1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د داعش پر وړاندې پر همغږې مبارزې ټینګار وکړ

مسعود جهش۱۳۹۴ بهمن ۲۳, جمعه

ولسمشر غني په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو ګواښ پر شتون باندې له ټینګار کولو سره وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې باید همغږې مبارزه وشي. هغه د کډوالو د کړکیچ د مخنیوي له پاره پر اقتصادي مرستو تاکید وکړ.

https://p.dw.com/p/1Hucb
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

افغان ولسمشر اشرف غني، د جمعې په ورځ په آلمان کې د مونشن امنیتي کنفرانس ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده بلکه سیمه ییز او نړیوال اړخ لري: «په سیمه کې هر هیواد خپل داسې کسان چې په ټولنه کې ځای نه لري موږ ته صادروي. چین، روسیه، ستانونه او په خاصه توګه پاکستان.»

افغان ولسمشر وویل چې په افغانستان کې اوس هم د طالبانو، داعش او القاعدې ګواښ موجود دی. هغه د مونش د تیر کال په امنیتي کنفرانس کې خپلو خبرو ته په اشاره کولو سره وویل چې ډیر شمیر کسانو داسې اټکل کاوه چې «زه غواړم افغانستان ته توجه راواړم.»

افغان ولسمشر او یو شمیر نورو چارواکو د ۲۰۱۵ کال په پیل کې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه ګواښ وکړ خو یو شمیر کارپوهانو د افغان حکومت دغه ګواښونه تر ډیره جدي ونه بلل. دا په داسې حال کې ده چې اوس د داعش ډلې د افغانستان په ځینو ولایتونو، په خاصه توګه ننګرهار کې د ځان له پاره پټنځایونه جوړ کړي دي او له افغان حکومت سره په جګړه کې ښکیله ده.

د مونشن کلنی امنیتي کنفرانس د نړۍ پر مهمو امنیتي موضوعګانو باندې بحث کوي. افغان ولسمشر په سږني کنفرانس کې وویل چې د ترهګري پر وړاندې باید همغږې مبارزه وشي: «د استخباراتو په برخه کې له یوې ګډې کړنلارې پرته چې له مخې یې د قوا استعمال تنظیم شي، موږ عین اشتباه ګانې بیا بیا تکراروو.»

د افغان ولسمشر په حواله تر هغه وخته پورې چې جرمي اقتصاد چې په حواله یې بیلابیلې ترهګرې ډلې سره یوځای کوي، له منځه ولاړ نه شي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بشپړه نه ده: «هغه څه چې دغو ټولو خوځښتونو ته [ترهګرو ډلو ته] یو مشرک سرای رامنځ ته کوي جرمي اقتصاد دی.»

د کډوالو د کړکیج به برخه کې پر کډ کار ټینګار

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې افغانان نه غواړي له خپل هیواد څخه ووځي خو د دې له پاره چې هغوی پاتې شي باید د کابل له حکومت سره نړیوالې مرستې وشي: «موږ باید د دې ستونزې ریښې وڅیړو او د ثبات له پاره باید شرایط مساعد کړو. د نړیوال اقتصاد اوسنۍ وضعیت د ماتیدونکو هیوادونو له پاره کار نه ورکوي.»

اروپا په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو له ستر کړکیچ سره مخامخ شوه. یوازې آلمان ته په دې کال کې له سوریې، عراق، افغانستان او نورو هیوادونو څخه له یوه میلیون څخه ډیر نوي کډوال راورسیدل. ولسمشر غني وویل چې که اروپا نوی کډوال نه غواړي باید په هیوادونو کې د ثبات شرایط برابر کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب