1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د دارالامان قصر د بیا رغولو امر وکړ

۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د دارالامان قصر د بیا رغوني امر وکړ. دغه قصر په ۱۹۲۰ کلونو کې د پارلمان د ودانۍ په توګه جوړ شو، خو د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال ورته سخت زیانونه ورسیدل.

https://p.dw.com/p/1IARV
Darul-Aman-Palast
انځور: Mutafa Aryan

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دې قصر د بیا رغونې بودجه به ۱۶.۵ میلیونه ډالر وي.

د ولسمشرۍ ماڼې په حواله دغه قصر به په افغانستان کې توریزم سکتور او د آماني دورې مهندسي پیاوړي کړي. د دارالامان قصر د آلماني مهندس والتر هارتن، له خوا جوړ شوی وو.

Bildergalerie Alte Gebäude in Iran und Afghanistan
انځور: Jawad Moshtaq

دغه قصر د امان الله خان په لارښوونه تر ښار دباندي اروپايي ستایل جوړ شوی وو. شاه امان الله غوښتل چې د دارالامان په نوم نوی او عصري ښار جوړ کړي.

خو له دغي ودانۍ څخه هیڅکله هم کار وا نه خیستل شو، دغه قصر د امان الله خان دورې تر پايه پوري، په کلونو کلونو خالي پاته وو.

Bildergalerie UGC Darul Aman-Palast
انځور: Ahmad Khalid

په ۱۹۶۹م کال کې د غه قصر اور واخیست، خو وروسته بيا بیرته ورغول شو. قصر په ۱۹۷۸م کال کې بیا اور واخیست. دغه قصر ته تر ټولو ډیر زیان په ۱۹۹۰مو کلونو کې د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال ورسید او دغه ځای یې په یوه ويرانه بدل کړ.