1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پکتیکا برید په سختو ټکو غندل شوی

سید ریاض (اسوشیتد پرس)۱۳۹۳ آذر ۳, دوشنبه

افغان ولسمشر او د المپیک نړیوالې کمېټې مشر په پکتیکا ولایت کې د یکشنبې په ورځ د واليبال د سیالۍ پر مهال ځانمرگی برید غندلی دی. دغه برید لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي دي او شا او خوا ۶۰ تنه یې ټپیان کړي هم دي.

https://p.dw.com/p/1Ds0S
انځور: A Majeed/AFP/Getty Images

د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کې یوه ځانمرگي برید کوونکي د واليبال د یوې سیالۍ د نندارچیانو په منځ کې خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ او لږ تر لږه ۵۰ کسان یې ووژل. د برید زیاتره قربانیان د والیبال سیالۍ نندارچیان دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د پکتیکا برید په کلکو ټکو غندلی دی. په بیانیه کې ولسمشر غني په حواله راغلي دي: «د بی ګناه ملکي وګړو دا ډول وحشیانه او بی رحمانه وژنه په هیڅ ډول توجیه کیداي نشي او دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل د کرکې وړ دی.»

که څه هم تر اوسه پورې د دې برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو ولسمشر غني د افغانستان دښمنان د هغه عاملین بللي دي.

په همدې حال کې د اولمپیک د نړیوالې کمېټې مشر توماس بخ، هم دغه برید غنلی دی. هغه په یوې بیانیه کې ویلي دي: «دا یو بزدلانه برید وو او زه د اولمپیک د ټول غورځنگ له لوري دغه وحشیانه عمل غندم چې سپورتي ټورنامنټ کې یې بې گناه نندارچیان په نخښه کړل.»

دغه بیانیه د نوموړي له قوله وړاندې کاږي: «دا پخپله پر سپورت او هغو مثبتو ارزښتونو باندې برید دی چې د ټولنو د یو ځای کولو په برخه کې مرسته کولای شي او په نړۍ کې سولې او بیا پخلانیې ته وده ورکولای شي.»

د المپیک د نړیوالې کمیټې د مشر له لوري په دغه بیانیه کې د نوموړی برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرگنده شوې او د ټپي شویو کسانو د ژر ښه کیدو هیله شوې ده.

دغه برید د یکشنبې په مازیگر د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کې تر سره شو. پکتیکا ولایت له پاکستان سره گډه پوله لري او د افغانستان یو له نسبي ناآرامو سیمو څخه شمیرل کیږي چې طالبان او د حقانې شبکې په شان ډلې په کې فعالیت کوي. دغه یاغو وسله والو یاغي ډلو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د واليبال لوبه په افغانستان کې ډیره مشهوره ده او د ټول هیواد په کچه تر سره کیږي. په عین وخت کې د والیبال نړیوال فیدراسیون هم په یوه بیانیه کې د نوموړې پیښې د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره خواخوږي څرگنده کړې ده.

د وژل شویو کسانو شمیر تر ۵۰ اوښتی دی.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل یوه رپوټ کې د افغانستان چارواکو له قوله لیکلي دي چې د تیرې ورځې د پیښې د قربانیانو شمیر لږ تر لږه پنځوسو کسانو ته رسیدلی دی او پر دې سربیره نور ۶۰ تنه ټپیان دي.

د تیرې ورځې پيښه په روان کال کې تر ټولو خونړۍ وه. دغه برید د یکشنبې په ورځ د والیبال لوبې دریو ورځنیو سیالیو پر وروستۍ ورځ تر سره شو، چې ډیر شمیر نندارچیان د دغې لوبې لیدلو ته راغلي وو.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان ویلي دي چې تر چاودنې وروسته ۴۲ کسانو په سملاسي توگه خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو هغه زیاته کړې ده چې لا اوس هم د وژل شویو او ټپیانو د دقیق شمیر معلوم نه دی. لا تر اوسه د یکشنبې د ورځي د ځانمرگي برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب