1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي طالبانو د ملا عمر بیوګرافي خپره کړه؟

مسعود جهش۱۳۹۴ فروردین ۱۷, دوشنبه

طالبانو د یکشنبې په ورځ د خپل مشر ملا محمد عمر، بیوګرافي په خپله انترتي پاڼه کې خپره کړه. کارپوهان وایي چې د طالبانو دغه ناڅاپي اقدام ښايي د دې له پاره وي چې وښيي ملا عمر ژوندی دی او اوس هم د چارو کنترول په لاس کې لري.

https://p.dw.com/p/1F3Bl
انځور له ارشیف څخهانځور: BANARAS KHAN/AFP/Getty Images

ویل کیږي چې په وروستیو وختونو کې د طالبانو یو شمیر جنګیالي له دې ډلې څخه بیلیږي او د اسلامي دولت په لیکو کې شاملیږي. خو دا چې اسلامي دولت په افغانستان کې څومره فعالیت لري، روښانه نه ده. یو شمیر کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیت احتمالي ډیریدل ښايي د طالبانو د ډلې د نفوذ کمیدو په معنی وي.

دا یو له ډیرو محدودو انځورونو څخه یو دی چې ویل کیږي د طالبانو مشر ملا عمر په کې ښوول شوی دی.
دا یو له ډیرو محدودو انځورونو څخه یو دی چې ویل کیږي د طالبانو مشر ملا عمر په کې ښوول شوی دی.انځور: picture alliance/CPA Media

طالبانو د ملا عمر بیوګرافي د هغوی په حواله د «امیر المومنین» په توګه د هغه د ۱۹ کاله کار په مناسبت خپره کړه. په بیوګرافي کې ویل شوي دي چې ملا عمر اوس هم په «جهادي چارو» کې ښکیل دی:

«که څه هم هغه [ملا عمر] په منظمه توګه د دښمن له تعقیب سره مخامخیږي، خو بیا هم د هغه په ورځنیو چارو کې کومه لویه بې نظمي او وقفه نه ده رامنځ ته شوي چې هغه د اسلامي امارت د مشر په توګه د جهادي چارو سمبالول دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر، چې امریکا متحده ایالاتو يې پر سر د ۱۰ میلیونو ډالرو جایزه ایښې ده، له ۲۰۰۱ کال راهیسې نه دي لیدل شوی. په خپرې شوې بیوګرافي کې د ملا عمر د شخصي ژوند او همداراز د هغه د خوښې وسلې په اړه معلومات ورکړل شوي دي. امریکایي استخباراتي چارواکي ملا عمر یوازې د یوه اږد قد لرونکي نارینه چې په ښې سترګې کې یې زخم موجود دی، په مشخصاتو پیژني.

په واک کې د ښوولو هڅه؟

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي، له دویچه ویله سره په مرکه وویل چې طالبانو او هغو کسانو چې د سعیدي په خبره د دې ډلې ملاتړ کوي، له دې کبله د ملا عمر بیوګرافي اوس خپره کړې ده چې د مرګ او په چارو کې د لږ واک لرلو آوازو ته د پای ټکي کیږدي.

دغه کارپوه زیاته کړه: «په دې وخت کې د دې بیانیې د خپرولو لاملونه باید له څو اړخونو وڅیړل شي: لومړی دا چې له یوې مودې راهیسې یو شمیر کسان په دې اند دي چې نور نو ملا عمر نه شته او ژوندی نه دی، د پاکستان استخباراتي سازمان وغوښتل چې هغه ته یو ځل بیا هویت ورکړي او ووایي چې هغه ژوندی دی. دویم دا چې ویل کیدل چې یو شمیر طالبان د ملا عمر له مشورې پرته له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ښکیلیږي، د پاکستان استخباراتي سازمان وغوښتل ووایي چې ملا عمر هم په چارو کې ښکیل دی. دریمه خبره دا چې غوښتل کیږي په سیمه ییزو چارو کې له ملا عمر څخه سیاسي ګته پورته کړي.»

ویل کیږي چې ملا عمر په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راهیسې د پاکستان په سرحدي سیمو کې میشت دی. افغان کارپوه سعیدي هم همدا ادعا کوي او له خپلو خبرو سره غواړي ووایي چې د دې هیواد استخباراتي اداره یا ISI د ملا عمر له شتون څخه خبر دي.

افغان حکومت ډیر وخت پر پاکستان باندې تور لګوي چې د طالبانو ملاتړ کوي او د دغې ډلې په واسطه په افغانستان کې د هندوستان د نفوس د ډیریدو د مخنیوي په موخه یوه نیابتي جګړه پر مخ وړي. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي او په بدل کې افغانستان له پاکستاني یاغیانو څخه پر ملاتړ تورنوي.

په وروستیو وختونو کې نوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني، هڅه کړې ده چې له اسلام آباد سره خپلې اړیکې ښې کړي. پاکستان هم ژمنه کړې ده چې د سولې په بهیر کې له افغانستان سره مرسته وکړي. خو افغان ولسمشر بیا ویلي دي چې د پاکستان دې ژمنې ته په احتیاط سره خوشبینه دی.

د چارو کارپوه احمد سعید وايي چې به اوسنۍ مرحله کې د ملا عمر د بیوګرافي خپرول او دا ښوول چې هغه بر چارو مسلط دی، له دې لحاظه هم مهمه ده چې که د سولې خبرې اترې د طالبانو او «د هغوی د ملاتړو په ګټه نه وي»، نو په دې پلمه چې ملا عمر رضایت نه لري ښايي له دې بهیره ووځي.

له بلې خوا ویل کیږی چې د اسلامي دولت ډلې هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي او یو شمیر پخواني طالبان له دې ډلې سره د یوځای کیدو په حال کې دي. ښايي د دې بیوګرافي خپرول په افغانستان کې د اسلامي دولت د فعالیتونو او هغې ته د جنګیالیو د اوښتلو د مخنیوي یوه هڅه وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب