1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديد هدايت امين ارسلا سره مرکه

مرکه کوونکی: غزانور غزا۱۳۹۳ فروردین ۷, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته له کانديدانو سره د مرکو په لړ کي نن دويچه ويله له هدايت امين ارسلا سره ه مرکه خپروي. مرکه څو ورځي مخکي تر سره سوې ده.

https://p.dw.com/p/1BWYC
انځور: Getty Images

دويچه ويله: که ولسمشر شي، له اوسني ولسمشر سره به څه کاری توپیر وي؟

ارسلا: زه خپله فکر کووم چې موږ باید د هرڅه له پاره سمه ستراتيژي ولرو، پر هم هغه ستراتیژي سم ولاړ شو له ځانه څه جوړ نه کوو، د ستراتیژۍ له مخې باید مخکې ولاړ شو، هغه که په حکومتداري، یا په اقتصادي او لا هم نړیواله برخه کې ده، په هره برخه کې باید موږ یو ستراتیژیک روش ولرو، پر هغه کلک ولاړ اوسو، یوه فیصله چې کووم باید پر هغه ودرېږو او مخکې ولاړ شو، هرو مرو د هغې پر عملي کولو باندي باید جدي کار وکړو.

دويچه ويله: که مو واک ترلاسه کړ د طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو په مقابل کې به مو دریځ څه وي؟

ارسلا: هرهغه څوک چې وغواړي افغانستان ته سوله راشي، موږ به صادقانه ورسره خبري کوو، پر ستونزو، تضادونو او اختلافونو به ور سره خبري کوو، تفاهم ته به رسېږو چې افغانستان ته سوله راشي، بعضي کسان به سوله نه کوي، بیا موږ مجبور یو چې له ځان دفاع وکوو.

دويچه ويله: له امریکا سره د امنیتی تړون د لاسلیکولو په هکله مو دریځ څه دی، د اوسني ولسمشر دریځ خپلوۍ، که بېل دریځ لرئ؟

ارسلا: او ل افغان حکومت دې پرېکړې ته رسېدلی وو چې دا تړون لاسلیک شي، ځکه یې لويې جرګې ته وړاندي کړ، هغې هم وویل او مشوره یې ور کړه چې نه یوازي لاسليک، بلکې ژر دي لاسلیک شي، د پارلمان هم همدا رایه ده. چې دا تړون ژر لاسلیک شي، افغان ولس هم په دې نارامه دی چې ولې دا تړون تراوسه لاسلیک شوی نه دی، زما دریځ هم دا دی چې دا تړون ژر لاسلیک شي، معلومدار د افغانستان د ګټو په نظر کې نیولو سره. فکر کووم هغه منافع په دې تړون کې خوندي دي. کوم شرایط چې کرزي اېښي هغه هم اکثره امریکا منلي دي، زه د تړون په لاسلیک کې کومه ستونزه نه لرم.

دويچه ويله: ستاسو په نظر په افغانستان کې تر ټولو ستره ستونزه، اداري فساد، فقر که بې کاري ده، او تاسو به يې په مقابل کې څه کوئ؟

ارسلا: درې سره لویې ستونزې دي، معلومدار اداري فساد د حکومت لوی دښمن دی، بې قانوني بې عدالتي منځ ته راوړي، پر ټولو کارو باندي اغېز کوي، موږ فقر هم له منځه وړلای نه شو چې د اداري فساد له منځه وړلو له پاره سمه مبارزه ونه کوو، موږ کولای نه شو چې پانګوال وهڅوو چې دلته پانګونه وکړي، دوی په ډاډ پانګونه کولا نشي، د قانون په تطبیق باور نه لري او له رشوته تښتي. د دې له پاره اداري فساد چې هم بې قانوني او هم ې عدالتي منځ ته راوړي، فکر کوم دا اساسي ستونزه ده. بیا باید سم اقتصادي سیاست ولرو چې هم په هغه کې اقتصادي وده وي هم کار تولید شي هم د فقر په مقابل کې مبارزه وشي.

دويچه ويله: د دې له پاره چې افغانستان پرخپلو پښو ودریږي څه پلانونه لرئ؟

ارسلا: مختلف شیان دي، یو خو په افغانستان کې ډېر امکانات شته، هم معادن شته هم زراعتي ځمکه دلته شته، ډېر امکانات شته چې افغانستان پرې اقتصادي وده کولای شي، مګر سم پروګرامونه غواړي موږ ورته پروګرامونه لرو، په معادنو کې باید د معادنو اداره پیاوړې وي چې قراردادونه د نړۍ مهمو شرکتونو ته ور کړي، او د افغانستان خلک او دولت پکښې شریک وي، چې موږ وکولای شو معادن استخراج کړو هم یې په افغاستان کې استعمال کړو، هم یې بهر ته ولېږو له دې نه افغانستان ته کافي عاید راځي او له دې عایدو باید د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره سم کار وشي.

دويچه ويله: تاسو په افغانستان کې د ګاونډیو او نور هیوادونو د ګټو د ټکر په مخنیوي کې څه ډول سیاست لرئ؟

ارسلا: باید له ټولو سره ښه روابط لرو هغه که ګاونډیان دي، سیمه ده یا نړۍ. افغانستان ټاپو نه دی، افغانستان د نړۍ برخه ده ټول به ګټې لري، خو موږ به د افغانستان ګټې په پام کې نیسو د هغو له مخې به سیاست پرمخ وړ، فکر کووم که پر اقتصادي، سوداګري او ترانيزيتي برخو باندي تمرکز وکو د افغانستان له سولي به سره به نورو هیوادونو لېوالیتیا زیاته شي، تضادونه به امکان لري د دوی په منځ کې لږ شي، سیاست به مو دا وي چې که غواړو له پاکستان سره سم روابط ولر، نو دا به زموږ حق وي چې له هند سره هم روابط ولرو، که غواړو چې له امریکا سره ښه روابط ولر، دا به مو د ازاد حکومت په ډول حق وي چې له ایران سره هم ښې اړیکي ولرو، ولو که د دوی په منځ کې تضاد وي، که مو وس کیږي، دا هڅه به هم کوو چې د ایران او امریکا اړیکي ښې کو.