1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روژه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه وشوه

۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبه

د افغانستان ولسي خلکو او د سولي عالي شورا له وسله والو یاغیانو غوښتي دي چې د روژې د مبارکي میاشتي په مناسبت دې له جګړې لاس واخلي او لږ تر لږه په دغه میاشت کې دي اوربند مراعت کړي. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/15cee
انځور: dapd

ولسي خلک وایې چې دوی له جنګ جګړو ستومانه شوي دي او داسي کورنۍ به نه وي چې په جګړو کې ئې خپل یو غړی یا خپلوان له لاسه نه وي ورکړی.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو له دویچه ویله (المان غږ) سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د روژې په میاشت کې جګړه ودروي او نور د مسلمانو او بي ګناه خلکو له وژنې لاس واخلي. هغوی وایې کیدای شي چې د جګړې دغه اوربند د رواني میاشتي له پای ته رسیدو وروسته هم وغځول شي. د کابل ښار یو تن اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل:

«مونږ هیله لرو چې په دې میاشت کې سوله او ثبات ټینګ شي او نور انتحاري بریدونه او وینه تویدنه و نه وینو»

په همدې حال کې له وسله والو طالبانو سره د پخلایني له پاره د حکومت د سولي په نامه جوړي شوي جرګه ګۍ هم له وسله والو ډلو غوښتي دي چې د روژي د سپڅلې میاشتې په ویاړ جګړه بس کړي.

د دغې شورا غړي اسماعیل قاسم یار، ویلي کیدای شي چې د روژي میاشت د روغې جوړې له پاره دواړو لورو ته یو ښه فرصت وي او طالبان دي له دغې موقع څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

د قاسم یار پر وینا د حکومت غیږه د ناراضیانو پر وړاندې خلاصه ده او هغوی کولای شي چې د ځان له پاره سوله ییزه راتلونکی غوره کړي هغه وویل: «مونږ دا هیله لرو چې لږ تر لږه د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت وسله والي ډلې له جګړې او وژنو لاس واخلي.»

د سولي عالي شورا پر داسي وخت پر وسله والو طالبانو د ډزبندۍ غږ کوي چې یو شمیر دیني عالمان هم د روژې میاشت د ورورولۍ، سولي او یو والي میاشت بولي.

دیني عالم او د شرعي علومو ډاکټر مولوي امیرمحمد وایې چې د روژې په میاشت کې باید سوله، ورورولي او مینه ټینګه شي.

د افغانستان ولسي خلک او د سولي عالې شورا پر داسي مهال پر وسله والو طالبانو د ډزبندي غږ کوي چې په تیرو کلونو کې هم دغه غوښتنه په وار وار تکراره شوې ده.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: سید ریاض