1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرګې د کرزي د کابينې ډيری وزيران رد کړل

۱۳۸۸ دی ۱۳, یکشنبه

د افغانستان نوي او زاړه اولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ خپله نوې کابينه اولسي جرگې ته وړاندې کړه، چې په نتيجه کې اولسي جرگې د کرزي لخوا د نومول شوو وزيرانو له ډلې نه گڼ شمېر رد کړل...

https://p.dw.com/p/LJC3
ولسمشر کرزی د خپلو مرستيالانو سره
ولسمشر کرزی د خپلو مرستيالانو سرهانځور: AP

د اولسي جرگې مشر محمد يونس قانوني د شنبې په ورځ پلازمېنه کابل کې په ډاگه کړه، چې له 24 نومول شوو وزيرانو څخه يواځې 7 تنه ومنل شول او نور ټول رد.

د منل شوو په ډله کې دوه د اهميت وړ وزيران شامل دي يعنی د کورنيو چارو او د پوځ. له دې پايلو سره په کابل کې سياسي خاليگاه ځای پر ځای پاتې شوه.

د نه منل شوو يا ردشوو وزيرانو په ډله کې د اوبو او انرژۍ وزير جنگ سالار محمد اسمعيل خان هم شامل دئ. د اسمعيل خان نومونه د هغه ملاتړ په بدله کې شوې ده، چې نوموړي په اولسمشريزه ټاکنو کې له حامد کرزي څخه کړی وو. د تعجب کار خو بيا د ښځو د چارو د يواځينۍ ښځينه وزيرې ردونه وه. حسن بانو غضنفر د پاره دوې رايې کمې وي، تر څو د دوهم ځل د پاره پر خپل وزارت کې پاتې شي.

لکه څرنگه مو چې مخکې اشاره ورته وکوله دوه د اهميت وړ وزيران ومنل شوي، د پوځ وزير عبدالرحيم وردگ او د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر، له دې دواړو سر د نړيوالو ملاتړ هم مل دئ.

همدا شان د ماليې، پوهنې، کلتور، کرهڼې او صنايعو وړانديز شوي وزيران ومنل شول. په وړاندې شوې کابينه کې يو وزير کم وو او هغه د بهرنيو چارو وزارت ته. په دې باب د پارلمان وياند حسيب نوري څرگنده کړه، چې د بهرنيو چارو وزير به، په لندن کې د افغانستان په اړوند جوړيدونکي نړيوال کانفرانس نه وروسته ټاکل کيږي. نوموړي کانفرانس ته به موجوده د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپانتا ورځي.

هغه وزارتونه، د کومو چې ورته نومول شوي وزيران نه دي منل شوي، بېا هم د خپلو مرستيال وزيرانو لخوا اداره کيږي. د نوري له قوله به ناکام او نه منل شوی وزير دوهم ځلي نه معرفي کيږي. څرنگه چې پارلمان د جنورۍ د مياشتې په پنځمه ورځ د ژمي په رخصتۍ ځي، نو کرزی خپله نوې کابينه د فبرورۍ د مياشتې په 20 ورځ معرفي کولی شي.

کرزی څلور مياشتې وړاندې د دوهم ځل د پاره د اولسمشر په توگه وټاکل شو او د نوومبر په مياشت کې يې د وفادارۍ لوړه وکوله. ده يوه نيمه مياشت وروسته د اولسي جرگې مخ ته د خپلې کابينې لست واچاوه. کرزی د نړيوالو لخوا تر سخت فشار لاندې وو او ورڅخه غوښتل کېدل چې وزارتونه داسې چا ته وروسپاري، چې هغومره زيات خيانت يې نه وي کړی. افغانستان له سوماليې وروسته تر ټولو لوی شوکمار هېواد دئ.

د کرزي د کابينې په اړوند، په کومه کې چې د جنگ سالارانو ونډه ډېره کمه وه، لويديزوالو رضايت ښکاره کړی او يوه مخکښ دپلومات چې نوم يې نه دئ اخيستل شوی، جوته کړې، چې له دې کابينې سره گډکار کېدلی شي.

له بله پلوه د ټاکنو کمسيون د 2010 ميلادي کال د مۍ د مياشتې 22 نېټه پارلماني ټاکنو ته تعين کړې. د کمسيون مرستيال مشرعلي نجفي ويلي دي، چې افغانستان د پارلماني ټاکنو سر ته رسولو په منظور 50 مليونه ډالرو ته اړه لري.

Agentur/AFP/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل