1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزي په کندهار کي د اولسي خلکو وژل په کلکه غندلي دي

۱۳۸۹ فروردین ۲۳, دوشنبه

د ولسمشر د دفتر لخوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي « پر مسافر وړنکي سرويس موټر باندي ډزي د ناټو د هغو ژمنو خلاف عمل دی چي ويلي يې دي د ملکي وګړو د ژوند ساتنه به کوي»...

https://p.dw.com/p/MubA
ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

په کندهار کي 5 تنه ولسي وګړي هغه وخت ووژل شول چي د دوشنبي سهار وختي د ناتو ځواکونو په يو سرويس موتر باندي ډزي وکړي، له هغي وروسته يو شمير په غوصه شوي خلک په کندهار کي سړکونو ته راووتل او د حکومت او د نړويالو ځواکونو پر ضد يي شعارونه ورکړل.

په يوي خبر پاڼه کي چي د جمهوري رياست له خوا خپره شوي راغلي دي چي « په يو مسافر وړنکي سرويس موټر باندي ډزي د ناتو د هغو ژمنو خلاف عمل دي چي ويلي دي د ملکي وګړو د ژوند ساتنه به کوي، او دا حمله په هيڅ صورت سره د توجيه وړ نه دي».

د کندهار د ولايت وياند ، زلمي ايوبي د المان غږ راډيو ته په يوه تيلفوني تماس کي د دغي پيښي په هکله وويل:

«يو مسافر وړنکي سرويس موټر چي له کندهار څخه د نيمروز ولايت په لور روان ؤ، د کندهار - هرات په لويه لاره د ژيړي په ولسوالي کی د سنګري په سيمه کي د آيساف د ځواکونو له يو کتار سره مخامخ شو. د ايساف کتار په نوموړي سرويس باندي د دريدو غږ وکړ. موټر ډير په سرعت کي ؤ او تياره هم ؤ. د موټر چلونکي نه شو کولاي چي خپل هغه کنترول کړي، کله چي موټر د ناتو ځواکونو ته ورنژدي شو، متأسفانه دوي پر موټر ډزي کړي، په ډير تأسف سره بايد ووايو چي په دي پيښه کي زمونږ پنځه تنه هيوادوال شهيدان شوي دي چي په وژل شو کسانو کي يوه ميرمن هم شامله ده او اتلسه تنه نور تپيان دي.»

ايوبي په خپلو معلوماتو کي زياته کړه چي پيښه تر پلټني لاندي ده او د آيساف مسوولينو هم د پيښي پخلي کړي ، خو تر اوسه پوري نه دي ويلي چي هغه ولي رامنځ ته شوه.

ناتو هم د نوموي پيښي په هکله خواشيني څرګنده کړي. په کابل د آيساف وياند Jeff Loftin وويل چي په نوموړي مسافر وړنکي سرويس باندي د ناتو د ځاکونو حملي د پلټني لپاهر يو پلاوي کندهار ته رسيدلي دي.

له دغي پيښي خخه وروسته کابو 200 کسان په کندهار کي سړکونو ته ووتل تر څو د ملکي وژلو پر خلاف احتجاج وکړي. په کندهار کي د دغي امينتي ګډودي په تعقيب دري تنه ځانمرګي بريد کونکو د کندهار د ملي امنيت د رياست پر وداني حمله وکړه. د کندهار پوليسو د آلمان خبري آژانس ته وويل چي لږ تر لږه يو تن ځانمرګي بريد کونکي خپل چادونکي توکي وچوول او دو تنه نور يي له امنيتي ځواکونو سره په نښته کي ووژل شول.

د کندهار ولايت وياند، زلي ايوبي د آلمان غږ راډويو سره په مرکه وويل چي د دغو حانمرګي بريد کونکو حمله د خلکو له هغه احتجاج سره تړواو نه لري چي د کندهار- هرات په سړک کي د وژل شوو ملکي وګړو له امله راپاريدلي ؤ.

په افغانستان کي د ملکي وګړو د وژل کيدو پيښي د افغانستان د حکومت او د هغه د نړيوالو متحدينو د ځواکونو تر منځ وخت په وخت په سختو لانجو بدلي شوي دي.

په افغانستان کي د ناتو او امريکا متحده ايالانو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ميک کريستل ّخه کوي چي د پغاوت پر ضد يو نيو ستراتيژي د عمل په ډګر پلي کړي، په دغه ستراتيزي کي د ولسي وګړو ساتنه په ړومبيتوبونو کي نيول شوي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل