1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديد محمد حکيم تورسن سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند محمد حكيم تورسن په كال 1333 كې د كابل په ولايت كې زيږيدلى درې اولادونه لري...

https://p.dw.com/p/J7Cw
ولسمشرۍ ته کانديد محمد حکيم تورسن سره مرکه
ولسمشرۍ ته کانديد محمد حکيم تورسن سره مرکهانځور: DW

زيارمل چې په ۱۳۳۸ كال كې د زابل په ولايت كې زيږيدلى او اته اولادونه لري د ښاغلي تورسن د لمړي مرستيال په توګه او سيد ياسين علوي چې د ميدان وردګو په ولايت كې زيږيدلى د ده د دويم مرستيال په توګه نومول شويدي .

محمد حكيم تورسن له دويچه ويلې سره د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې خپل راتلونكى كاري پروګرامونو څرګند كړل .

دويچه ويلي : ښاغلى محمد حكيم تورسن د افغانستان د ۱۳۸۸ كال د ولسمشرۍ د ټاكنو نوماند څرنګه چې پوهيږئ په هيواد كې بې امنيتي يوه ډيره لويه ستونزه ده تاسې د امنيت د راوستلو په برخه كې څه پروګرامونه لرئ؟

تورسن : مننه ډيره ښه پوښتنه ده په لمړي ګام كې د افغانستان د خلكو لمړنئ اړتيا سوله ده ، كله چې سوله او امنيت وي كولاى شو چې د افغانستان په بيارغونه كې هڅه وكړو . زما له نظره د قانون ټينګښت ، خلكوته د كار د زمينو برابرول ، د نشه يې توكوڅخه مخنيوي او د هغو د عاملينو محاكمه كول او په افغانستان كې د بهرني ځواكونو قانوني كول دا هغه اړتياوي دي چې د سولې اوامن په راوستلو كې ډيره مرسته كولاى شي . كله چې زه واك ته ورسيدم هڅه به وكړم تر څو د يادوشويو مسووليتونو په تر سره كولو سره به د امن په راوستلو كې عملي ګامونه پورته كړم .

دويچه ويلي : له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړوند څه دريځ لرئ؟

تورسن : په دې برخه كې زما دريځ روښانه ده زه هم هيله مند يم چې بهرني ځواكونه له افغانستان څخه ووځي خو نه په اوسني شرايطو كې. طبيعي ده چې مونږ يو پياوړي اردو ، پياوړي پوليس او پياوړي ملي امنيت ته اړتيا لرو مونږ بايد په لمړي ګام كې خپل اردو په پرمختللو دفاعي او تعرضي وسلو سمبال كړو او پوليس هم پياوړي كړو او يو شمير افسران او جنرالان چې له دندو څخه ايستل شوي دي خپلو دندو ته وګمارل شي ځكه همدغه په زرهاوه تنه افسران چه له اردو څخه په بيلابيلو پلمو ايستل شويدي متخصص افسران دي چې كولاى شي د اردو په پياوړتيا كې ونډه ترسره كړي كله چې دغو موخو ته ورسيدو بيا كولاى شوچې له بهرنيو ځواكونو څخه وغواړو چې د افغانستان امنيتي چارې افغان ځواكونوته وسپاري او له افغانستان څخه ووځي .

دويچه ويلي : ښاغلى تورسن د افغانستان د دولت له مخالفينو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هكله څه نظر لرئ ؟

تورسن : مونږ طالب اوتروريست چې وايوكورني او بهرني تروريستان دي . بهرني تروريستان په افغانستان كې ډيره ونډه لري يعني داسې تروريستان دي چې امريكايي دي ، انګليسي دي ، پاكستاني دي او ايراني دي او يو شمير هغه طالبان دي چې د ځينو لاملونو له امله طالب شوي دي هغو لپاره د كار زمينه نده برابره شوې ، ګواښل شوي دي ، كورونه يې د امريكايانو او انګليسانو لخوا بې ځايه پلټل شوي ، بې ځايه بمبارۍ پرې شوي چې د هغو له امله يو شمير خلك خپل پلرونه ،ميندې ، وروڼه او زامن يې له لاسه وركړي دي . دا هغه لاملونه دي چې يو شمير خلك يې طالبان كړي .كه چيرې زه د افغانستان دولسمشر په توګه وټاكل شوم په لمړي ګام كې به زه د دولت سياسي او وسله والو مخالفينوته عمومي عفوه اعلان كړم او له هغه سره سم به د لسو ورځو لپاره يو اړخيز اوربند پلي كړم د مثبتې پايلې په درلودو سره به د رسمي خبرو اترو لړۍ پيل كړو او زه يقين لرم چې مثبته پايله به تر لاسه كړو .

