1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د خيبر پښتونخوا ډېر ښوونځي تړل سوي؟

۱۳۹۴ مرداد ۲۲, پنجشنبه

د خيبر پښتونخوا په ښوونيز نظام کې د اصلاحاتو راوستلو تر اعلان وروسته اوس د پاکستان د دغه ايالت ډېر ماشومان له ستونزو سره مخامخ شوي دي. ځيني ماشومان حتي ۶ کيلومتره پر پښو ښوونځو ته ځي.

https://p.dw.com/p/1GEnr
انځور: A. Bacha

د ۲۰۱۵م کال په اپریل میاشت کې د ایالتي حکومت له لوري د «مکتب» په نوم ښوونځیو د تړلو امر وشو. کله چې په اگست میاشت کې د دوبي رخصتۍ ختمي شوې او ماشومان خپلو ښوونځیو ته ولاړل نو هلته له سره ښوونځي نه ول.

دې اصلاحاتو تر ډېره د سوات سيمي ته تاوان رسولی دی. د سوات د ټانگو په غرني کلي يوازنی ښوونځی هم تړل شوی دی.

د سوات د کبل سيمي لس کلنه اوسېدونکې حنا وايي چې تر رخصتۍ وروسته چې ښوونځي ته ورغله نو تړلی وو.

د پنځم ټولگي زده کوونکي حنا، له دویچه ویله سره په خبرو کې وويل چې د دوی په سیمه کې یوازي یو لومړنۍ ښوونځی وو، چې د «مکتب» په نوم یادیده او له دې پرته شا او خوا سیمه کې بل کوم ښوونځی نه شته: «د سیمي ټولو ماشومانو په دغه ښوونځي کې تر شنه آسمان لاندې زده کړي کولې، کله چې موږ خبر شو چې د حکومت له خوا زموږ ښوونځي له منځه وړل شوي دي او اوس باید موږ شپږ کیلومتره وړاندي بل ښوونځي ته مزل وکړو نو ډیر خفه شوو. او له دې سره سره په دې هکله فکر کولو ته مجبوره شو چې اوس به دومره لیرې څوک ښوونځي ته ځي.»

Pakistan Schulbildung
انځور: A. Bacha

د ایالتي حکومت د دغه گام پر ضد د سوات د سیمې د ۹۳ «مکتب» ښوونځیو شاگردانو، د هغوی میندو پلرونو او مدني فعالانو احتجاج هم کړی دی. تیره ورځ د منگلور په سیمه کې شا او خوا دوه زره شاگردانو احتجاجي مظاهره وکړه.

هغوی د دغو ښوونځیو د بیرته فعالولو او د هغه پر ځای د نورو دولتي ښوونځیو د جوړولو غوښتنه کوله. په دغه احتجاج کې حنا هم برخه اخیستې وه.

حنا وایي چې هغه له لیک او لوست سره ډېره مینه لري: «چې لویه شم غواړم معلمه شم، څو په خپله سیمه کې تعلیم عام کړم. زه د يوې بې وزلي کورنۍ يم او له پلار سره مې دومره پیسې نه شته چې یوه لیري ښوونځي ته مي د استولو له پاره د موټر یا کوم بل سهولت بندوبست وکړي.»

د سوات په شمول په ټول خیبر پښتونخوا ایالت کې د «مکتب» په نوم شا او خوا زر ښوونځي فعاله ول چې پکښې ماشومانو ته تر شنه آسمان لاندي د یوه یا دوو ښوونکو له خوا زده کړي ورکول کېدې.

دغه ښوونځي په غرنیو سیمو کې ځکه جوړ شوي ول چې د حکومت له خوا هلته د ښوونځیو د ودانیو جوړوید امکان نه وو. له دې کبله نجونو او هلکانو به لومړنۍ زده کړې په همدغو ښوونځیو کې کولې.

د ډاکټر جواد اقبال په نوم مدني فعال له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د خیبر پښتونخوا د حکومت دغه حکم «ډیر ظالمانه» دی.

د هغه په وینا «مکتب» ښوونځي چې په نورو ښوونځیو کې ادغام کړل شوي دي، هغه ډیر لیري دي. هغه وايي: «دومره کم عمره ماشومان به څرنگه دومره لیري مزل وکړي. په دولتي ښوونځیو کې د زده کوونکو شمیر ترمخه لا ډیر دی او په دې سره په دغو ښوونځیو کې د ماشومانو شمیر نور هم ډیر شي او په ښوونځیو کې به ستونزي پيدا شي.»

د ښوونې او روزنې ادارې د یوه چارواکي ذوالفقار ملک، په وینا د دغو ټولو ښوونځیو ختمول او په نورو ښوونځیو کې ادغامیدل د یوې تگلارې له مخي تر سره شوي دي.