1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر ترمپ غواړي په امریکا کې د وسلې لرلو حق خوندي وساتي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۵, شنبه

ولسمشر دونالد ترمپ د وسلو د ملي ټولنې جرګه ګۍ ته ویلي چې د خپلې ولسمشرۍ په موده کې به د وسلو قانون سخت نه کړي. په امریکا کې د پارکلنډ په ښوونځي کې تر ډزو وروسته، ترمپ د وسلو د لابي پر ضد د اقداماتو زیګنال ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/2xDTw
USA Donald Trump besucht NRA
انځور: picture-alliance/dpa/AP Images/S. Ogrocki

د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د وسلې ملې ټولنې یا «ان. آر. اې» ته وویل چې د وسلو لرو حق د دموکراتانو له خوا تر تهدید لاندې دی او ټینګار وکړ چې دی به د دې حق پر خوندي پاتې کیدو ځان ډاډه کړي.

د متحده ایالاتو د ټکزاس ایالت په ډالاس ښار کې ولسمشر ترمپ د خبرو پر مهال د پارک لنډ د ښوونځي ډزو ته په اشاره کولو سره پر خپل هغه پخواني دریځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې غواړي روزل شوي ښوونکي پټې وسلې له ځانه سره ولري.

د وسلو د ملي ټولنې کلنۍ غونډې ته ولسمشر ترمپ په خپله وینا کې وویل چې د امریکایي اتباعو له خوا د وسلو د لرلو او حملولو حق، چې د دې هیواد په اساسي قانون کې تضمین شوی دی تر ګواښ لاندې دی. ترمپ زیاته کړه: «خو تر هغه وخته پورې چې زه ولسمشر یم ستاسې دغه حق به هیڅ وخت هم له ګواښ سره مخ نه شي.»

د ولسمشر ترمپ دغه تازه څرګندونې د فبروري میاشتې په وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت د پارک لنډ په ښوونځي کې تر ډزو او برید وروسته د امریکا د پارلمان له استازو سره په ګډه د هغه له خبرو سره په ټکر کې دي. په هغه ناسته کې چې په تلویزیون کې هم خپره شوې وه، ترمپ د جمهوري غوښتونکو پر سناتور پاټ ټومي، سختې نیوکې وکړې او ویلي یې وو چې هغه د «ان. آر. اې» څخه ویره لري.

USA Donald Trump besucht NRA
انځور: picture-alliance/dpa/AP Images/S. Walsh

د امریکا په کانګرس کې دموکراتانو د وسلو د لرلو په هکله د مشخصو پالیسو رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې چې په کې د یو کس په هکله د معلومات راټولول او د پوځي وسلو پر پلورلو باندې بندیز لګول شامل دي. د دوی په وینا دغه راز پالیسي د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې نه دي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د فبروري میاشتې د پارک لنډ په ښوونځي په پیښه کې ۱۷ کسان ووژل شول، خو بیا هم د وسلو د بندیز کوم نوی قانون نه دی معرفي شوی. خو ترمپ ویلي وو چې هغه به په دې هکله لاس په اقدام پورې کړي. د پارک لنډ په ښوونځي کې عام وژنه د دې سبب شوه چې ژوندي پاتې شوي زده کوونکي د وسلو د لرلو پر ضد په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي.

زیاته شوې وه چې د ترمپ اداره ښايي پر نیمه اتومات وسلو باندې بندیز وضع کړي. د دې اقدام تر شا یو دلیل په امریکا متحده ایالاتو کې د ۲۰۱۷ م کال د اکتوبر میاشتې د ډزو هغه پیښه وه چې د یوې نیمه اتومات وسلې یوه بریدګر ۵۹ کسان په ډزو ووژل.

د «ان. آر. اې» یا د امریکا د وسلو ملي ټولنې ته ولسمشر ترمپ په خپله وینا کې د ۲۰۱۵م کال د نومبر میاشتې د پاریس برید ته هم اشاره وکړه چې په کې ‍۱۳۰ کسان وژل شوي وو. ترمپ وویل چې دغه راز وژنې ان په داسې ښارونو او هیوادونو کې هم پیښیږي چې د وسلې تر ټولو سخت قوانین لري. ولسمشر ترمپ زیاته کړه چې که چیرته د پاریس د تیاتر یوه کارکوونکي هم وسله لرلی نو دغې سناریو به چې ګڼ شمیر کسان ووژل شول، تغیر کړی وو.

زموږ له آرشیف څخه: