1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزى امریکې ته ځي

۱۳۹۰ شهریور ۲۶, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزۍ روانه اونۍ امریکې ته ځي او ټاکل سوي چې هغلته د نوموړي هیواد له مشرتابه په خاصه توګه له بارک اوباما سره وګوري. دواړه مشران به د افغانستان او امریکا تر منځ په مهمو موضوعاتو سره خبري وکړي

https://p.dw.com/p/12bHU
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: picture alliance/dpa

د ولسمشر کرزي د دفتر یوې سرچینې نن دویچې ویلي ته وویل چې ټاکل سوي ښآغلی کرزی صبا یکشبنه له کابل څخه د واشنګټن په لور وخوځیږي او هلته به د ملګرو ملتونو په اسمبله کې تر ګډون دمخه له خپل امریکایی سیال بارک اوباما سره وګوري.


د اوباما او کرزي د خبرو اترو اصلي موضوع افغان ځواکونو ته د امنیت د لیږد پروسه او همدا راز د افغانستان او امریکې تر منځ د ستراتیژیک تړون پر سر خبري دي.


د ارګ مطبوعاتي دفتر وايي چې ولسمشر کرزى به له امریکایی  مشرانو سره د افغانستان پر بيا رغاونه، د خپل هېواد پر امنيت، د افغان پوځ پر روزنه او د سيمې پر روانو چارو خبرې وکړي.


د امريکا د ملي امنيت مرستيال سلاکار، بين روډریز،  د سپټمبر په شپاړسمه  ناوخته په واشنګټن کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې دا ليدنه به د راتلونکې سه شنبې په ورځ په نيويارک کې ترسره شي.


د کابل او واشنګټن تر منځ په دې ورستیو کې اړیکي ترینګلي سوي خو دغه سفر پر داسي مهال صورت نیسي چې امریکا غواړي ډير ژر له افغانستان سره یو اوږد مهالی ستراتیژیک سند لاسلیک کړي.


د دغه سند پر سر خبري له څو میاشتو راهیسې پیل سوي او په دې  ورستیو کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر، ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، هم دغه هیواد ته سفر درلود.


د ارګ سرچینې وایې چې له ولسمشر کرزي سره به په دغه سفر کې د هغه د کابینې ځیني غړي هم مله وي خو دا چې کوم وزیران به د کرزي ملګرتیا کوي د نومونو په اړه یې څه ندي ویل  شوي.


د استامبول او بن کنفرانس په ترتیباتو او څرنګوالی به خبري اتري د کرزی او اوباما د دوه په دوه ناستې بله موضوع وي.
دغه دوه نړیوالي غونډي د روان ۲۰۱۱ کال تر پایه پوري په ترکیه او آلمان کې جوړیږي. امریکا په افغانستان کې په لسګونو زره  سرتېري لري چې ډېرى يې د  ملک  په سویل او سویل ختیځ او ختیځ کې میشت دی.


دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش