1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزی د امريکا د راتلونکي مرستيال مشر سره تر کتلو وروسته هند ته ولاړ

۱۳۸۷ دی ۲۲, یکشنبه

ولسمشر حامدکرزی نن يکشنبه د دوو ورځو په موخه هندوستان ته تللی دئ، او هلته به د نورو موضوعگانو تر څنگ د تروريزم پرضد د مبارزې د څرنگوالي سلا مشورې هم کوي

https://p.dw.com/p/GW44
ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

په خبر کي زياته سوې،کرزی به د هندوستان د بمبی په ښار کي د نوومبر د مياشتې د ترهگري گوزارونو په اړوند، د هغه هيواد خلکو ته د افغانستان د وگړولخوا د خواخوږۍ پيغام هم رسوي.

کرزی به د هندوستان له لومړي وزير من موهن سنگ او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د سيمي د وروستيو حالاتو په هکله خبري اتري هم کوي.

له کرزي سره په دې سفر کي د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د بهرنيو چارو وزير دادفر سپانتا او د ملي امنيت صلاحکار زلمی رسول هم د نورو په ډله کي ملگري دي.

بله خواد ولسمشر د وياند د وينا سره سم د امريکا د راتلونکي جمهور رييس مرستیال، جو بایدن پرون په کابل له جمهور رييس کرزی سره د څو ساعتونو له پاره وليدل او له افراطيونو سره د مبارزې او د افغانستان په موخه له دغه هيواد سره د متحده ايالانو د مرستو پر ټولو اړخونو باندې خبري وکړې.

بايدن، لس ورځي دمخه له هغه چي له منتخب جمهور رييس بارک اوباما، سره يو ځای د جمهور رييس د مرستيال په توګه خپله دنده پيل کړي، د يو لنډ سفرپه موخه پرون کابل کي و. د اوباما تر مشرۍ لاندي د امريکا متحده ايالاتو نوي حکومت، افغانستان د خپل بهرني سياست په لومړيتوبونو کي نيولی دی.

د جمهوری ریاست وياند، همايون حميد زاده، د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل، له کرزي سره د سناتور بایدن، ليدنه کتنه «ډيره ګټوره» او «رغوونکې » وه، هغه د تروريزم ضد جګړه کي د متحده ايالاتو پر ژمنو ټينګار وکړ.

حميده زاده، يادونه وکړه، په دې خبرو اترو کي د حکومت جوړوني او د قانون د واکمنۍ، د نشه يي توکو پر ضد مبارزه او د دولتي تأسيساتو د جوړولو، خصوصاً په امنيتي برخو کي،د افغانستان هڅو سره تماس ونيول سو.

جو بایدن، په کابل کي له يو شمېر هغو نورو چارواکو سره هم وليدل چي په افغانستان کي د ميلياردو ډالرو پوځي او پراختيايي مرستو سره سر او کار لري، هغه مرستي چي تر نيوکو لاندي راغلي او په عمومي توګه ضايع ګڼلي سوي دي.

د نړیوال امنيتي مرستنديو ځواک آيساف په خبرپاڼه کي راغلي دي چي د هغه ځواک عمومي قوماندان، جنرال داويد ميکرنان د متحده ايالاتو منتخب مرستيال جمهور رييس ته په افغانستان کي د عملياتي او استخباراتي وضعي په هکله معلومات ورکړل. په دغه خپرپاڼه کي راغلي دي چي بايدن، له امريکايي سرتيرو څخه د خدمت له پاره مننه وکړه.

په کابل کي د ملګرو ملتو دفتر وويل چي جو بايدن، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتو له ځانګړي استازي، کای ايدی، سره هم وليدل، هغوی د افغانستان د امنيتي، سياسي او پراختيايي کارونو او سره بيره پر دې د مرستو د همږغيوو، د پوليسي ځواک د اصلاحاتو او سيمه ايزو همکاريو پر سر خبري وکړې. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کي راغلي دي چي د کورنيو چارو وزیرو محمد حنيف اتمر د پوليسي ځواک د لا غښتل کيدو له پاره ټينګار وکړ. په هغه خپر پاڼه کي د بایدن، له خولې ويل سوي دي، چي هغه وویل :« د تروریزم پر ضد مبارزې له پاره په افغانستان کي امنيت زموږ په لومړيتوبونو کي راځي او په دې برخه کي پوليس،کليدي نقش لري.»