1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د ملا عمر له پیغام څخه مننه وکړه

۱۳۹۴ تیر ۲۶, جمعه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره سوله په افغانستان کې د جګړې د پای لار ده. هغه همداراز له ملا عمر څخه مننه وکړه چې خبرې اترې یې هدف ته رسیدو یوه لار بللې ده.

https://p.dw.com/p/1G0RW
انځور: picture alliance/AP Images/R. Gul

ولسمشر غني په ارګ کې د اختر تر لمانځه وروسته په خپله وینا کې له طالبانو سره خبرې اترې تایید کړې. هغه د طالبانو له مشر ملا عمر څخه مننه وکړه چې خبرې اترې یې د تاوتریخوالي د ختم یوه لار بللې ده. تر دې مخکې ملا عمر هم د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي وو چې خبرې اترې هدف ته د رسیدو له پاره یوه مشروع لار ده.

دا د ولسمشر په توګه د اشرف غني لومړی اختریز پیغام دی. هغه له طالبانو سره خبرې اترې په خپل لومړیتوبونو کې شامل کړي دي.

تر ډیرو هڅو وروسته په وروستیو اوونیو کې د افغان حکومت یوه پلاوي د طالبانو له استازو سره په اسلام آباد کې ولیدل او د سولې په اړه یې خبرې اترې وکړې. پلان شوې ده چې دواړه اړخونه تر اختر وروسته بیا سره وویني.

افغان ولسمشر په خپل اختریز پیغام کې وویل چې حکومت یې د سولې دوه بهیرونه په مخ کې نیولې دي یو له طالبانو سره او بل هم د پاکستان له حکومت سره. غني زیاته کړه: «له افغان طالبانو سره سوله پر یوه لیدلوري ولاړه ده او هغه دا چې هغوی د افغانستان د وګړو په توګه حق لري چې د بیلابیلو مسایلو پر سر له نظام سره خبرې وکړي او د هیواد د نظام په چوکاټ کې سوله ییز ژوند ته د راستنیدو او د هیواد په آبادي کې د برخه اخیستو لار وموندي.»

ولسمشر غني په عین حال کې ټینګار وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه به له نړیوالو ترهګرو سره جګړه وکړي او هغوی به نابوده کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب