1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ولسمشر ترمپ بیا طالبانو ته سخت ګواښ وکړ

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

ولسمشر ترمپ د چهارشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې په افغانستان کې به د طالبانو پر ضد بې ساري بریدونه دوام وموندي. هغه یوازې پنځه ورځې مخکې د دې ډلې له مشرانو سره یوه غونډه لغوه کړه.

https://p.dw.com/p/3PQj0
Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سپتمبر د یولسمې نیټې د بریدونو د اتلسمې کلیزې په مناسبت په پنتاګون کې وینا وکړه. ترمپ وویل چې په تیرو څلورو ورځو کې امریکايي ځواکونو خپل دښمنان «تر بل هر وخت سخت ځپلي دي».

امریکايي ولسمشر دا هم وویل چې د طالبانو پر ضد دغه بریدونه به په راتلونکې کې دوام وکړي.

د ترمپ په خبره د طالبانو پر ضد د دغو تازه بریدونو امر تر هغه وروسته ورکړل شو چې د امریکا ولسمشر د دې ډلې له مشرانو سره په امریکا کې یوه پلان شوې غونډه لغوه کړه. د ترمپ په خبره دغه غونډه یې د طالبانو د یوه برید په غبرګون کې چې په پایله کې یې د نور تر څنګ یو امریکایي سرتیری هم ووژل شو، لغوه کړې ده.

(ms/kh (afp