1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني له پاکستاني پوځي چارواکو سره ولیدل

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۲۳, جمعه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د جمعې په ورځ پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر پر لومړی ورځ د دې هیواد د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف، سره لیدلي دي. دواړو مشرانو د پاکستان او افغانستان پر پوله د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1Dmjs
انځور: Reuters/F. Mahmood

د پاکستان د پوځ چارواکو ویلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني، د جمعې په ورځ په راولپنډې ښار کې له پاکستاني لوی درستیر راحیل شریف، سره د امنیتي موضوعگانو په اړه خبرې کړې دي. یوه پوځي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «د پاکستان پوځ د سولې له پاره د افغانستان له هر ډول هڅې څخه ملاتړ څرگند کړ، خو دا غوښتنه یې هم وکړه چې کابل باید د هغو یاغیانو پر ضد اقدام وکړي چې په افغانستان کې پټ دي.»

اسلام آباد ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو یو مشر ملا فضل الله، په افغانستان کې میشت دی، خو افغانستان دغه ادعا ردوي او پر پاکستان باندې افغان طالبانو ته د پناه ورکولو تور لگوي.

پاکستاني دنیا خصوصي تلویزیون ویلي دي چې د ISI مشر هم افغان ولسمشر ته د سرحدي سیمو د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.

سوله د اجندا په سر کې

چارواکو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې اشرف غني به له پاکستاني چارواکو سره د سولې د خبرو اترو په هکله نوی پلان شریک کړي. پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، له طالبانو سره د سولې ډیرې هڅې وکړې خو هغه په دې برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنې نه لرلې.

د کرزي دا پلان چې په قطر هیواد کې له طالبانو سره د سولې د رامنځ ته کولو په موخه خبرې اترې پیل کړي د تیر میلادي کال د جون په میاشت کې هغه وخت له ناکامۍ سره مخامخ شو چې طالبانو له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو اترو څخه انکار وکړ.

یوه پاکستاني دیپلومات د نوم د نه ښوولو په شرط د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «غني غواړي چې دغه پروسې ته له سره کتنه وکړي.» نوموړي دیپلومات په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې پاکستانی اړخ هم غواړي چې په دغه برخه کې مرسته وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د تیرې میاشتې په پای کې چین ته د خپل سفر په ترڅ کې طالبانو ته په «بین الافغاني» خبرو اترو کې د گډون وړاندیز کړی وو.

پاکستان ته د اشرف غني، دغه سفر په کابل کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راحیل شریف او د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ISI له مشر سره د لیدنې کتنې په تعقیب تر سره کیږي. تر دې دمخه د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي سلاکار سرتاج عزیز هم کابل ته سفر کړی وو.

په تیرو وختونو کې پاکستان او افغانستان زیاتره وخت یو پر بل د یاغیانو د ملاتړ او هغوی ته د پټنځایونو ورکولو تورونه لگوي، خو د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د اشرف غني واک ته تر رسیدو وروسته داسې بریښي چې په دغه ترینگلتیا کې دې کمی راغلی وي.

پاکستان له هغو درو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې د طالبانو رژيم یې په رسمیت پیژندلی وو. پاکستان ته د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ۱۳ کلنۍ واکمنې په موده کې د یو شمیر سفرونو سره سره، له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې کوم پرمختگ نه وو شوی.

چین او سعودي عربستان ته تر سفرونو وروسته دا د اشرف غني دریم بهرنی سفر دی چې تر سره کوي یې. د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له پاکستاني چارواکو سره پر لیدنې کتنې سربیره اټکل کیږي چې نواز شریف او اشرف غني به د شنبې په ورځ د داوړو هیوادونو د کرکیټ د لوبډلو د یوې شل اووریزه سیالۍ ننداره هم وکړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر یو انځور
په قطر کې د طالبانو د دفتر یو انځورانځور: AFP/Getty Images
پاکستان ته تر سفر دمخه اشرف غني، سعودي عربستان او چین ته هم سفرونه کړي دي
پاکستان ته تر سفر دمخه اشرف غني، سعودي عربستان او چین ته هم سفرونه کړي ديانځور: AFP/Getty Images/Wang Zhao