1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي يونان پر خرو د چاغو انسانانو سپرېدل منع کړل؟

۱۳۹۷ مهر ۲۰, جمعه

د خره په هکله ويل کيږي چي ډېر صابر او قوي حيوان دی. خو د نړۍ په زياتو برخو کي په خرو تر اندازې زيات کارونه کيږي. يونان اوس پر خرو باندي تر۱۰۰ کيلوګرامه د زيات وزنه انسانانو سپرېدل منع کړل.

https://p.dw.com/p/36PfZ
Hausesel, Mischlinge, spielen miteinander, Nordtirol, Österreich, Europa
انځور: picture-alliance/imageBROKER/A. Sarti

انسانانو د تاريخ په اوږدو کي تل له خره څخه په بار وړلو کي کار اخيستی دی. په داسي حال کي چي د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي تر اوسه هم له خرو څخه د بار وړونکي په توګه کار اخيستل کيږي، په پرمختللو هيوادونو کي بيا خره زيات وخت د سېلانيانو د ساتېري له پاره کارول سوي دي.

يونان يو له هغو لوېديځو هيوادونو څخه دی چي په ځينو سيمو کي يې تر اوسه لا خره د انسانانو د انتقال وسيله دي. په زياته بيا د يونان په زانتورين ټاپو کي سيلانيان له يوه ځای څخه بل ته پر خرو انتقاليږي. هلته سیمي غرنۍ دي او پورته کېدل اسانه کار نه دی.

«د زانتورين له خرو سره مرسته وکړئ!» په نوم د حيوانانو د حقونو د دفاع سازمان د ځينو نورو ورته سازمانونو په مرسته د دې له پاره کار کاوه چي د يونان په زانتورين ټاپو کي له خرو سره احتمالي ناسم چلن پای ومومي.

چاغ سيلانيان بايد پر پښو ولاړ سي

په دغه ټاپو کي له خرو څخه د سيلانيانو په انتقال کي کار اخيستل کيږي. سيلانيان له بندره د ټاپو تر مرکزه پوري له غرنۍ لاري پر خرو انتقاليږي. د خرو د حقونو د ياد سازمان په وينا په دغه دنده کي زيات وختونه خره ژوبل کيږي هم؟

د يونان د کرهڼي وزارت د حيوانانو د حقونو د دفاع سازمانونو پر نيوکو غبرګون ښودلی او نوي قواعد يې اعلان کړي دي. د دغو نوو قواعدو له مخي په ياده سيمه کي صرف په هغه صورت کي يو سيلاني يا ځايي کس پر خره سپرېدلای سي چي وزن يې تر۱۰۰ کيلوګرامه کم وي. دا خبر د آلمان د «فرانکفورتر الګېماين څايتونګ» ورځپاڼي ورکړی دی.

د يونان د چارواکو د اعلان سوو نوو قواعدو له مخي څوک اجازه نه لري چي د يوه خره د خپل وزن تر يو پر پنځمي برخي څخه زيات وزن باندي بار کړي. د دې تر څنګ په قواعدو کي راغلي دي چي خرو ته بايد په کافي اندازه اوبه او خوراک ورکړل سي او د روغتيايي حالت مراقبت يې وسي.

يونان په داسي حال کي له خرو سره د ښه چلن قواعد اعلانوي چي د نړۍ په ډيرو نورو هيوادونو کي له خرو څخه په ډېره لويه اندازه کار اخيستل کيږي. خو په زياته بيا په ځينو افريقايي او آسيايي هيوادونو کي له خرو سره د ناوړه چلن راپورونه ورکول کيږي.

په زياتو کلتورونو کي د «خره» لغت منفي او د «کم عقل» معنی ورکوي. حال دا چي د حيوانانو د حقونو سازمانونه او په همدې شان کارپوهان په دې نظر دي چي خر نه يوازي صابر او قوي حيوان دی، بلکي ډېر هوښيار هم دی.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: (08.04.2017)