ولسي جرگې ته پنځه چارواکي د رایې اخیستلو له پاره ور وپیژندل شول
۱۳۹۲ شهریور ۲۵, دوشنبهپه ورپیژندل شویو چارواکو کې د کورنیو چارو وزارت له پاره په اسلام آباد کې پخوانی افغان سفیر محمد عمر داوودزی، د سرحدونو، قبایلو او قومونو چارو وزارت له پاره ډاکټر اکرم خپلواک، د سترې محکمې غړيتوب له پاره برات علي متین او د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون غړيتوب له پاره دوه تنه نصرالله ستانکزی او لطف الرحمن سعیدي دي.
ښاغلي خلیلي وویل سره له دې چې نویو ورپیژندل شویو کسانو ته د باور یا نه باور رایه ورکول د ولسي جرګې له واکونو څخه دی خو له وکیلانو یې وغوښتل چې د چارو د غوره سمون په موخه دې د باور رایې د کارونې بهیر ژرترژره پیل کړي.
«دا کسان ټول تاسي پیژنۍ ستاسو حق دی چې په اړه یې پریکړه وکړی، له تاسو د حکومت د مشرتابه هیله دا ده چې ژر تر ژره دغو کسانو ته د رایې ورکولو پروسه عملي بڼه غوره کړ ي.»
سره له دې چې افغان حکومت نوي غوره شوي کسان د ټاکل شویو پوستونو له پاره وړ بولي خو یو شمېر کتونکي وايي چې د کورنیو چارو وزارت له پاره د ښاغلي داودزي ټاکنه د مسلک له مخې نه بلکې د مصلحت پر بنسټ شوې ده.
لیکوال او ژورنالیست سید نظیم سیدي وویل چې د حکومت په لوړو چوکیو کې رامنځته شوي بدلونونه مسلکي نه بلکې سیاسي دي. هغه وړاندې وویل: «د خلکو نظرونه مختلف دي اصلا زه که د پوځي اړخه ووایم دا بدلون وضعیت ته کوم بدلون، نه شي ورکولای ځکه دا یو نظامي یا پوځي بدلون نه دی بلکې دا یو سیاسي بدلون دی چې هغه هم ولسمشر د خپلو ګټو په خاطر ترسره کړی دی.»
د حکومت په لوړو چوکیو کې دا ټاکنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم تر کال لږ وخت پاتې دی.
له همدې سره جوخت هېواد کې د ټاکنو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه هم اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي، یو شمېر کړۍ د هېواد روان امنیتي وضعیت ته په کتو سره راتلونکې ټاکنې ناشوني بولي. خو د ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي غونډې ته وویل چې افغانستان له ټاکنو پرته بله لار نه لري. ښاغلي خلیلي زیاته کړه چې حکومت په هر حال کې سرتاسري، عادلانه او رڼو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی:
«ګرانو وکیلانو! موږ ټاکنې په مخکې لرو چې زموږ ټاکنې باید د افغانستان د آرامۍ او د نظام د دوام پر لور خوځښت وي، خو زما پر آند د نظام دوام له اصلاحاتو پرته ناشونی دی.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ورکړل شوي مهالوېش له مخې راتلونکې ولسمشرېزې ټاکنې به د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شي. د دغو ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر هم د دوشنبې په ورځ (د ۱۳۹۲ لمریز کال د وږي ۲۵مې) په رسمي توگه پیل شو، چې د روان لمریز کال د تلې یا میزان میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.