1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگه: له طالبانو سره پر خبرو باندي بايد له سره کتنه وسي

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه

د افغانستان پارلمان د دوشنبې په ورځ په کابل کي د طالبانو تر بريدونو وروسته يوه اضطراري غونډه وکړه او د افغان حکومت پر سياستونو باندي ئې سختي نيوکي وکړې.

https://p.dw.com/p/14eoR
انځور: AP

د کندهار استازي لالي حميدزي او د ننگرهار استازي ظاهر قدير د يکشنبې په ورځ د پارلمان پر ودانۍ د وسله والو طالبانو بریدونو ته جواب ووايه او له دغي ودانۍ څخه ئې دفاع وکړه.

د پارلمان استازو د کابل و دغه مهمو سيمو ته د وسلو او تجهيزاتو رسول تر سوال لاندي راوستل او ددغه هيواد د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او ملي امنيت رئيس څخه وغوښتنل، چي د ولس استازو ته معلومات ورکړي.

د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي وويل:«د تيري ورځي عمليات ساده کار نه وو. دا د ملت پر کور باندي بريد وو، نو په دې اساس دا لازمه ده، چي دولت له مخالفينو سره پر خبرو اترو له سره کتنه وکړي.»

د حکومت په دننه کي د مخالفانو ملاتړ

د ولسي جرگې يو شمېر استازو وويل، چي په دولت کي يوشمېر داسي کسان سته چي ددې هيواد د دښمانو په گټه کار کوي.

ددې استازو نيوکه داده، چي طالبانو په واور وار ويلي دي، چي له افغان حکومت سره خبري نه کوي، چي د هغو په خبره دا یو داسي حکومت دئ چي له بلي خوا اداره کيږي. دغو استازو ټينگار وکړ، چي افغان حکومت بايد له ترويزم سره په مبارزه کي واضح سیاست ولري.

د يو شمېر استازو په خبره تر هغه وخته چي په حکومت کي دننه د طالبانو ملاتړ موجود وي، افغان ولس به له دغه وحشت او جنگ څخه و نه ژغورل سي.

په دې غونډه کي د کابل استازي بکتاش سياوش وويل:«موږ بايد د هغو کسانو له پاره، چي د افغان حکومت په دننه کښي د دښمن په گټه دي د حل يوه لاره پيدا کړو. که نه نو هره ورځ به دغه کارونه وي او دغه دردونه به زغمو.»

ولسي جرگې دغه راز له افغان حکومت څخه وغوښتل چي هغه عسکر چي د کابل په بریدونو کښي ئې مېړانه وښووله رتبې ئې پورته سي او مالي امتيازونه ورکړل سي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل