1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزي د ټاکنو قانون توشیح کړ

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ تیر ۲۹, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ د ټاکنو دوهم نوی قانون لاسليک کړی دی چې په راتلونکي کال کې د واک د لېږد بهير ته لاره هواروي. د ولسمشرۍ دفتر ويلي دي چې دغه قانون سمدلاسه اعتبار لري.

https://p.dw.com/p/19BBz
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د کرزي له خوا دغه لاسليک شوی قانون به هغه نړيوالې اندېښنې راکمې کړي چې له مخې يې ښايي ټاکنې وځنډول شي يا يې مشروعيت تر سوال لاندې راوستل شي.

کرزي د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو لومړی نوی قانون لاسليک کړ، چې د ټاکنو د شکايتونو کميسيون ته زيات صلاحيتونه او آزادي ورکوي. بسپنه ورکوونکو هېوادونو پر کابل باندې فشار اچولی وو چې د ټاکنو قوانين دې تصويب شي.

د جولای په پیل کې د ۴۰ هیوادونو استازو له افغانستان سره د ۱۶ ملیارده ډالرو د مرستو له پاره ژمنه وکړه، خو هغوی وویل چې دغه ژمنه هغه وخت پوره کیدای شي چې افغانستان د خپلو ټاکنو دوه نوي قانونونه لاس لیک کړي. پر دغو دواړو قانونو باندې د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګو کې یو ګډ کمیسیون بشپړ او هر اړخیز بحثونه وکړل او د هغو د تصویب له پاره یې لاره پرانیستله.

په افغانستان کې به د اپريل په ۵ مه نېټه ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې تر سره شي. کرزی په دغو ټاکنو کې د کانديدۍ اجازه نه لري ځکه چې دوه دورې يې پوره کړې دي.

د افغانستان له پاره د اروپا د اتحادیی ځانګړي استازي، ویګاداس اوساکاس وویل چې دغه دوه نوي قانونونه د دې ښکارندوی دي چې افغانان کولای شي خپل برخلیک په خپل لاس کې ونیسي. اوساکاس چې له افغان ولسمشر او د دې هیواد له پارلمان څخه یې د دغه قانون تصویب او توشیح په خاطر، په ستاینه یادون وکړ وویل: «زه پوره باور لرم چې ولسمشر کرزی د خپل هیواد هغه یو دولتي مشر دی چې په ۲۰۱۴ کال کې د بشپړو او شفافو ټاکنو له لارې به په سوله ییزه توګه قدرت وسپاري.»

کرزی چې د ولسمشر په توګه د دې صلاحیت لري چې یو قانون رد کړي، ویلي دي چې هغه د یوې دریمې دورې د ریاست له پاره نه اجازه او نه هم لیوالتیا لري. خو دا لا تر اوسه څرګنده نه ده چې آیا هغه به د خپل ورور په شمول د خپلې خوښې یو کاندید څخه ملاتړ وکړي که نه. د کرزي ورور هم د افغانستان په سیاست کې فعال دی.

د افغانستان د عادلانه او آزادو ټاکنو د څارنې د بنسټ رئیس نادر نادري وویل: «د دغه قانون د تصویب سره موږ خوښ شو.» نادري یادونه وکړه چې دغه نوی قانون به د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرې د ټاکنو د قانون په پرتله «د ټاکنو له پاره یو غوره قانوني بنسټ چمتو کړي.»

په تیرو ټاکنو کې کرزی په درغلیو تورن شو. که څه هم هغه دغه ډول تورنه رد کړل، خو د دوهم ځل له پاره د ولسمشر د ټاکل کیدو څخه وروسته یې اړیکې له لویدیځ او بیا په خاصه توګه امریکا متحده ایالاتو سره ستونزمنې شوې. هغه په دې دوره کې متحده ایالاتو باندې په وار وار سره ښکاره نیوکې کړي دي. ویل کیږي چې له واشنګتن سره د کرزي د اړیکو خړ پړتیا په حقیقت کې له هغه څخه سرچینه اخلي چې هغه په دې باور دی چې ګواکې متحده ایالاتو هڅه درلوده چې هغه په ټاکنو کې «ناکامه» کړي.

د افغانستان سترو مالي او پوځي ملاتړ کوونکو ویلي دي چې د ټاکنو په نتیجه کې په سمه او سوله ییزه توګه د قدرت لیږدول له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د ثبات له پاره خورا اهمیت لري.