1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د غزې د يوه ژوبڼ زمريان پلورل کيږي؟

۱۳۹۶ دی ۵, سه‌شنبه

په غزې تراډه کې فقر او بې وزلي تر دې حده زياته شوي دي چې د يوه شخصي ژوبڼ څښتن د درو کوچنيو زمريانو د پلورولو پريکړه کړې ده. دغه فلسطينی وايي چي دې حيواناتو ته د خوړو برابرولو توان نه لري.

https://p.dw.com/p/2pwSp
Tschechei Löwen-Nachwuchs im ZOO von Dvorec
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. David Josek

د فرانسې خبري آژانس په حواله د فلسطينانو د خپلواکمنې سيمې غزې تراډي د دې اوسيدونکي نوم محمد احمد جمعه دی او ده ويلي چې له څو کالو راهيسې یې يو ژوبڼ جوړ کړی دی. خو نوموړي د ټولنیزو رسنيو له لارې اعلان کړې چې دی نور دومره مالي توان نه لري چې د دې ژويو له پاره پرې خوراک رانيسي.

له همدې کبله یې اوس د ژوبڼ د زمريانو د پلورولو پریکړه کړې او ويلي یې دي چې هر يو به په درې نيم زره اردني دينارو يا پنځه زره امریکايي ډالرو خرڅ کړي.

محمد احمد جمعه د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «په غزه کې د خلکو اقتصادي وضعيت ډير خراب شوی دی. دلته د خوراکي موادو په لاس راوړل هم ډير ستونزمن شوي. له همدې کبله مجبور شوم د دې زمريانو د خرڅلاو اعلان وکړم. دغه درې زمريان کابو يوه میاشت ترمخه زيږيدلي دي.»

Gaza Ausgestopfte Tiere im Zoo
غزه: د ۲۰۱۴م کال د جگړې له کبله د يوه ژوبڼ يو شمیر ژوي مړه شوي ولانځور: Reuters/I. Abu Mustafa

جمعه چې د غزې تراډي د مصر سرحد سره د پرتې سيمې رفاه اوسيدونکی دی او له کابو ۲۳ کالو راهيسې د  «شخصي ژوبڼ» په نوم د حيواناتو د يوه پارک خاوند دی، وايي چې دی په خپل ژوبڼ کې دوه نور زمريان او درې زمرۍ هم لري.

ده زياته کړه چې د پارک د حيواناتو له پاره د خوړو په برابرولو هره مياشت کابو ۳۴۵ ډالر مصرفيږي نو هڅه به يې داوي چې د زمري د بچو د خرڅلاو له لاري په لاسته راوړل شويو پيسو نورو حيواناتو ته خواړه برابر کړي، څو دوی ژوندي پاته شي.

جمعه د زمري پر دې دريو بچو د فلسطين، القدس او اردوغان نومونه ايښي. په انترنت کې د زمريو د خرڅلاو د اعلان تر خپريدو وروسته څو تنو احمد جمعه سره تليفوني تماس نيولی خو تر اوسه يو زمری هم نه دی پلورل شوی.

په غزې تراډه کې له ۲۰۰۸م کال راهيسې درې خونړي جنگونه شوي دي. سربيره پر دې دا سيمه له کابو یوې لسيزې راهيسي اسرائيلو محاصره کړې ده. په ۲۰۱۶م کال کې د يوه ژوبڼ ډير ژوي د اقتصادي ستونزو له کبله جنوبي افریقا، اردن او اسرائيلو ته انتقال شول.

AG(B.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: