1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اویغوریانو هم جهاد ته مخ اړولی دی

شامل شمس/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ مرداد ۳, شنبه

د دی خبرې دلیل څه دی چې اویغور مسلمانان په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې له لیکو سره یو ځاي کیږي؟ تحلیلونکي سیگفرید وولف دویچه ویله ته وايي چې ولې د اویغور کړکیچ لمن د چین د خاوری له پولو څخه بهر اوږدیږي

https://p.dw.com/p/1G4X0
د چین اویغور خلک
د چین اویغور خلکانځور: picture-alliance/dpa/H. W. Young

اویغوریان د چین په شمال کې د شینجیان په ولایت کې اوسیږي. دغه ترکي ژبي لږکي له ډير پخوا څخه د چین د کمونست واکمنانو له خوا تر تعقیب لاندې دي. هغوی سني مسلمانان دي او د هغو ۵۵ قومي لږکیو په جمله کې دي چې په چین کې په رسمیت پیژندل شوي دي. خو ایغوریان احساس کوي چې هغوي د چینايي واکمنانو له خوا ټکول کیږي او په دی نظر دي چې گواکې پیکینگ د یو «استعمارگر قدرت» په توگه هڅه کوي چې د اویغوریانو کلتوري هویت، سیاسی حقوق، دین بې ارزښته کړي او د هغوي د سیمي طبیعی شتمنې لوټ کړي.

په تیرو څو کلونو کې کې چینايي حکومت په شینجیان کې د اویغوري جلا غوښتونکو پر ضد سخت له تشدد څخه کار اخیستی دی. له دې سره ډيري اویغوریانو افراطیت او زورپالنې ته مخ اړولی دی. دا وضعیت د دی واقعیت سره هم نور بدورگی شوی چې د اویغوریانو جلاغوښتنه نه یواځي قومي، بلکه دیني اړخ هم لري.

په عمومي توگه داسی فکر کیږي چې د اویغور قضیه د چین یوه کورنې ستونزه ده، خو ځینی کارپوهان استدال کوي چې هغې ته باید د نړیوال جهاد او اسلامي بنسټ پالنې په فحوا کې کتنه وشی. تحلیلونکي وايي چې سخته خبره دا ده چې د اویغور قضیه وار په وار د جهادي ډلو د هدفونو قرباني کیږي، په خاصه توگه په افغانستان کې چیرته چې ویل کیږي یو شمیر اویغوري زور پالونکي د طالبانو او القاعدې تر څنگ جنگیږي.

سیگفرید وولف د آلمان د هایدلبرگ د پوهنتون دجنوپی اسیا څیړونکي
سیگفرید وولف د آلمان د هایدلبرگ د پوهنتون دجنوپی اسیا څیړونکيانځور: Siegfried Wolf

په بروکسل کې د جنوبي آسیا د دیموکراتیک فوروم (SADF) د څیړنو رئیس، سیگفرید وولف چې په عین وخت کې د آلمان د هایدلبرگ د پوهنتون د جنوپی آسیا څیړونکي هم دی، دویچه ویله ته په یوه مرکه کې روښانه کوي چې څه شی ایغوریان مجبوره کوي چې په افغانستان کې له اسلامپالو سره یو ځای شي او څه باید وشي ترڅو د دی مخه ونیوله شي.

دویچه ویله: تاسو د اویغور د جلا غوښتنې د تحریک او د نړیوال جهادیزم د اړیکې په هکله څه نظر لری؟

سیگفرید وولف: د تصمیم خاوندان باید د اویغور کړکیچ ته د اسلامي جهاد او بنسټ پالنې په فحوا هم کتنه وکړي. دا خبره مهمه ده چې وپلټل شي چې اویغوري مهاجرین او غیرقانوڼي کډوال تر کومی کچې د جنوبي آسیا په جهادي شبکو کې ښکیل دي او له هغو څخه د تروریستي سازمانونو لپاره د احتمالي جلب او جذب په توگه کار اخیستل کیږي.

د چینايی سرچینو د ویناوو له مخې اویغوري زور پالونکي له جعلي ترکي پاسپورتونو څخه افغانستان او پاکستان ته د ننوتلو لپاره کاراخلي ترڅو هلته له افراطی ډلو سره یو ځای شي. په افغان او پاکستاني کمپونو کې چې د سعودي عرب له خوا تمویلیږي، اویغوریان ایدیولوژیکي درسونه او پوځي روزنې تر لاسه کوي.

