1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پارلمان بیا د توغندیو د بریدونو پر سر بحث وکړ

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې ورځې عمومي غونډې ته یو ځل بیا لوړ پوړي حکومتي چارواکي رابللي ول چې د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان باندې د توغندیو د برېدونو پر موضوع باندې خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/16Lh6
انځور: DW

د جرګې دې غونډې ته د افغانستان د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي، د کورنیو چارو وزیر غلام مجتبی پتنګ، د ملي امنیت رئیس اسدالله خالد، د سرحدونو، قومونو او قبایلو د چارو د وزارت سرپرست عبدالمالک صدیقي او د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال وربلل شوي ول چې د وکیلانو پوښتنې ځواب کړي.

سره له دې چې پر یادې موضوع د وکیلانو او حکومتي چارواکو ترمنځ خبرې اترې د تړلو دروازو تر شا وشوې، خو یو شمېر وکیلانو بیا د دغه بحث ځینې جزئیات په ډاګه کړل.

د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان، وايي چې امنیتي چارواکو وکیلانو ته وویل چې داسې پرمختللې وسلې نه لري چې د دیورند د کرښې په بلې غاړې کې هغه سیمه په نښه کړي له کوم ځایه چې ویل کیږي پر افغانستان باندې توغندي توغول کیږي. خو ښاغلی قهرمان وایي چې ستونزه په وسلو کې نه ده بلکه د هغه په خبره په افغانستان کې ښه مدیریت نه شته. هغه وایي:

«تاسو نن څلور سوه زره امنیتي قواوې لرئ. د افغانستان په ټول تاریخ کې په دغه کمېت قواوې ساری نه لري. پاکستان په هغه موقف کې نه دئ چې پر افغانستان F16 راپورته کړي... زه پر دې افسوس کوم چې هغوی (افغان چارواکي) هغه مدیریت نه لري چې دغه وطن ته ژمن وي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د تیرې پنجشنبې پر ورځ (د ۲۰۱۲م د اکتوبر ۴مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دوی څېړنې ښيي چې د افغانستان پر ختیځ ولایتونو باندې د پاکستان له خاورې څخه د توغندیو بریدونه کیږي.

د ولسي جرګې یوه بل غړي قربان علي کوهستاني، وویل چې د حکومتي چارواکو له خبرو داسې ښکاریده چې پاکستان په افغانستان کې د خپلو ډېرو ګټو خوندې کولو په هڅه کې دئ: «پاکستان غواړي د دغه راز سیاست په خپلولو سره پر افغانانو د دیورند کرښه په رسمیت وپیژني.»

دا لومړی ځل نه دئ چې ولسې جرګه پر افغانستان باندې د دېورند د کرښې له بلې غاړې د توغندیو بریدونو پر مسلې له حکومت سره غږېږي. تر دې وړاندې د همدې موضوع له کبله د ملي دفاع او کورنیو چارو وزېران سلب صلاحیت شوي هم ول.

خو دا چې ولې اوس هم د توغندیو دغه بریدونه دوام لري، په اسلام آباد کې پاکستاني خبریال او د چارو کتونکي سلیم ساپي، دویچه ویله ته وویل چې پاکستان لا هم دا نه مني چې ګواکې د توغندیو په دغو بریدونو کې دې بې ګناه ولسي افغانان وژل کیږي.
دی زیاتوي چې پاکستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو له شتون څخه اندیښمن دئ، خو ناټو او افغان حکومت تر اوسه د پاکستان دغو اندیښنو ته پاملرنه نه ده کړې:

«په خواشینۍ سره د افغانستان حکومت او ناټو په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پاکستاني وسله والو مخالفینو د شتون په اړه د پاکستان ویرې او ګیلو ته توجه نه کوي.»

ښاغلي ساپي زیاته کړه چې په دې مسئله کې ستونزه په دواړو خواو کې موجوده ده. د پاکستان په رسنیو او دولتي کچه یوازې له افغان خاورې څخه د اورپکو د اوښتو خبرې ته اشاره کیږي او له پاکستان څخه پر افغانستان د توغندیو د بریدونه خبره نه یادیږي او په افغانستان کې بیا یوازې د توغندیو پر موضوع خبرې کیږي.

ساپي وویل چې دواړه هېوادونه باید شریک دښمنان وپیژني او د تورونو لګولو پر ځای له یو بل سره همکاري وکړي، چې دغه ستونزه له منځه یوسي.

محمد اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: مسعود جهش