1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي امريکا د افغانستان په اړه غونډه کي گډون نه وکړ؟

۱۳۹۵ بهمن ۲۸, پنجشنبه

روسيې بې له غربي چارواکو د افغانستان په اړه شپږ اړخيزه غونډه رابللې وه. امريکايي چارواکو ويلي دي چي په افغانستان کي د ملي پخلايني له پاره هڅو کي نه یوازي د سيمه ايزو، بلکي ټولو هيوادونو گډون مهم دئ.

https://p.dw.com/p/2Xgo9
Russland Außenministerium in Moskau Gebäude
انځور: picture-alliance/ZB

روسيې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د فيبروري ۱۴مه) په افغانستان کي ثبات د ټنگښت په اړه د سلا مشورو يوه شپږ اړخيزه غونډه رابللې وه. په دغه غونډه کي د افغانستان، روسيې، چين، پاکستان، هند او ايران استازو گډون کړوی وو.

د غونډي گډون کوونکي پر دې باندي سر سلا سوي چي په افغانستان کي د ملي پخلايني په هڅو کي د کابل د رهبرۍ رول ته پراختيا ورکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي دي چي گډون کوونکي په دې اړه هم سره په يوه خوله ول چي په افغانستان کي د ثبات د ټنگښت له پاره راتلونکو غونډو ته نور سيمه ايز هيوادونه هم راوبلل سي، په لومړي گام کي د مرکزي اسیا هيوادونه.

خو د روسيې ريا خبري آژانس د امريکايي چارواکو په حواله ليکلي چي امريکا ځکه په دغو خبرو اترو کي گډون کړی نه دی چي په افغانستان کي د ملي پخلايني له پاره هڅو کي نه يوازي د سيمه ايزو، بلکي ټولو هيوادونو گډون مهم دئ.

بله خوا بیا د افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف ياد خبري آژانس ته ويلي دي چي مسکو تيار دی چي امريکا متحد ايالات هم د افغانستان په اړه شپږ اړخيزو خبرو اترو ته راوبولي. خو هغه ټينگار وکړ چي امريکايان بايد دا پريکړه وکړي چي «په افغانستان کي څه کول غواړي».

ويل سوي چي په افغانستان کي د ثبات د ټينگښت او ملي پخلايني راوستلو له پاره به د سلا مشورو دغه شان غونډي نوري هم وسي.