1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وزیرانو د سلب اعتماد په اړه رای اچونه

اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۱۴, چهارشنبه

د ولسي جرگې د چهارشنبې د ورځې ( ۲۰۱۳کال د اپریل ۳) عمومي غونډه ته د اوبو او برېښنا، پوهني، اطلاعاتو و فرهنګ او له نشه يي موادو سره د مبارزې وزیران د استیضاح په موخه ورغوښتل شوي ول.

https://p.dw.com/p/188pd
epa03611750 Afghan Parliamentarians listen to a speech by President Hamid Karzai (not in picture) during the opening session of Afghan Parliament in Kabul, Afghanistan, 06 March 2013. Karzai attended the opening session of the joint Afghan Parliament as it entered the third year of its constitutional five-year term. EPA/S. SABAWOON
Parlament Afghanistan 2013انځور: picture alliance / dpa

دغو وزیرانو په تېر۱۳۹۰ لمریز کال کې د خپلې پراختیايي بودجې له۵۰ سلنه د لږ لګښتونو لاملونو په اړه وکیلانو ته توضیحات ورکړل.

تردې وړاندي د کانونو، اقتصاد او  سوداګرۍ وزیران د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته حاضر شوي ول.

د دې جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د دغو ۷ وزیرانو د ځوابونو د قناعت او نه قناعت په موخه رایی واچول شوې چې په ترڅ کې یې د اطلاعاتو فرهنګ او کانونو وزیرانو ځوابونه د قناعت وړ ونه بلل شول.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال او د نننۍ غونډي مشر میرویس یاسینی اعلان وکړ چې د یوه وزیر سلب اعتماد له پاره ۱۰۴عدم قناعت رایو ته اړتیا ده.

د کانونو وزیر وحیدالله شهراني له وکیلانو څخه د ۱۰۴ عدم قناعت او ۹۵ قناعت رایو په اخېستو او د اطلاعاتو فرهنګ وزیر سیدمخدوم رهین د ۱۰۸ عدم قناعت او ۸۸ قناعت رایو په اخېستلو سره د استیضاح وروستۍ یا د سلب اعتماد په موخه د صندوق اېښودو مرحلې ته ولاړل.

دغو وزیرانو ته به په راتلونکو غونډو کې وکیلان د سلب اعتماد یا پر خپلو چوکیو د پاتېدو په موخه رايي واچوي.

د دې جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د پوهني وزیر ډاکټرفاروق وردګ، د نشه يي موادو پر وړاندي د مبارزې وزیر ضراراحمد مقبل او د سوداګری وزیر ډاکټرانورالحق احدي له هغو وزیرانو څخه وشمېرل شول چې ځوابونو یې زیاتره وکیلان قانع کړي دي.

ښاغلي وردګ له وکیلانو څخه د ۱۲۴ قناعت، ښاغلي مقبل د ۱۰۶ او ښاغلی احدي د ۱۱۷ قناعت رایو په اخېستو سره پر خپلو څوکیو پاتې شول.

خو په جرګه کې د انرژۍ او اقتصاد وزیرانو ځوابونو ته د قناعت او عدم قناعت رایو پر سر اختلاف د دې لامل شو چې د دغو دواړو وزیرانو برخلیک ناڅرګند پاته شي.

محمد اسماعیل له وکیلانو څخه د ۸۳ موافقو او عبدالهادي ارغندیول د ۹۹ موافقو رایو په اخېستو سره په یوه ناڅرګند برخلیک کې پاتې شول چې په اړه به یې پریکړه د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وشي.

د دغو دواړو وزیرانو له پاره د زیات شمېر سپینو او باطلو رایو کارونه د دې لامل شوه چې برخلیک یې لانجمن کړي.

ټاکل شوې ده چې د لوړو زده کړو، ښارجوړونې، کورنیو چارو او ملي دفاع وزیران د ولسي جرګې راتلونکي عمومي غونډې ته د استېضاح په موخه حاضر شي.

ولسي جرګې ځکه د دغو ۱۱ وزیرانو د استیضاح پریکړه کړې وه چې په تیر۱۳۹۰ لمریز کال کې یې خپله پراختیايي بودجه له ۵۰ سلنه هم لږ مصرف کړې ده.