1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي ځینې سرتیري په جگړه کې ناوړه چلند کوي؟

۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبه

امريکايي پوځيان يو وار بيا د رسنيو د منفي سرليکونو په زينت بدل شوي دي. په افغانستان کي د قرآن شریف سوځول د امريکايي پوځيانو د منفي چلن يوازنۍ بېلگه نه ده. دا کار ولي کيږي؟

https://p.dw.com/p/14A8p
انځور: picture alliance / k89/ZUMAPRESS.com

په افغانستان کې د مسلمانانو د مقدس کتاب د سپکاوي له موضوع څخه څو اونۍ مخکې د امريکايي پوځيانو يوه بله کړنه توده موضوع وه. هغه وخت په انترنت کې داسې یوه ویدیو خپره شوې وه چې پکښې امریکایي سرتیري مړو ته د سپکاوي په حال کې ښودل شوي ول.

دا له امريکايي سرتیرو سره د تړلو ستونزمنوو پېښو يوازنۍ بېلگې نه دي. څه نا څه يو کال مخکې هم د یو شمیر امريکايي سرتیرو داسي انځورونه خپاره شوي ول چې هغوی له مړو سره د خندا له حال کې اخیستې ول. د افغانستان په سويل کې د امريکايي سرتیرو د يوې ډلې له خوا د ولسي وگړو وژنه او بيا د يادگار په توگه د هغوی د بدن اعضاوي له ځان سره ساتل هم یوه بله پېښه وه چې امريکايي سرتیري ئې په منفي سرليکونو کې راوستلي ول.

په ۲۰۰۴ مېلادي کال کې د عراقي زندان ابو غريب، انځورونه هم ښايي د زياتو خلکو په اذهانو کې پاته شوې وي. په دغه زندان کې پر عراقي بنديانو د امريکايي سرتیرو له خوا جنسي تېري سوي ول. د ابو غریب له زندان څخه هم یو شمیر انځورونه خپاره شوي ول.

د جورج تاون د پوهنتون د فلسفې د پوهنځي ښوونکي ننسي شیرمن، وایي چې له دغو شان پېښو څخه دا څرگندیږي چې امریکايي سرتیري د جگړو پر وخت له کومو حالاتو سره مخامخ وي.

شیرمن د جگړې او د پوځي اخلاقي ارزښتونو په هکله څېړنې کوي. لږ موده مخکې میرمن شیرمان د «Untold War» يا د «نه بيان شوې جگړې» تر عنوان لاندې یو کتاب ولیکه. شيرمان په دغه کتاب کې ليکي دي چې امريکايي سرتیري د جگړې له ماموريتونو وروسته له ځینو رواني او اخلاقي ستونزو سره لاس او گریوان وي.

هغې په خپل کتاب کې ویلي دي: «عسکر ستړي او په غوسه دي. امکان لري چې دوی د داسي يوې پېښي څخه مخکې خپل يو ملگری له لاسه ورکړی وي او يا هم پخپله ئې مرگ له ډېر نزدې ليدلی وي.»

نينسي شيرمان زیاته کړې ده چې امریکايي سرتیري د خپل درد د کمولو له پاره کيدای شي له خپل دښمن سره غيرانساني چلن وکړي. د هغې په خبره امریکایي سرتیري له داسې ناسمو کارونو سره د خپل غچ اخیستلو د تندې د ماتېدو او د خلاصون احساس کوي.

شيرمان فکر کوي چې کله چې سرتیري دا ډول کارونه تر سره کوي نو د هغو د پايلو په اړه فکر نه کوي. شيرمان او نور کارپوهان په دې اند دي چې د امريکايي سرتیرو له خوا د ناوړه چلن په پېښو کې د کموالي د رامنځ ته کولو له پاره د امریکايي پوځي چارواکو ښه مدیریت ته اړتیا لیدل کیږي.

يوليا همل زيپ/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش