1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي خلک: په بلخ کي د ملېشې جوړونې اندېښمن کړي يو

۱۳۸۹ مهر ۱۰, شنبه

زيات افغان ولسي کسان په افغانستان کي د حکومت لخوا د نوؤ ملېشو و رامنځ ته کولوته د شک په سترگه گوري. يو شمېر افغانان د دې څخه ډاريږي چي نوي رامنځ ته سوي اربکۍ د پخوا په څېر د هېواد په نا آرامۍ کي رول ونه لوبوي.

https://p.dw.com/p/PSjc
د مزارې شريفې ملېشهانځور: AP

په بلخ ولایت کي دافغان دولت لخوا د ملېشه وسله والو جوړول ددغه ولایت ګن شمېر خلک اندېښمن کړي دي. که څه هم اړونده دولتي چارواکي دملېشې یا اربکیو ځواکونو جوړول د سیمي دامنیت خوندیتوب او د افغان ځواکونو پیاوړتیا بولي خو بلخیان دایوه ناکامه پروسه اټکلوي او وایی چی په سیمو کی د وسلو وېشل به بیا هم ددې لامل شي ترڅو تیري ترخې تجربې تکرار شي.

دمزارښاراوسیدنکی ابراهیم بدروایی:

« زماپه اند دوسلو ویشل شراوفساد ته زمینه برابروي او دملېشه وو په جوړولو به نه یواځي داچي امنیت به ښه نه شي بلکه دخلکو دبد بختیو سبب به وګرځي.»

دمزارشاربل اوسیدونکی ګل جان هم ورته نظر لري او وايي:

« داربکیانو جوړول په شمال زون یا په بلخ ولایت کي یوه ناکامه برنامه ده دا ځکه څنګه یې چي موږ د رسنیو له لاري اورو په شمال ختیځو ولایتنو کی ملیشه جوړه شوې چي له دې سره ا منیت نورهم خراب شوی او زما په اند خلکو ته دوسلو وېشل یا د اربکي ځواکونو جوړول د تیرو لیسزو ناخوالوته لمن وهل دي.»

معلم رحمت الله د زابل اوسیدنکی دی. دی وایي:

« په تیرودریو لسیزوکی مو د ملیشه وو تجربه هم ولیدله ډاکترنجیب هم ملیشه درلودل خوبلاخره پرې واوښته. اندېښنه لرم چي د ملېشو په لاس دا دولت هم ژرترژره ړنګ شي.»

معلم رحمت الله له دولت څخه غواړي چي د اربکيو د جوړښت پر خپلې دغې تګلارې سره غوروکړي. خو د شمال زون دساحوي پولیس د 303 پامیرقوماندانۍ چارواکی وايي چي دغه تصمیم د هیواد د کورنیو چارو وزارت لخوا د امنیت د خوندیتوب په سیمه کی د دولت د وسله والو مخالفینو دخوزښتونو دمخنیو په موخه نیوول شوی اوپایلی به یې هم مثبتي وي. د دغي قوماندانۍ ویاند لعل محمد احمدزی په دې برخه کي دخلکواندیښنه بې ځايه بولي اوزیاتوي چي دغې وسلې هغو پخوانیو جهادیانو اویا هم وزګارو خلکو ته وېشل کیږي چي دخلکو د اعتماد وړ وي اوپه دې برخه کي کومه وېره نشته.

د هیواد په یو شمر نورواوبیا په ځانګړې توګه په شمال ختيځو ولایتنو کي اربکي ځواکونه کابو له شپږ میاشتو راهیسی د دولت لخوا فعاله شوي او دا چي د شمال او بلخ ولایتنو یو شمیر سیمي په دې وروستیو کي په نا امنو سیمو بدلي شوي دي دولت هوډ لري ترڅو د ملیشه ځواکونو په مټ دسیمي امنیت خوندي کړي چي دغه تصمیم دخلکواندېښه راپارولې.

راپورلېږونکی: عبدالحمید صافی

کتونکی: احمدولي اڅکزی