1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي پاکستان کي هزاره گان تر بريدونو لاندي دي؟

احمد ولي اڅکزی/ شامل شمس۱۳۹۱ اسفند ۱, سه‌شنبه

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کوټه کي د شيعه مسلمانانو پر ضد بريد يو ځل بيا وښوول چي په دغه هيواد کي د مذهب په نوم ناقراري لا دوام لري.

https://p.dw.com/p/17grb
A girl cries during the funeral of victims of Saturday's bomb attack in a Shi'ite Muslim area, in the Pakistani city of Quetta February 17, 2013. Pakistan's unpopular government, which is gearing up for elections expected within months, faced growing anger on Sunday for failing to deliver stability after the sectarian bombing in the city of Quetta killed 81 people. REUTERS/Naseer Ahmed (PAKISTAN - Tags: CIVIL UNREST CRIME LAW POLITICS RELIGION TPX IMAGES OF THE DAY)
Trauer und Protest nach Bombenanschlag in Quetta Pakistanانځور: Reuters

دا د شنبې ورځ وه چي د کوټي په هزاره ټاون سيمه کي يوه درنه چاودنه وسوه. په دغه ورځ چاودېدونکي توکي د اوبو په يوه داسي ټانکر کي ځای پرځای سوي ول چي د بيروبار په ډک بازار کي درول سوی وو. په دغه بريد کي نزدې۸۰ انسانان ووژل سول او تر ۱۸۰ نور زيات ټپي هم سول.

دا په داسي حال کي چي د شيعه مسلمانانو پر دغي ډله په جنورۍ کي هم بمي بريد سوی وو چي پکښي هغه وخت ۹۰ انسانان وژل سوي ول. د دغو دواړو بريدونو پړه لشکرجهنگوي ډلي پر غاړه واخيسته. دغې ډلې خپل نوم د حق نواز جهنگوي څخه اخيستی دئ چي په۱۹۸۰مو کلنو کي ئې په پاکستان او ايران کي د شيعه مسلمانانو پر ضد فعاليت کاوه.

په کوټه کي نزدې پنځوس زره هزاره گان ژوند کوي. هغوی د پاکستان پر حکومت تور لگوي چي د دوی پر وړاندي د ترهگرۍ د مخنيوي له پاره «هيڅ» نه کوي. د دوی يوه مشر د ديموکراتيک گوند ځای ناستي مشرعزيز هزاره رسنيو ته وويل:

«د هزاره گانو پر ضد د ډلوژنې او ترهگر گواښ اصلي پړه پر حکومت ده. ځکه چي حکومت په دې کي پاته راغلی دئ چي د توندلارو پر ضد امنيتي چارواکي وگوماري.»

ترهگري د شيعه گانو پر ضد

۲۰۱۲کال په پاکستان کي د شيعه مذهبو له پاره يو له خونړيو کلونو څخه وو. د بشري حقونو د ټولنو په اټکل، په دغه کال په پاکستان کي تقريباً ۳۰۰ شيعه مسلمانان د ترهگري بريدونو قربانيان سوي دي. دغه بريدونه تر کوټي پوري نه ول محدوده، بلکي په يو شمېر نورو ښارونو کي ئې هم شيعه مذهبه په نخښه کړل. د بېلگي په توگه په ۲۰۱۲کال په راولپنډي او د پاکستان په شمال لوېديځي کُرم سيمي کي چي د افغانستان پولي ته څېرمه پرته ده هم پر شيعه مسلمانانو بريدونه وسول.

گلگت بلتستان چي پخوا د شمالي علاقه جاتو په نوم يادېدی، پکښې هم شيعه گان د ترهگرو بريدونو قربانيان سول. تر دغو پيښو وروسته تنقيد کوونکي په پاکستان کي د يوې مذهبي ډلې پر ضد د قومي تصفيې خبره کوي.

«بې تاثيره اقدامات»

په جنورۍ کي د کوټي ښار تر پيښي وروسته د پاکستان مرکزي حکومت د بلوچستان ټاکل سوی صوبايي يا ايالتي حکومت ړنگ کړ. د نوموړي ايالت اختيارات والي يا گورنر پر غاړه واخيستل چي د مرکز سره په مشوره اوس پر بلوچستان واکمني لري. دا اقدام تر هغه وروسته تر سره سو، چي د وژل سوو هزاره گانو کورنيو په کوټه کي د بازار په مېنځ خپل مړي کښېښوول او تر هغه وخته ئې د هغوی د نه ښخولو هوډ وکړ، چي د بلوچستان واک پوځ ته نه وي سپارل سوی. د کوټي د احتجاج ملاتړ د دغه هيواد په نورو برخو کي هم په احتجاجونو سره بدرگه سو. خو فعالين او يو شمېر کتونکي پدغه اقدام کي زیاتي گټي نه ويني. په کراچي کي د عوامي کارگرو په نوم گوند غړی سکندر حيات جنجوه په له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:

«دا به د عقل کار نه وي که څوک دا وانگېري چي حکومت په جدي توگه د سني توندلارو ډلو لکه لشکر جهگنوي پر ضد اقدام وکړي. لشکر جهنگوي د پاکستان د پوځي استخباراتو آی اېس آی وسله واله څانگه ده، او هيڅ یو سازمان د خپل سازمان د ډلې پر ضد عمل نه کوي.»

لندن مېشتی پاکستانی ژورنالست امين مغل دويچه وېله ته وويل چي په پاکستان کي د مذهبي تاوتريخوالي د مخنيوي يو حل د سيکولر گوندونو واکمني ده. هغه زياته کړه:

«دا ټوله د سياسي پرېکړو منطقي پايله ده. هغه پرېکړي چي اساس ئې ديني دلايل وي. د دغه بحران څخه د وتلو یوازنۍ لاره دا ده چي سيکولر گوندونه په حکومت جوړولو بريالي سي.»

خو د امريکا په متحده ايالتونو کي مېشت د پاکستان د چارو کارپوه ملک سراج اکبر بيا وايي چي د پاکستان هغه گوندونه چي ورته د ليبرال گوندونو په سترگه کتل کيږي د ستونزي په اوارۍ کي پاته راغلي دي:

«په پاکستان کي تر اوسه لا دا خلکو ته په بشپړه نه ده څرگنده سوې چي د ترهگرۍ پر ضد جگړه د دوی خپله جگړه ده.»