ولسي جرګې ستانکزي ته د اعتماد رایه ور نه کړه
۱۳۹۴ تیر ۱۳, شنبهاعلان
له دې سره نو په افغانستان کې د دفاع وزارت چې د دې هیواد په اوسنې وضعیت کې ډیر مهم ګڼل کیږي بیا هم خالي پاتې شو. د ولسي جرګې د شنبې وځې په غونډه کې ټول ټال ۲۱۳ استازي حاضر وو چې له ډلې څخه یې یوازې ۸۴ تنو ستانکزي ته مثبته رایه ورکړه او په دې ترتیب سره هغه و نه توانید چې ۵۰ سلنه جمع یو رایه وګټلي.
پارلمان پر افغان ولسمشر باندې غږ کړی دی چې ژر تر ژره د دفاع وزارت ته خپل نوې نوماند وړاندې کړي.
د ملي یووالي حکومت د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر میاشت کې د خپل کار له پیلولو راهیسې د نوماند وزیرانو په معرفي کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی. د دفاع وزارت یو له هغو وزارتونو څخه ګڼل کیږي چې ورته د نوماند د معرفي کولو پر سر د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله، تر منځ ډیر بحثونه وشول.