1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزي او راسموسن يو وار بيا پر طالبانو د خبرو ږغ کړی

۱۳۹۰ خرداد ۳, سه‌شنبه

د ناټو سر منشي نن «سې شنبه» کابل ته رسيدلی ترڅو د افغان چارواکو او ناټو ځواکونو له استازو سره و ويني. د کرزي سره په ليدنه کي دواړو مشرانو يوار بيا پر طالبانو ږغ کړی چي د سولي د بهير سره يوځای سي

https://p.dw.com/p/11N8x
NATO Secretary General Anders Fogh Rasmussen, left, shakes hand with Afghan President Hamid Karzai after giving a joint press conference at the presidential palace in Kabul, Afghanistan on Tuesday, Dec. 22, 2009. At the news conference with NATO chief Rasmussen, Karzai reiterated his urging of the Taliban to enter negotiations, saying that foreign troops would not be needed in the country if there were peace. (AP Photo/Musadeq Sadeq)
ولسمشر کرزی او د ناټو سرمنشیانځور: AP

افغان ولسمشر حامد کرزي، او د ناټو عمومي منشي، اندريس فوغ راسموسن، نن يوار بيا پر طالبانو ږغ وکړی، چي خپلي وسلي پر ځمکه کښېږدي او د سولي د بهير سره يوځای سي.

راسموسن د سې شنبي په ورځ کابل ته ورسيدی ، ترڅو د افغان چارواکو سره خبري اتري وکړي او په افغانستان کي د ناټو د ميشتو ځواکونو له استازو سره هم وويني.

راسموسن په کابل کي وويل: « د افغانستان دښمنانو ته زما پيغام ښکاره دی. که دوی د تاوتريخوالي پر لاره روان وي نو هيڅ کله به په خپلو اهدافو کي کاميابه نه سي. بلکي هر وخت به ناکامه وي.»

هغه ويلي ، وروسته له هغي چي د القاعدي مشر، اسامه بن لادن، د امريکايي ځواکونو لخوا په پاکستان کي ووژل سو، اوس هغه وخت دی چي طالبان د سولي له بهير سره يو ځای سي.

هغه طالبانو ته په خطاب کي وويل: «د القاعدې او نورو ترهګرو شبکو سره خپلي اړيکي پرې کړی، د تاوتريخوالي څخه لاس واخلی او د افغانستان د اساسي قانون ؤمنی.»

افغان ولسمشر حامد کرزي هم يو وار بيا پر طالبانو ږغ وکړی چي د اسامه بن لادن له وژني څخه تجربه واخلي او پدې خبره ځان پوه کړي چي د خپل هيواد په وړاندي د جنګيدلو څخه څه په لاس نه راځي.

«د خپلو وطنوالو په وژلو سره، د خدای او تاريخ د لعنت څخه پرته بل هيڅ څه هم نه تر لاسه کيږي.»

ولسمشر کرزي دغه راز پر دي خبره ټنګار وکړی چي يوازي هغه کسان کولای سي د سولي د بهير سره يوځای سي چي د تروريستي ګروپونو سره اړيکي و نه لري.

دا په داسي حال کي ده چي طالبانو هر واري د افغان دولت لخوا د مذاکراتو غوښتني رد کړي او د دغه کار له پاره يې تر ټولو لوی او لومړنی شرط د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل په ګوته کړي دي.

افغانستان ته په خپل سفر کي راسموسن ويلي چي د امنيتي مسوليتونو د انتقال پروسه په سمه توګه پر مخ روانه ده او په راتلونکي جولای کي به د ۷ سيمو امنيتي چاري افغانانو ته وسپارل سي.

امريکايي او ناټو ځواکونه به په روان کال کي د افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي چي د جوړ سوي پلان له مخه به د 2014 کال تر پايه پوري د ناټو ټول جنګي سرتيري د افغانستان څخه ووزي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ احمد ولي اڅکزي