دويچه ويلي : ښاغلى تورسن په افغانستان كې د اقتصادي بحران د مخنيوي په هكله څه پروګرامونه لرئ د بيلګې په توګه د كړهڼې ، صنعت او سوداګړۍ په برخو كې ؟

حكيم تورسن : زه د اقتصاد په هكله اوږد مهاله او لنډ مهاله پروګرامونه لرم . د دريو لسيزو په اږدو كې زمونږ د هيواد ټول اقتصادي بنسټونه له منځه تللي په لمړي ګام كې واړه آبګردانونه به جوړ كړم تر څو بزګران وكولاى شي له اوبو څخه ګټه واخلي ، كيمياوي سره او اصلاح شوي تخمونه به د د وى په واك كې وركړم . همدا رنګه د صنعت په برخه كې به د كورني او بهرني پانګې په جلبولو سره به د سترو فابريكو په جوړولو اقدام وكړم . د سوداګرۍ په برخه كې به سودګرو ته د آسانتياوو په برابرولوسره په وارداتي او صادراتي توكو د ماليي سيستم به په داسې ډول عياركړم چې د صادراتو د پراختيا په كچه اغيزه وكړي او د وارداتي توكو بيې راټيټې شي . اقتصادي سيستم ته به له آزاد بازار څخه د يو ګډ اقتصادي بازار په لور بدلون وركړم تر څو دولت وكولاى شي په دولتي سكټور كې پانګه ونه وكړي او خلكو ته ټول ګټي پروژې وړاندې كړي .

دويچه ويلي : ستاسې بهرنى سياست به په كومو بنسټونو ولاړ وي په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره ؟

تورسن : زه خپل د بهرني سياست په برخه كې غواړم د نړۍ له ټولو هيوادونو سره ښې او حسنه اړيكې ولرم هيله لرم لكه پخوا چې افغانستان يو ناپيلى هيواد ؤ د ناپيلتوب سياست ته به ادامه وركړم . غواړم چې افغانستان يو ازاد او ناپيلى هيواد اوسي او هيڅ هيواد پورې تړلى نه وي له ټولو سره به يو شان دوستي ولرم پرته له دې څخه چې كوم هيواد ته ووايو چې مړ دې وي او يا كوم بل ته ووايو چې ژوندى دې وي . له ګاونډيو هيوادونو سره به داسې سياست غوره كړم چې خپلې ستونزې حل كړو لكه څرنګه چې مې د مخه هم وويل په افغانستان كې به د بهرني ځواكونو په قانوني كولو ګاونډيو هيوادونو ته به دا ډاډ وركړم چې دوى په افغانستان كې د سولې د راوستلو په موخه راغلي او د افغانستان خاوره د هيڅ كوم هيواد په وړاندې نه كارول كيږي . له ګاونډيو هيوادونو سره سوداګريزو دوه اړخيزه او څو اړخيزو راكړو وركړو ته به پراختيا وركړم .

دويچه ويلي: څرنګه چې پوهيږئ د افغانستان او پاكستان تر منځ د ډيورند كرښه يوه لانجه منه ستونزه ده د دغې ستونزې په له منځه وړلو كې څه دريځ لرئ؟

تورسن : زه هم دا هيله لرم چې همدا مسله چې ستونزې جوړوي او په تيرو اوږدوكلونوكې يې هم ډيرې ستونزې جوړې كړي غواړم چې حل شي . د دغې مسلې حل د دولتونو په واك كې ندى . زه د ډيورند د كرښې د حل كولو په موخه غواړم چې يوه لويه جرګه جوړه كړم په دې لويې جرګې كې به د كرښې د دواړو خواوو د استازو په ګډون د پاكستان او افغانستان دولتي چارواكو ته هم بلنه وركړم او دغه لويه جرګه به د نړيوالو تر څارنې لاندې جوړه شي په جرګې كې به د كرښې د برخليك په هكله خبرې وشي په يوې رڼې فضا كې به د دغې ستونزې د حل لاره پيدا شي .

