1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د امریکا نوې ستراتیژي د کابل او واشنګټن په ګټه وبلله

۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې. غني وویل چې افغانستان د نړیوال امنیت او جګړې لومړۍ کرښه ده.

https://p.dw.com/p/2ifvo
Afghanischer Präsident Ashraf Ghani
انځور: picture alliance/AP Images/R. Gul

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد د دوشنبې په شپه د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي وړاندې کړه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې ستراتیژۍ تر وړاندې کیدو وروسته په خپلو خبرو کې روښانه کړه: «موږ نه یوازې د جګړې لومړۍ کرښه یو، بلکې موږ همداراز د نړیوال امنیت د لومړۍ کرښې په توګه هم کار کوو.»

غني ټینګار وکړ چې د افغانستان له پاره د ولسمشر ترمپ نوې ستراتیژي د دواړو هیوادونو په ګټه ده او د ترمپ د هغې پریکړې هرکلی یې وکړ چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نیټه یې و نه ښوده.

غني یو ځل بیا پر طالبانو باندې غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او ویې ویل: «دښمن اوس پوهیږي چې زموږ د نړیوالو متحدینو همکاري د وخت له لحاظه محدودیت نه لري.»

افغان ولسمشر ټینګار وکړ چې طالبان باید داسې هیله چې د زور  له لارې واک ته رسیدای شي، پریږدي. افغان حکومت او نړیواله ټولنه له ډیر وخت راهیسې پر طالبانو باندې غږ کوي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي خو دغې ډلې تر اوسه پورې د سولې خبرو ته غاړه نه ده ایښې.

ولسمشر غني همداراز پر پاکستان باندې غږ وکړ چې موقع څخه ګټه واخلي او د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي ځکه د هغه په خبره یو بې ثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی.

ولسمشر ترمپ هم د افغانستان او سویلي اسیا له پاره د خپل سیاست اعلانولو پر مهال پاکستان ته ګواښ کړی وو چې د یاغیانو پر وړاندې جګړه کې د امریکا اړخ ته راشي. ترمپ روښانه کړه چې نور یې هیواد په پاکستان کې د یاغیانو د پټنځایونو په اړه چوپ نه شي پاتیدای.

کابل او واشنګټن پر پاکستان باندې د حقاني شبکې په ګډون، یاغیانو ته د پټنځایونو برابرولو تور لګوي، خو پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي او وايي چې په خپله د ترهګرۍ قرباني دی.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې دا هم روښانه کړه چې تر دې وروسته به د افغانستان د امنیت تر څنګ د اقتصاد څانګې ته هم ځانګړې توجه کیږي. هغه په دې برخه کې د کانونو سکتور ته په ځانګړې توګه اشاره وکړه. دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ په خپله وینا کې روښانه کړې وه چې هیواد یې په افغانستان کې تر دې وروسته پر «ملت جوړونه» تمرکز نه کوي او یوازې ترهګرې وژني.