1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگه: بهرني قرارداديان دي تر وتلو دمخه ماليات تصفيه کړي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ مهر ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان د ولسي جرګې یوې څېړني ښوولي ده چي د ناټو او امریکايي ځواکونو یو شمیر بهرني قرار دادي شرکتونه د دغه هيواد د ماليې وزارت په ميلیونونو ډالر پوروړي دي.

https://p.dw.com/p/19w4e
انځور: picture alliance / dpa

ولسي جرګې یو شمیر لويي بهرنۍ کمپنۍ چې په افغانستان کې له ناټو او امریکایي ځواکونو سره کار کوي افغان دولت ته د مالیاتو په نه ورکولو تورنې کړي دي. د دغي جرگې د اقتصادي کمېسیون تحققاتو چي تازه بشپړ شوي دي ښوولې ده چې په تیرو څو کلونو کې یوشمیر کمپنیو چي له ناټو او امریکایي ځواکونو سره یې د اکمالاتو په برخه کې کار کاوه د ماليي له اړخه د حکومت په ميلیونونو ډالر خوړلي دي.

افغان دولت وایي که څه هم د بهرنیو سرتیرو له وتلو سره د یو شمیر کمپنیو کارونه سقوط شوي خو هغوی باید له افغانستان څخه تر وتلو دمخه خپل ټول حسابونه تصفیه کړي. په دغو کمپنیو کې یوه یې هم ناټو ځواکونو ته خوراکي او د سونګ موادو رسولو يوه کمپنۍ ده چې سوپریم ګروپ نومیږي.

د ولسي جرګې د ترانسپورت کمېسیون چارواکي وايي دغه شرکت څه باندي۱۵۰ ميلیونه افغانۍ مالیه حکومت ته نه ده ورکړي. د ولسي جرګې د ترانسپورت د جرګه ګۍ مشر ډاکټر عبیدالله کلیمزی په کابل کي خبریالانو ته وویل چې په وارو وار یي د سوپریم ګروپ مشرتابه او نورورو پوروړو شرکتونو ته دا موضوع ياده کړې ده لیکن هغوی بابیزه ګڼلې ده:

«ډیر شرکتونه د حکومت پوروړي دي. یوازي سوپریم ګروپ چې له امریکا او ناټو سره د لوژستیکي موادو قرار داد لري، له تیرو دریو څلورو کلونو راهیسي یې حکومت ته ټکس نه دی ورکړی، په ميلیونونو ډالر ورباندي پاته دي او زموږ قوانین یي نقص کړي دي.»

پر عایداتو د ماليو د قانون له مخي سوداګر او پانګوال، چې پر وخت يې مالیې نه دي ورکړې اړ دي چې د هري ورځي په تېرېدو سره پنځه سوه افغانۍ جریمه ورکړي، دغه کار د دې لامل شوی دی چې پانگوال له حکومته په میليونونو افغانۍ پوروړي شي.

خو د افغان اکمالاتو شرکت رئیس ولي افغان وایي دوي کله هم مالیه نه ده ځنډولې او هر وار يې پر خپل وخت حكومت ته تحويل کړې ده او داچي يوازي خارجي شركتونه ماليه نه وركوي.

خو داچي افغان حکومت ولي نه شي کولای چي له لویو شرکتونو او کمپنیو څخه ماليه واخلي د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمېسیون رئیس زلمی زابلی يې دليل د مافيايي کړیو شتون بولي چي په خبره يې دغه مافیايي گړۍ د افغان حکومت خبره نه اوري:

«دا شرکت چې سوپریم نومیږي، مافیايي شرکت دی، هغوی نه د میدانونو ټکس ورکوي، نه مالیه ورکوي او پر دې سربيره يې ۴۷ الوتکي له تاجيکستان څخه اخيستي او هغه یې ر اجستر کړي هم نه دي او حتی د هغوی الوتکي زموږ د قوانیو مطابق الوتني هم نه کوي.»

د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت هم دا مني چې تر دې دمخه یو شمیر لویو بهرنیو شرکتونو پر حکومت د فشار اچولو له اړخه هڅه کوله چې خپلسريو ته لار اواره کړي لیکن اوس تر ډیره ځايه دغه فشارونه له منځه تللي دي.

د ماليي وزارت سلاکار نجیب منلي د سه شنبې په ورځ دویچه ویله ته په يوه تلیفوني تماس کي وویل چې یو شمیر شرکتونه یې د ماليي د نه ورکولو په تور څارنوالۍ ته هم ورپیژندلي او پر دې کار کوي چي د هغو ټولو شرکتونو باقي مالیه را ټوله کړي چې تر ۲۰۱۴ کال پوري یي کار په افغانستان کې پای ته رسيږي.