ډيري اویغوري جنگیالي د هغې یو ډلې تر چتر لاندې تنظیم کیږي چې د «ختیځ ترکستان د اسلامي تحریک» یا ETIM په نامه یادیږي. ETIM یوه د «ډیرو سختو افراطی جلا غوښتونکو ډلو» په لیست کې نیول شوی ده او په ۲۰۰۲ کال کې متحده ایالاتو هغه یو تروریستی سازمان په توگه اعلان کړه.

د ملگرو ملتو د وینا له مخې ETIM له القاعدې سره همکاري لري او وویل کیږي چې د هغې جنگیاليو په افغانستان کې د القاعدې او طالباو تر څنگ د ناتو د سرتیرو پر ضد جگړه کړی ده. سربیره پر دی اویغوریانو په چیچنیا کې هم روزنه تر لاسه کړې او په قرغزستان کې هم په تروریستی فعالیتونو کې ښکیل دي. د رپوټونو له مخې ETIM خپل جنگیالي سورېې ته د «اسلامي دولت» نومې ډلې «داعش» تر څنگ جگړې لپاره هم استولي دي.

داعش د چین پر ضد هم په دی دلیل د جهاد اعلان کړی چې گواکې پیکینگ له اویغوري مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي. چې د اویغوریانو د تعقیب پر بنسټ ولاړ دغه ډول معمول سني جهادي پروپاگند په ویدیوگانو او نورو جهادي موادو کې لیدل کیږي چې د هغو له مخې داعش د نړیوال جهاد او په چین کې د پاڅون لپاره غږ کړی دی.

دویچه ویله: څه شی اویغوریان مجبوروي چې له چین څخه وتښتي او له جهادیستانو سره یو ځاي شي؟

سیگفرید وولف: اویغوریان ځانونه د شینجیان د سیمی اصلي اوسیدونکي گڼي. هغوي دغې سیمی ته «ختیځ ترکستان» وايي. ډيري ترکي ژبي اویغوریان ځانونه د منځنې آسیا دولتونو ته د نژدې والي احساس کوي او لیواله دي چې له چین څخه جلا شي او یا لږ تر لږه د زیاتې او پراخی خپلواکمنې خاوند شي. نو دا د تعجب خبره نه ده چې چینايی چارواکي له هغو سره دير سخت چلند کوي او غواړي چې شینجیان ترخپل سخت کنترول لاندی وساتي: البته هم د اقتصادي او هم د جیو - ستراتیژیک دلایلو له امله.

پیکینگ د اویغوریانو په مقابل کې مقررات ډير سخت کړي دي او په شینجیان کې امنیتي بودجه لوړه کړې ده. په نتیجه کې د اویغوریانو او اکثریت چینايي «هان» نومي قوم ترمنځ تاوتریخوالی پراخ شوی دی. د ۲۰۰۹ کال په جولای د هغوی ترمنځ نښتې رامنځ ته شوی او په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۷۹ کسان ووژل شول. د زورزیاتیو یوه بله لړې په ۲۰۱۲ کال رامنځ ته شوه. دی پیښی ډيري اویغوریان له چین څخه تیښتو ته مجبوره کړل چې په قانوني او غیر قانوني توگه نورو هیوادونو ته وتښتي.

دویچه ویله: څه ناڅه ۱۰۰ تنه اویغوریان د تایلند له خوا چین ته په زور اخراج شول. په عمومي توگه دغه ډول اوغوریانو سره چینايی چارواکي څه ډول چلند کوي؟

سیگفرید وولف: په دی کې شک نه شته چې هغه کسان چې « په زور» چین ته ستانه کړای شوي دی، له ډول ډول ناوړه چلندونو سره مخامخ دي: ربړول، تیری او حتی مړی او ژوندی یې لادرکه کیږي. چینايی چارواکو په تیرو وختو کې یو گڼ شمیر دغه خلک اعدام کړي دي.

دویچه ویله: تاسو وویل چې اویغوري زور پالونکي په افغانستان کې د طالبانو ترڅنگ فعال دي او جنگیږي. آیا چین کولای شی چی پاکستان دی ته واړوی چې پر طالبانو له خپل نفوذ څخه کار واخلي او له دی څخه د اویغوري افراطینو پر ضد په اقدام لاس پوری کړي.