دويچه ويله : ښاغلى تورسن په افغانستان كې د بيان د آزادۍ او رسنيو د پرمختګونو په هكله څه فكر كوئ ؟

تورسن : وګورئ چې مونږ په خپل هيواد كې درې دولتي ارګانونه لرو كه چيرې ووايم چې څلور ارګانونه لرو بې ځايه نده ځكه رسنۍ اوس داسې يو پړاو ته رسيدلي چې كولاى شي د ټولنې په ټولو اړخونو خپله اغيزه ولري . د ازادو رسنيو شتون چې له ډيرو پرمختګونو سره مل ده توانيدلي چې هغه څه وكړي چې د خلكو غوښتنې دي . په همدې ډول د بيان آزادۍ هم د پخوا په پرتله تر ډيره بريده زياته شويده او خلك كولاى شي په سياسي ، اقتصادي او فرهنګي برخو كې خپلې نظريي د رسنيو له لارې بيان كړي . زه به هڅه وكړم تر څو دغو پرمختګونو ته نور هم قوت وركړم او كه چيرې په دې لاره كې كومې ستونزې موجودې وي د هغو په له منځه وړلو كې به خپلې هڅې وكړم .

دويچه ويلي : په افغانستان كې د ميشتو بيلابيلو قومونو تر منځ د برابر او مساوي حقونو په برخه كې څه دريځ لرئ؟

تورسن : ډيره ښه پوښتنه ده وګورئ چې همدا قومي او مصلحتي سياستونه ؤ چې زمونږ خلك يې سره بيل كړي . زه نه غواړم چې د مصلحتونو په بنسټ دولت جوړ كړم زه به هغه معيارونه په پام كې ونيسم چې په هغه كې د هيواد او خلكو ګټې نغښتې وي او د هيواد د پرمختګ لامل وګرځي . زما حكومت به د متخصصينو او زړه سواندو حكومت وي په هغه كې به قومي مسايلو ته هيڅ لاره نه وي ځكه د افغانستان ټول وروڼه قومونه په دې هيواد كې مساوي او برابر حقونه لري .

دويچه ويلي: ښاغلى تورسن د ښځو او نارينه و د برابر او مساوي حقونو په هكله څه نظر لرئ؟

تورسن : په رښتيا چې ښځې په افغانستان كې د دريو لسيزو په موده كې ډيرې ستونزې ګاللي يا يې خپل ميړونه له لاسه وركړي يا يې خپل اولادونه له لاسه وركړي زه بايد ووايم چې ولې مونږ د ښځو اونارينه و د حقونوموضوع يادوو ځكه چې ښځه او نارينه د ديني احكامواو د انساني قوانينو په بنسټ مساوي او برابر حقونه لري داوړه اشرف المخلوقات دي . زه به په خپل حكومت كې پرته لدې چې دوى سره بيل كړم د يو انسان په توګه به د دوى د وړتياوو په پام كې نيولو سره هغوى ته په دولتي ارګانونو كې ګډون وركړم نه په داسې ډول چې په نمايشي توګه دوه يا درې ښځو ته سمبوليكې دندې وسپارم .

دويچه ويلي : د وروستئ پوښتنې په توګه ښاغلى تورسن تاسې په افغانستان كې د چاپيريال ساتنې په برخه كې به څه پروګرامونه پلي كړئ؟

تورسن : كه چيرې ووايم چې په دې برخه كې څه تر سره شوي بايد ووايم چې هيڅ كار ندى تر سره شوى . هر كال په ميليونونو نيالګي كينول كيږي خو د خړوبولو يې څوك نشته هغه نيالګي بيرته وچيږي او پيسې يې د چپاولګروجيبونو ته لويږي . ښارونه په ځانګړي توګه د كابل ښار د كثافتونو په انبار بدل شوى . زما په حكومت كې به د چاپيريال د ساتنې په هكله بيړني پروګرامونه پلي شي چې د برياليتوب په صورت كې به هغو ته لمړيتوب وركړم په دې برخه كې به د خلكو د استازوپه ګډون يوه شورا جوړه كړم تر څو د چاپيريال د خوندي ساتلو په هكله واكمنې پريكړې وكړي .

مركه كوونكى : برى پال

کتونکی. زيارمل