو یو ښه او پیا وړی ګاونډی و اوسو او د سیمي هیوادونه باید زموږ له پیاوړتیا او امکاناتو څخه ګټه واخلي لکه د اوبو، انرژۍ، کانونو او ترانزيټ له غوره موقعت څخه، موږ دې ګرد جزابیت ته پیاوړتیا ورکوو او ګاونډیانو ته به یو پیغام شي چې راشي یو له بل سره همکاري وکو، پر ځای د دې چې تاسو یو کمزوی افغانستان لټوی، افغانستان به کمزوی پاته نشي، که تاسو داسي غواړی نو دا خو د سیمي په ګټه نه دی، چې مثال یې پاکستان وړاندي کولای شم: هغه مشکلات چې موږ څو کاله دمخه درلودل هغه شان ستونزي اوس د تروریزم او فقر په برخو کې پاکستان هم لري، د دوی د فقر او منابعو د کمزورتیا موضع لس برابره تر موږ زیاته ده. نو که دوی وغواړي له یوه اباد او پیاوړي افغانستان څخه ډیره ښه ګټه واخلي کولای شي، او د امریکایانو او اروپایانو له پاره افغانستان په سیمه کې یو ډیر مهم هیواد کیدلای شي په شرط د دې چې موږ امن، ښه حکومتداري او سیاسي او بشري غښتلتیا ولرو.