1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزی په برلین کې له انګلا میرکل سره ګوري

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14wEr

د المان صدر اعظمه انگیلا میرکل، به نن په برلین کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وویني. دواړه مشران به د افغانستان او المان تر منځ یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي. د دې تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وځې د افغانستان او المان راتلونکې اړیکې تعریف شي. په تړون کې به همدا راز المان متعهد شي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له افغانستان سره د ښوونې او روزنې، بیا رغونې او انکشافي برخو کې مرسته وکړي.

د کرزي او میرکل په غونډې کې به همداراز په شیکاگو کې د ناټو د غونډې په اړه هم خبرې اترې وشي. د ناټو غړي هیوادونه به د ناټو په غونډه کې د افغانستان په هکله هم خبرې اترې وکړي. د شیکاگو تر غونډې وروسته په توکیو کې هم د افغانستان په هکله یوه بله غوڼده جوړیږي.