1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگې د ۱۳۹۲ کال بودجه تصويب کړه

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبه

د افغانستان پارلمان د ۱۳۹۲ کال بودجه د رايو په اکثريت سره تصويب کړه. د راتلونکي لمريز کال ټوله بودجه نزدې درې سوه پنځوس ميليارده افغانۍ ده او د پارلمان له خوا تر دوه واري رد وروسته دريم وار تائيد سوه.

https://p.dw.com/p/17Nif
انځور: DW/H. Sirat

په دغه بودجه کي د پارلمان د استازو هغه غوښتني چي د سړکونو او برېښنا بندونو د جوړولو په برخه کي ئې درلودې نه دي منلي سوي. د بودجې د تصويب له پاره ولسي جرگې د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۰) يوه فوق العاده غونډه وکړه.

د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي د بودجې په اړه تر بحثونو وروسته د رايو ورکولو نتيجه دغه ډول اعلان کړه: «ټوله بودجه، يعنی پراختيايي او عادي د رايو په اکثريت سره تصويب سوه.»

د ولسي جرگې استازي نيوکه کوي، چي حکومت په بودجه کي بسټيزو او ملي پروژو ته ځای نه دئ ورکړئ. په دغه بودجه کي د افغانستان د مرکزي ولايتونو له لاري د هرات کابل د لويي لاري د جوړولو پروژه په پام کي نه ده نيول سوې. د افغانستان د ماليې وزارت ويلي دي، چي د دې پروژې د تمويل وس نه لري.

هغه بدلون چي په بودجه کي راغلی دئ، هغه د زابل د هوايي ډگر جوړېدل او د گيلان- جاغوري د سړک جوړول دي.

بودجه کافي نه ده

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د ولسي جرگې په عمومي غونډه کي وويل، که چيري دغه بودجه تصويب نسي، نو د حکومت پراختيايي پروژې به صدمه وويني.

زاخېلوال وويل: «دغه بودجه زموږ د خلکو د اړتياوو او غوښتنو جواب ويونکې نه ده. خو له بده مرغه بودجه د امکاناتو پر اساس وي نه د اړتياوو.»

د افغانستان د ماليې وزير وويل، چي د ۱۳۹۲ لمريز کال د هيواد ټوله عادي بودجه ئې درې ميليارده ډالره او پراختيايي بودجه ئې دوه ميليارده ډالره ده. هغه زیاته کړه چي دغه بودجه په هيڅ صورت کي د لويو پراختيايي پروژو د پرمخ بېولو له پاره کافي نه ده.

زاخېلوال زياته کړه چي له عادي بودجې څخه نزدې يو ميليارد ډالره د امنيتي ځواک د تجهزاتو له پاره ځانگړي سوي دي.

د پور غوښتنه

وروسته له هغه چي د سړکونو او برېښنا بندونو د جوړلو په برخه کي د پارلمان د استازو غوښتني رد سوې، دغو استازو اوس ويلي دي، چي د دې پروژو د ترسره کولو له پاره دي پور وسي.

خو د افغانستان د ماليې وزارت ويلي دي، چي د لويو پروژو ترسره کول يوازي پور ته اړتيا نه لري. زاخېلوال زياته کړه چي د افغانستان د مرکزي ولايتونو له لاري د کابل هرات د لويي لاري جوړول ۷۰۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري خو مرسته کوونکو هيوادو تر اوسه پوري افغانستان ته د دغو پيسو د ورکولو وعده کړې نه ده.