1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي خلک د پلازمینې د امنیت په اړه اندیښمن دي

میرویس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۱, شنبه

د پلازمینې کابل ښار اوسیدونکي په دغه ښار کې له ورستیو نا امنیو شکایت کوي. هغوی وایي له هغه وخت راهیسې چې د بهرنیو سرتیرو له لوري د دغه ښار امنیت کورنیو ځواکونو ته سپارل شوی دی، د نا امنۍ کچه په بي ساري توګه لوړه شوي ده.

https://p.dw.com/p/18W4s

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار اوس د لږ تر لږه ۱۷ امنیتي کمربندونو په مټ ساتل کیږي. په یوه وروستۍ پیښه کې سړي تښتونکو د یوه سوداګر زوی وروسته تر هغه وواژه چې د هغه د خلاصون په بدل کې د تښتونکو د یو میلیون امریکايي ډالرو د ورکړې غوښتنه و نه منل شوه.

د کورنیو چارو وزارت رسمي شمیرې ښيي چې په تیرو څو میاشتو کې د جرایمو ګراف لوړ شوی دی. کابل ښاریان وایي چې پولیس که څه هم په غټ شمیر کې شتون لري لیکن خپلې دندې په سمه توګه نه تر سره کوي نو ځکه دولت ضد زور پالي د ښار له څلورو دروازو په ډیره اسانۍ سره وسلي او چاودیدونکي مواد ښار ته راوړي.

د کابل د میرویس میدان د سیمي یو شمیر اوسیدونکو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل که چیرته پولیس د شپې له پلوه ګزمي ولري او ټول هغه شکمن کسان او ګاډي چې ښار ته ننوزي تلاشي کړي، نو هیڅ کله به هم د ښار په دننه کې ستري ترهګریزي پیښې رامنځ ته نه شي.

پلازمینه کابل ته دمګړۍ د ننوتو له پاره څلور دروازي جوړې شوي دي چې له شمالي پلوه د خیرخاني تر کوتل هغي غاړي ته، له سویل او سویل ختیځ پلوه د ارغندۍ د تلاشۍ پوسته، له ختیځ لوري د څرخي پله د تلاشي پوسته او له سویلي او سویل ختیځو ولایتونو څخه هم د لوګر ټانک په سیمه کې د عمومي تلاشۍ پوسته شتون لري. پر دې سربیره په کابل ښار کې ۱۷ امنیتي کمربندونه هم شته.

د ولسي جرګې غړی داود حساس، وایي که چیرته پولیس د شپې له لوري خوب کوي نو خلکو ته دي په ډانګ پیلي توګه ووایي چې ځانونه په خپله وساتي:

«که پولیس دنده نه شي تر سره کولای نو مونږ ته دي ووایی، مونږ تل له بهرنیانو او امریکایانو سره د پولیسو د معاشونو پر سره په لانجو کې ډوب یو تر څو تاسو ته ښه امتیازات تر لاسه کړو، لیکن د دې پر ځای چې پولیس خپلې دندې ته متوجه شي د شپې له پلوه په پوستو کې بیده وي.»

د کورنیوچارو وزارت هم دا مني چې ستونزي شته. د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، پولیس او ملي پوځ هڅه کوي په ګډه د ښار امنیت خوندي کړي خو د خلکو مرسته هم اړینه ده.

هغه وایي د پولیسي ځواک د سمون له پاره یې لازم پلانونه تر لاس لاندي نیولي دي او هرو مرو به د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې سمونونه رامنځ ته شي: «د کورنیو چاو وزارت مشرتابه اوسنۍ اندیښنې چې پولیس ځواک د شپې له لوري په پلازمینه سم کنترول نه لري جدي بولي. مونږ به هر هغه اقدام ته چې د کابل د امنیت له پاره اړتیا وي تر سره کوو، دا زمونږ دنده ده چې خلکو ته ښه امنیت برابر کړو.»

دا په داسي حال کې ده چې د هوا په تودیدو سره د مخالفینو د بریدونو کچه هم لوړه شوې ده. که څه هم له تیرو څو اونیو راهیسي په کابل کې د کومې لویي امنیتي پیښې خبر نه دی ورکول شوی، خو د غلاوو، سړي وژنو، او شوکو پیښې هره شپه په دغه ښار کې واقع کیږي.