سیگفرید وولف: پخوا اسلام اباد د هغوزور پالونکو ډلوچې د چین پر ضد یی فعالیت کاوه، په عمل لاس پوری کړی دی. خو دا کار د پاکستان د خاورې په دننه کې شوی او د افغانستان په داخل کې دا کار نه دی کړی او نه یی هم افغان طالبانو باندی په دی هکله کوم فشار راوستی. کله چې خبره پر افغانستان راوڅرخیږي، نو داسی ښکاري چې پاکستان او چین په یوه خوا کې نه دي.

په افغانستان کې د سولي راوستل د اسلام آباد اصلی هدف او مقصد نه دی. د پاکستان د افغانستان پالیسی له هند سره د سیالی له مخی په لاره اچول کیږي او هدف یی دا دی چې په خپل دغه لویدیځ گاونډي کې د نوی ډهلي نفوذ کمزوری کړی او ډاډ تر لاسه کړی چې په کابل کې د پاکستان یو دوست حکومت په قدرت کی وي. حتی که چیری اسلام آباد تصمیم ونیسی چې د چین د گټو د خوندی ساتنی لپاره د اویغوري زور پالونکو باندی له خپل نفوذ څخه کار واخلي، زه باور نه لرم چې د افغانستان د طالبانو مختلفی جناحې او اړوندی ډلې دی قانع کړای شی چې په خپلو ستراتیژیو کې بدلون راوړي.

دویجه ویله: تر کومې کچې کیدای شي چې اویغوریان د چین - پاکستان اړیکو ته گواښ پیدا کړي؟

د افغانستان - پاکستان په سیمه کې چینايي اویغوریانو ثابته کړی ده چې د چین - پاکستان او افغانستان - پاکستان په اړیکو کې د خړپړتیا لپاره نه یواځي یو غیر عادی سرچینه وي، بلکه حتی د سیمی د بی ثباتي یو مهم لامل هم وگرځي.

په دې فحوا کې دا خبر د یادونې وړ ده چې د ۱۹۹۰ لسیزی تر سر پورې پاکستاني حکومتونو تر زیاتی کچې په خپله شمال لویدیځه قبایلی سیمه کې د اویغوریانو د حضور په وړاندی د یو ډول ناخبری دریځ غوره کړی ؤ او په چین کې د د هغوی د جلا غوښتنې داعیې په وړاندی بی تفاوتی ښکاره کوله. خو د ۱۹۹۰ لسیزی په پای د پیکینگ د چوپتیا لپاره دې پالیسی ته یی بدلون ورکړ. په هغه وخت کې د پاکستان په علاقه غیر او قبایلی سیمو کې چې له افغانستان سره په گډه پوله کې پرتې دي او د اویغوري د افراطینو په پټنځای بدلی شوی وی، چین سخته اندیښنی درلودی.

د شینجیان په ولایت کې چینايي سرتیري
د شینجیان په ولایت کې چینايي سرتیريانځور: picture-alliance/AP Photo

د پیکینگ غټه اندیښنه لا پر ځای پاتې ده چې اویغوریان د پاکستان له خاوری څخه د چین په لویدیځ کې د ناکراریو لپاره استفاده وکړي. نو له دی امله چین انتظار لري چې د دغو زور پالونکو پر ضد پاکستان په عمل لاس پوری کړي.

دویچه ویله: ایا دا خطر شته چې اویغورِ زورپالونکي د چین - پاکستان د پلان شوی «اقتصادي دالان» یا CPEC ته گواښ پیدا کړي؟

سیگفرید وولف: CPEC چې تر زیاتی کچې د چین له خوا هم تمولیږي او ښايی هم د چین له خوا جوړ شي کیدای شي چې په سیمه کې د اویغوري جنگیالیو هدف وگرځي. اسلام آباد باید یو څه وکړي ترڅو د دی مخه ونیسي. پرته له دې کیدای شی چې دا د چین - پاکستان په اړیکو منفی اغیزه وکړي او اقتصاد یې کمزوری کړي.

سیگفرید وولف په بروکسل کې د جنوبي آسیا د دیموکراتیک فوروم (SADF) د څیړنو رئیس او د آلمان د هایدلبرگ د پوهنتون د جنوپی آسیا څیړونکي دی.