1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزي ترکيې ته ولاړ

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۶, جمعه

کرزي د مخ پر ودې هيوادونو په ناسته کې د ګډون په موخه ترکيې ته ورسيد. دغه غونډه په لسو کلونو کې يو ځل جوړيږي. کرزي به د دغي غونډي په حاشیه کي د پاکستاني او ترکیي ولسمشرانو سره د افغانستان د سولي د بهير په اړه خبري وکړي

https://p.dw.com/p/11AQR
کرزی او پاکستانی، ترکی سیالان یی
کرزی او پاکستانی، ترکی سیالان ییانځور: AP

د دغې غونډي موخه د مخ پر ودو هيوادونو د اقتصادي او ټولنيز حالت څخه جاج اخيستل او همدا راز هغو غړو ته چې د نورو په پرتله يي لږ وده کړي وي د بسپنو را ټولول او د يو شمير پروژو په لاره اچول ښودل سوي.

ترکيه هغه هيواد ده چې له افغانستان سره د همکارۍ نږدې اړيکي لري او د ګڼ مليتيزه ځواک په چوکاټ کې د ميدان ودرګو په ولايت کې سرتيري هم لري.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه دويچې ويلې ته په را استول سوي وينا پاڼه کې راغلي چې له ولسمشر کرزي سره د هغه د ملي امنيت سلاکار ډاکټر سپنتا، د اقتصادي چارو سلاکار شام لال پتيجا او ثريا اعتمادي ملتيا کوي.

د ۴۸ هيوادونو د مشرانو دغه ناسته په هرو لسو کلونو کې يو ځل تر سره کيږي.

د ولسمشرۍ په وينا پاڼه کې دا هم راغلي چې ولسمشر کرزي به د غونډي په حاشیه کې د ترکيې له لومړي وزير،عبدالله ګل؛ او ولسمشر رجب طيب اردوغان سره هم وګوري.

ترکيې په تيرو دوو کلونو کې له دولت ضد ناراضيانو سره د افغان دولت د روغې جوړې په پروسي کې ډيره ونډه اخيستي.

دغه دولت تيره مياشت طالبانو ته په خپله خاوره کې د سياسي نمايندګۍ د ورکولو لپاره چمتو والي هم ښولي چي د افغان دولت له هرکلي خو د طالبانو له منفي ځواب سره مخ سوي دي.

اوس قوي احتمال موجود دي چي ولسمشر کرزي به د مخ پر ودو هيوادونو د مشرانو په ناسته کې د پاکستان او ترکيې له ولسمشرانو سره د افغان دولت او ناراضي طالبانو سره د مصالحي په برنامې هم خبري وکړي.

ترکيې ته د ولسمشر کرزي دغه سفر په داسي مهال تر سره کيږي چې شاوخوا څلور ورځي دمخه د نړۍ لومړي نمبر تروريست، اسامه بن لادن، د پاکستان په خاوره کې ووژل سو.

که له يوه لوري د بن لاډن مړينه د القاعدې او طالبانو شبکې ته يو لوي ګزار بلل کيږي خو له بل لوري د افغانستان د سولې په پروسې هم د دغې مړينې اغيزي له بيلا بيلو اړخونو څيړل کيږي.

ځينې په دې باور دي چې د اسامه مړينه کولاي سي چې د طالبانو او افغان حکومت د سولې په خبرو ناوړه اغيزي ولري خو د دغې مفکورې د پلويانو شمير هم زيات دي چې وايې په دې کار سره به د سولې پر سر رواني خبري چټکي سي. ځکه د القاعدې ډلي له ډيري مودې راهيسې طالبان، افغان حکومت ته نږدې والي ته نه پريښودل او طالب مشران هم تر ډيره بريده د القاعدې تر اغيز لاندي ول.

خو اوس چې د القاعد د ترورستي شبکي مشر وژل سوي، دا طالبانو ته ښه فرصت بلل کيږي چې له افغان حکومت سره بي له بيرې د سولې خبرو ته اړخ ولګوي ځکه په تيرو لسو کلونو کې داسي لږ ليدل سوي چې طالب مشرانو دي د القاعدې شبکې د کليدي غړيو له خوښې پرته د عمل ابتکار په لاس کې اخيستي وي.

کابل/ جلالزي

کتونکي/ عبدالباري حکيم